دنومبر شلمه

دنومبر ٢٠ نيټه دماشومانودحقوقو اوپيوستون نړيواله ورځ ولمانځل سوه

هغه مراسم چي نن ترغرمې وروسته  په همدې موخه دبشر دحقوقو دخپلواک کميسون دغونډو په تلار کي جوړ سوي وودبيلا بيلو وينا وترڅنگ دزدکوونکو لخوا مقالې  تمثلي ټوتې اوذهني سيالي هم ترسره سوه

په کندهار دبشردحقوقودکميسون مشر عبدالقادر نورزي کليد راديو ته وويل چي دوي ځکه دا ورځ لمانځي چي په ١٩٨٩ م کال کي په همدې ورځ دماشومانو کنويانسيون تصويب سوي ووچي افغانستان هم ددې کنويانسيون غړيتوب لري

کليپ

 ددغه کنويانسيون دتصويب ورځ په داسي مهال لمانځل کيږي چي دهيواد دنوروولايتونو په څير په کندهار کي هم داتلس کلنۍ څخه دکم عمر ماشومان د ډول ډول ناخوالو سره لاس او گريوان دي.