ډاكټر ذاكر نايك

د Wikipedia لخوا

د عثمان انصاري ليكنه

د اديانو د پرتله ايزو څېړنو نامتو ويناوال، رنځپوه ذاكر ناېك

ډاكټر ذاكر ناېك هغه اورژبې ويناوال دى، چې د يوويشتمې پېړۍ معجزه يې ګڼلې شو. دا عالم پدې توانېدلې چې د ګردې نړۍ د هغو بېځايه نيوكو ځواب ووايي، چې دوي يې د اسلام په سپېڅلي دين، اسلامي شخصيتونو او د شريعت په اړه كوي، په مستند ډول ځواب ووايي.

د يوويشتمې پېړۍ نامتو اسلامپوه، او د نړيوالو اديانو پرتله اييزه څېزونكې علامه ډاكټر ذاكر ناېك چې په ځوانه ځوانۍ كې يې د ټولې نړۍ بېلارې اديانو لارويان چلېنچ كړي دي، خو د ځواب ويلو لپاره يې څوك تر دې مهاله ندې راوړاندې شوې، ان تردې چې د روان كال (۲۰۰۷)ز كال كله د عيسويانو مذهبي پلار (پاپ بنډي كېټ) د اسلام سپېڅلي دين او محمد صلى الله عليه وسلم په اړه له زهرو ډكه وينا وكړه، نو همدې ځوان ؤ، چې هغه يې چېلېنج كړ، مګر دده له پوهې او هوښيارۍ څخه په ډار سره پاپ دېته تيار نشو چې له ده سره مناظره وكړي.

زوكړه

علامه ناېك په ۱۹۶۵ز كال د اكتوبر په اتلسمه نيټه د هند په بمبۍ نومي ښار كې زېږېدلې دى.

زده كړې

رنځپوه ذاكر ناېك د هند په يوه روغتون كې د خپل ښوونكي پوښتنه كوي

 

ډاكټر ذاكر ناېك خپلې لومړنۍ زده كړې د پېټر په منځني ښوونځي (St. Peter's High School (I.C.S.E.), Mumbai )كې پيل كړي، له دې څخه وروسته بيا د كېشن چند چېلارام (Kishinchand Chellaram College, Mumbai) لېسه كې يې خپلې زده كړې د بكلوريا تر دورې بشپړې كړې، او د لوړو زده كړو لپاره د ټوپيوالا د طب ملي انېستېټيوټ (Topiwala National Medical College, Nair Hospital, Mumbai ) چې د ناېر روغتون كې يې موقيعيت درلود پيل كړې.

 

د پوهنتون دوره

رنځپوه ذاكر ناېك د بمبۍ ښار كې د جراحۍ او درملجوړونې په څانګو كې خپلې لوړې زده كړې بشپړې كړي، او له دې وروسته يې د شلمې پېړۍ د اديانو د پرتله ايزو څېړنو نامتو عالم او مفكر علامه شېخ احمد ديدات له وياوو څخه په اغيزمنتيا سره، د هغه په پل، پل كېښود، او د هغه لار يې خپله كړه.

په نړيواله كچه د پېژندلې اصلي لامل

ډاكټر ذاكر نايك په عام ډول د (اسلام او عصري علوم)، (اسلام او عيسويت)، (اسلام او سكيولرزم)، (اسلام او هندويزم)، (اسلامي دعوت) او د اسلام په اړه ناسم پوهاوې او داسې نورو موضوعاتو په اړه ويناوې كړي، خو دده د مشهورېدو يوه ستره وجه د (قران او انجيل د ساينس په رڼا كې) تر سرليك لاندې مناظره كې د لوديځې نړۍ ستر بېلاري (ډاكټر ويليم كېمبل) ته غاښماتوونكې ځواب وركول ؤ.

نوموړي امريكايي ډاكټر (په قرآن كې شل ساينسي تېروتنې) سرليك لاندې يو كتاب ليكلې ؤ، چې ګواكې د قرآن ليكوال (!!؟؟) شلو ځايونو كې تېروتې دى.

دا مناظره د اپرېل په لومړۍ نيټه، كال ۲۰۰۰ز د شېكاګو په ښار كې جوړه شوې وه، چې زرګونو خلكو پكې ګډون درلود. په نوموړې غونډه كې ډاكټر ذاكر نايك خپل سيال ته نه هېرېدونكې ماتې وركړه. او دا يې په زبات ورسوله، چې ساينسي تېروتنې په قرآن كې نه، بلكه په انجيل كې راغلې دي.

نړيوال شهرت ترلاسه كوونه

ډاكټر نايك د مختلفو اسبابو له مخې نړيوال شهرت ترلاسه كړ، چې لدې ډلې څخه د هغه قرآن كريم، شپږو سپېڅلو احاديثو كتابونو، د نورو اديانو لكه ،عيسويت، يهوديت، هندويزم، بوديزم، سكهيزم او داسې نورو د سپېڅلو كتابونو په يادو يادونه. د يادولو وړ ده، چې ددې كتابونو ماضې يادونه نه، بلكه د ايات نمبر، سورت... ښودنه هم كوي. چې دا په حقيقت كې د ډاكټر ذاكر نايك په ذهانت او زكاوت دلالت كوي.

تېر كال، چې كله د عيسويانو سپېڅلي پلار (پاپ بنډي كېټ) د اسلام په اړه خپله سپېره خوله وخوځوله، او ناوړه الفاظ يې وكارول، نو همدې ځوان ورته ټټر وواهه، چې د اسلام په اړه هرډول پوښتنو ته دى تيار يم، مګر پاپ دده له څښتن وركړې وړتيا څخه ووېرېد، اوله ده سره مناظرې ته تيار نه شو.

ډاكټر ذاكر نايك د اسلامي بلنې او مناظرو په اړه ډېرو هېوادونو ته سفرونه كړي، چې موږ يې دلته په لنډ ډول راوړو:

هند، امريكا، كاناډا، برتانيا، سعودي عربستان، بحرين، عمان، متحده امارات، قطر، كويټ، سويلي افريقا، موروكو، استراليا، مالېزيا، سېنګاپور، تاېلېنډ او د لاتيني امريكې جويانا هېواد ته سفرونه كړي.