دناوړه گتي اخستنې نړيواله ورځ
2008-11-19 06:50:14
نن په کندهار کي دماشومانو څخه دناسمې گټې اخستنې دمخنوي نړيواله ورځ ولمانځل سوه .
دنومبر ١٩ سمه چي دماشومان څخه دناوړه گتې اخستنې نړيواله ورځ ده
چي نن دسبا نشتراتي موسسې لخوا داطلاعاتو اوکلتور رياست دغونډو په تالار کي ولمانځل سوه
دغونډې برخوالودهغه څه په وړاندي چي له ماشومانو سره يي دجنسي تيري دلړۍ ډيريدل بلل سوي دي اندېښنه وښودل اوله حکومت اونړيوالي ټولنې څخه وغوښتل چي هغو کسانو ته بايد سخته سزا ورکړي چي پر ماشومانوجنسي تيري کوي .
همدارنگه دغونډې برخوالو دديني عالمانو هم وغوښتل چي داسلامي اصولو لمخي دي په دې برخه کي اقدام وکړي .
دنوا راډيومسوول اوديادسوي کمپاين پرمخ و ړونکي ډاکټر هارون ديهزاد کليد راديوته وويل چي دکندهار برسيره په نورولايتونو کي هم دوي ورته کمپاين لري .
دماشومانو څخه دناوړه گتې اخستنې دمخنوي نړيواله ورځ په داسي مهال لمانځل کيږي چي
دملگروملتونو له ماشومانو سره دمرستې ادارې يايونسيف په خپل يوه ورستي رپوټ کي ويلي وو چي په افغانستان کي ماشومان هم تصادفا اوهم قصدا دزورزياتي قرباني کيږي.