په زابل کي ځانمرگي بريد وسو

د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې ، ځانمرګي بريد وسو ، چې له امله يې بريد کونکي ووژل سواو پنځه ملکي وګړي هم  ټپيان سول . 

د ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر ډګروال غلام جيلاني فراهي،  کليد راديو تته وويل چي نن پر يوه بجه  په يوه  ډاينا موټرکي يوه ښځه اواويوبل تن سپاره چي په لومړي نظام کرول کي ښځه دموټر څخه کښته کيږي او موټر چلونکي دموقې څخه په استفادې دلومړي کرول څخه تيريزي  په دوهم کرول کي چاودنه کوي .

دنوموړى په وينا  چي په پيښه کي يوازي بريد کوونکي وژل سوي او ترڅنگ يي پنځه تنه ملکي وگړي ټيان سوي دي.

فراهي وويل چي ښځه ددوي لخوا نيول سوي اودامهال په امنيه قومندانۍ کي  پلټنې ترې رواني دي .

که څه هم د دغسي بريدونه مسوليت تل وسلوال طالبان پر غاړه اخلي خو تراوسه يي ددې بريد په اړه څه نه دي ويلي  .

 

.