2008-06-27 06:18:06
شيرزاد کامه وال
تاسو به حس کړي وي چې په دې سايټ کې ډېرې نيمګړتياوې دي . ماسره نور وخت نه پيدا کيږي چې په دې سايټ باندې ډېر کار وکړم. که کوم داسې ځوان وي چې PHP سره ښه بلد وي او په خوښۍ او مينې سره دغه سايټ خپلول غواړي نو زه ورته هر څه ورسپارم.
2008-05-30 11:36:13
عثمان انصاري
ډېرى ملګري بې له كوم پام او سوچ څخه داسې دوتنې راپرانيزي، چې په ځينو ځايونو كې دا ناغېړې او نه پاملرنه د ټول سېسټم د خرابېدو او د ټولو مالوماتو (ډېټا) د له لاسه وركونې لامل ګرځي.
2008-11-21 07:52:05
ټپه
د زابل په شاه جوى ولسوالۍ کې ، ځانمرګي بريد وسو ، چې له امله يې بريد کونکي ووژل سواو پنځه ملکي وګړي هم ټپيان سول .
2008-11-21 01:20:24
samoon
دا دئ د ايراني پالو ايرانۍ لوحې تر کابل پوهنتونه راورسېدې. د چا په امر او د چا په ملاتړ؟ قانون به څوک تطبيقوي، دولت که محصلين؟
2008-11-19 06:52:53
ټپه
دنومبر ٢٠ نيټه دماشومانودحقوقو اوپيوستون نړيواله ورځ ولمانځل سوه
2008-11-19 06:50:14
ټپه
نن په کندهار کي دماشومانو څخه دناسمې گټې اخستنې دمخنوي نړيواله ورځ ولمانځل سوه .
2008-11-19 06:18:13
alqadari
ګرانو لوستونکو د اسلامی ښوونی مينوالو ! اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة
زنا هغه فاحش او بی شرمه عمل دی چه يو سړی يی له يوی پردی ښځی سره تر سره کوی ، دا هغه سرتيتی او فاحش عمل دی چه که خدای (ج) مکړه څوک ورباندی ګرفتار شی نو بيا به په کور کلی او ټولنه کی د ژوند تر پايه عزت تر لاسه نه کړی او هميشه به ذليل او شرمنده وی .
2008-11-19 06:15:38
alqadari
لمونځ كول په جماعت مؤكدسنت (ټينګ سنت) دى يعنى واجب ته نژدى دى حتى بعضى فقهاء وايى چه لمونځ په جماعت كول فرض دى اوكمال الهمام (رح) ئې واجب ګڼى، مسلم شـريف له حضرت عبداله ابن مسعود(رض) نه حديث رانقل كړيدى چه بيله عملى منافق څخه بل څوك دجماعت د لمانځه مخالفت نه كوى دجماعت د پريښيدودپاره شرعى عذرونه شته :
2008-11-19 06:14:07
hemat
5_ استهزا او مسخره كول: الله تعالى د حجرات په سورت كې مسلمانان د مسخرو او استهزا څخه په سختۍ سره منع كړي دي, او په زيات شمير نورو اّيتونو كې يې د همز او لمز ( په سترګو او خولې د اشارو) څخه منع كړې ده.
غيبت او تورلګول: په دې اړه هم خورا زيات نصوص راغلي دي چې الله تعالىاو د هغه رسول په كې د غيبت او بهتان څخه منع كړې ده. الله تعالى غيبت كول د خپل مړ مسلمان ورور د غوښې د خوراك سره تشبيه كړې ده. يو صحابي د رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل: چې اې د الله رسوله! كه چېرې زه د يو مسلمان په اړه هغه څه ووايم چې هغه په كې وي, دا هم غيبت ګڼل كيږي؟ هغه وفرمايل: غيبت خو همدې ته وايي, كه ته داسې څه ووايې چې په هغه كې نه وي, هغې ته بهتان او تورلګول وايي. په يو حديث كې د غيبت تعريف رسول الله صلى الله عليه وسلم كړى دى: چې ته د خپل ورور په اړه داسې څه ووايې, چې هغه يې بد ګڼي.