د نړۍ ګران بيه ژووې

خوږو ماشومانو! ستاسو د روغتيا په هيله مو دا دى نن د نړۍ ګران بيه ژوو (حيواناتو) انځورونه راټول كړي، هيله ده يو څه خوندترې واخلئ.

د زړه لیکلې انځور

د نړۍ كوچنې قرآن كريم

ګرانو ماشومانو ستاسو د روغتيا په هيله! آيا تاسو داسې كوم سپېڅلې قرآن ليدلې او يا مو د هغې په اړه اورېدلي، چې ستاسو د كوچنيو لاسونو څخه هم كوچنې وي! كه ځواب مو (نه) وي، نو راځئ چې په لاندې انځورونو كې يې په ګډه سره ووينو!

د سترګو لوبه!

ګرانو خوږو ماشومانو! الله دې وكړي چې روغ او رمټ اوسئ. په لاندې انځور كې مو ستاسې د ساتېرۍ لپاره يوه لوبه تياره كړې. لومړې د يوې دقيقې لپاره د انځور بانجاني رنګه دايرو ته وګورئ، او بيا د انځور منځ كې د جمعې نښې ته په غور وګورئ.

د كترينا توپان بوړبوړكۍ

كله چې يو قوم او ولس د څښتن تعالى له لارښوونو څخه د سرغړونې وروستي بريد ته ورسي، نو څښتن تعالى ورباندې هغه عذاب راولي، كوم چې په قرآن كريم ورسره وعده شوې وي. په لاندې توګه د كترېنا د توپان هغه انځورونه دي، چې په رښتيا سره د څښتن تعالى د عذاب او قهر ښكارندويي كوي، چې په خپلو بېلارو بنده ګانو يې راولي.

د نړۍ عجيب و غريبې ودانۍ او كورونه

خوږو ماشومانو ته مو دا ځل د نړۍ له عجيب و غريبو ودانيو څخه انځورونه راټول كړي، هيله ده چې د خوښۍ سبب يې وګرځي.

په ټوله نړۍ وحشتناکه څېره

خوزه مستره ۵۱ کلن اسپانوي هغه وحشتناکه څېره لرونکې انسان دی، چې له څېرې څخه يې خلک ډارېږي. ددې اسپانوي په شوڼده هغه مهال يوه غده راوختله، چې دې لا کوچنې و. کله چې خوزه جراح ډاکټر ته ورغې، نو هغه ورته د عمليات سپارښتنه وکړه، مګر دده (خوزه) له لورې ورته منفي ځواب ورکړ شو.

د اسلامي نړۍ ويښوونكې (حسن البنا)

حسن البنا د مصر له نامتو مذهبي لارښودانو څخه ګڼل کېږي. دا عالم د اخوان المسلمون بنسټ اېښودونکې هم دی، چې په دې کار سره يې د اسلامي نړۍ له خوبه راویښه کړه. دې په ۱۹۰۶ز کال د مصر پهمحمودیه کلي په یوه متدینه او علم دوسته کورنۍ کې وزېږېد. په کوشنیتوب کې یې سپېڅلې قرآن په یادو یاد کړ. او د شپاړسو کالو په موده، د قاهرې په دارالعلوم کې ورګډ او په ۱۹۲۷ز یې له نوموړي دارالعلوم څخه خپل سند ترلاسه کړه.

ډاكټر ذاكر نايك

د اديانو د پرتله ايزو څېړنو نامتو ويناوال، رنځپوه ذاكر ناېك ډاكټر ذاكر ناېك هغه اورژبې ويناوال دى، چې د يوويشتمې پېړۍ معجزه يې ګڼلې شو. دا عالم پدې توانېدلې چې د ګردې نړۍ د هغو بېځايه نيوكو ځواب ووايي، چې دوي يې د اسلام په سپېڅلي دين، اسلامي شخصيتونو او د شريعت په اړه كوي، په مستند ډول ځواب ووايي.

د چكنور ملا صېب رحمه الله

چكنور ملا صېب رحمه الله د افغانستان له هغو روحاني شخصيتوو څخه دى، چې د هېواد د خپلواكۍ په جګړو كې يې فعاله ونډه اخيستې ، هغه كه له يوې خوا د جومات د منبر او وعظ له لارې، د خداى او د هغه د رسول حضرت محمد صلى الله عليه وسلم احكامو خپلو خلكو ته رسول، نو له بل پلوه يې د وخت د يرغلګر او ښكيلاكګر ځواك انګرېزانو پر ضد د وسله وال جهاد او غزا لپاره د افغانانو په هڅونه، تنظيم او انسجام كې نه ستړي كېدونكې هلې ځلې كړې دي.

افغان ملي اتل شېر شاه سوري

ګرانو ماشومانو ژوندي ملتون هماغه دي، چې خپلې ملي څېرې وپېژني، د هغوي له تاريخ څخه ځان خبر كړي، د هغوي تګلاره خپله كړي، او له هغو تېروتنو ځان وساتي، كومې چې ددې ملي څېرو د شهادت او له منځه وړنې سبب شوې دي. د افغان په وياړلي تاريخ كې يوه پاڼه د فريد خان(شېر شاه) سوري په نامه ده. دې د هند له هغو افغاني الاصله واكمنو څخه دى، چې ددې هېواد په پرمختګ، سوكالۍ، د مركزي دولت جوړونې، او د هند په بنسټيزو جوړښتونو كې يې رغنده ونډه لرلې....

سپېڅلې قرآن

قرآن كريم يا قرآن مجيد يا قرآن عظيم د مسلمانانو سپېڅلې كتاب دى، چې د څښتن تعالى له لورې په ګران نبي آخرزمان صلى الله عليه وسلم باندې د جبرييل امين عليه السلام په واسطه په عربي ژبه لفظ اومعنى سره، په تواتر سره منقول د ۲۳ كلونو په موده كې د ټول بشريت د لارښوونې لپاره رانازل شوې دى. او دا قرآن يوه لويه معجزه ده، چې د قيامت تر ورځې پورې به د رسول الله صلى الله په استازيتوب اورسالت باندې ګواهي وركوي.

ملګري ماران

ښكلې انځوريز ګلاب

ښكلي انځوريز ګلان

ګلاليو ماشومنو! د څښتن تعالى د رنګينې نړۍ يو ستر نعمت همدا ګلان دي. كه چېرې دپه دې نړۍ دا رنګارنګ ګلان نه واى، نو څښتن مه كړه، دا نړى به هم همداسې ښكلې نه واى. كه څه هم چې ګلان ډېره زړه راښكونكې ښكلا لري، خو بيا هم ستاسې ګلاليو او ښكلو ماشومانو ښكلا سره هېچرې سيالي نه شي كولاى.

Page 1 of 3 | Results 1-15 of 38
1 | 2 | 3 next