په میدان وردګ ولایت کې دملي پیوستون ۵ پروژې ګټې اخیستنې ته چمتو شوې

دمیدان وردګ ولایت دسیداباد په ولسوالۍ کې دملي پیوستون دپروګرام له مخې (۵) بېلابېلې پروژې دکلیو پراختیا وزارت دڅه باندې (۶) میلیونو افغانیو په ارزښت دسیمې دخلکو اوددې ریاست دکارکوونکو لخوا دپټۍپه پریکولو سره ګټې اخیستې ته چمتو شوې.

دنرخ ولسوالۍ دسړک د قیر کولو چارې پیل شوې

دمیدان وردګ ولایت دنرخ ولسوالۍ د(۹) نهه کیلومتره سړک چې دمیشتو ایساف ځواکونو په(۲۸۷۱۳۴۴) میلیونه ډالرو په بودیجې دیونیک بیلډر سړک جوړولو ساختماني شرکت لخواتطبیق کیږي دقیر اچولو چارې نن دمیدان وردګ ولایت والي او یوشمېر قومي مشرانو لخوا رسماٌ پیل شوې

دجلریز دبڼوالو ټولنه په دفتري توکو سمبال شوه

هغه مراسم چې له همدې امله په جلرېز ولسوالی کې جوړ شوی وو ددې ولسوالۍ ولسوال،قومي مشرانو،دبزګرانو دټولنو غړو او دامريکا دنړيوالومرستو پرمختيايي ادارې مسولينو ګډون کړې وو.

په میدان وردګ ولایت کې ۱۳ وسلوال مخالفین وژل شوې دي

دمیدان وردګ ولایت دسیداباد ولسوالۍ دشیخ اباد د قاضي کلاء په سیمه کې دکشفي چورلکې په هوایي بریدکې دوسلوالو یوتن مشهور قوماندان ملاتواب په ګډون ۱۱ تنه وژل شوې او یوشمېر وسلې ترې لاسته راغلي دي.

د میدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ (۴۳) جوماتونو سره مرستې وشوې

دمیدان وردګ ولایت دچک ولسوالۍ (۴۳) جوماتونو سره دولایت والي محمد حلیم فدایي لخوا د (۶۵) زرو امریکایي ډالرو په ارزښت دفرشونو،لوډ سپیکرو او لمریزې بریښنا مرسته وشوه

د مڼې ګل لسمه دوديزه مشاعره ونمانځل شوه

په ميدان وردګو ولايت کې د غبرګولي په ٢٨مه، د مڼې ګل دوديزه مشاعره د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د سلګونو شاعرانو په ګډون جوړه شوه .

ميدان ښار: وخت دمڼې ګل شو.

وړاندې تردې چې په مڼه اودمڼې ګل په مشاعره خبرې وکړو،غواړم څه ناڅه په لنډه توګه دميدان وردګو په ولايت،مڼې اودمڼې ګل مشاعرې دجوړېدوچې موږ دهغې لړۍ لسمه کليزه لمانځوڅرګندونې ولرم.

په ميدان وردګ ولايت کې د مڼې ګل لسمه دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

دميدان وردګ ولايت په مرکزميدانښار کې دمڼې ګل لسمه دوديزه کلنۍ مشاعره د هېواد د ډيرې سيموليکوالو،شاعرانو،روڼ اندو،دشعرمينوالو ،دملي شورا ،ولايتي شوراغړواو او ددې ولايت په سل ګونو قومي مشرانو په ګډون د ولايت والي محمد حليم فدايي په ګوربتوب جوړه شوه.

دلومړي ځل لپاره دلوګر،غزني او میدان وردګو ولایتونو مسولینو دسولې ملي مشورتې جرګې ته دتیارۍ په موخه دهمغږۍ غونډه وکړه

په میدان وردګ ولایت کې د لوګر،غزني او وردګو لایتونو والیانو او دسولې مشورتي جرګې (۸۹) تنو غړو خپله لومړنۍ مشورتي غونډه وکړه او دنوموړې جرګې څخه یې په کلک ملاتړ اعلان کړو.

د وردګو ولس دانکشافي بودیجې ترنامه لاندې دوه ورځني ورکشاپ پرانیستل شوو.

په میدانښار کې دولایتي شورا غړو،د نهو ولسوالیوولسوالانو،سمیه یېزو شورامشرانواوددې ولایت د ادارو ریسانو ته دوردګو ولس دانکشافي بودیجې ترنامه لاندې دوه ورځني ورکشاپ چې له امله بې (۳،۶) میلیونه ډالر دایساف ځواکونوپه مالي مرسته د ولس لخوا د وړاندېزشوو پروژو په اړه د حکومت لخوا په مصرف ورسیږي پرانیستل شوو.

دمرکز بهسود کوه بیرون سیلاب ځپلو سره مرستې وشوې

د ولایت په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره دمرکز بهسود د کوه بیرون دشتې ته دسیلاب ځپلو کورنیو سره دمرستې په موخه دولایت والي سفروکړو

په دایمیردادو ولسوالۍ کې دولایت والي محمد حلیم فدایي دهزاره میشتو اوکوچیانو د شخړو دهواري په اړه رسینو ته معلومات ورکړل.

په مرکز میدانښار کې (۲۳) تنه قابلو دفراغت سندونه ترلاسه کړل.

په مرکز میدانښار کې دسویډن مرستندویه موسسې لخوا ددې ولایت دلرې پرتو سیمو (۲۳) تنه قابلو د (۱۸) میاشتنیوو زده کړو وروسته دفراغت سندونه دیوې غونډه په ترڅ کې ترلاسه کړل.

دوه تنه مخالف وسلوال دیو شمېر درندو او سپکو وسلو سره یوځای نیول شوې

په سیداباد ولسوالۍ کې دوه تنه مخالف وسلوال دیو شمېر درندو او سپکو وسلو سره یوځای نیول شوې

په جغتو ولسوالۍ کې پنځه تنه ملکي وګړي ټپیان شول.

دمیدان وردګ ولایت په جغتو ولسوالۍ باندې نن ماسپښین دوه بجې د وسلوالو مخالفینو لخوا درې هوایي توغندي وتوغول شول چې دوه توغندي دغره په اړخ او دریم توغندي د ولسوالۍ په بازار کې ولګیده چې له امله یې په یو ټونس موټر کې پنځه تنه هېوادوال ټپیان شول .

Page 1 of 5 | Results 1-15 of 70
1 | 2 | 3 | 4 | 5 next