دمرکز بهسود کوه بیرون سیلاب ځپلو سره مرستې وشوې

د ولایت په تاریخ کې دلومړي ځل لپاره دمرکز بهسود د کوه بیرون دشتې ته دسیلاب ځپلو کورنیو سره دمرستې  په موخه  دولایت والي سفروکړو

نوموړې لرې پرتې سیمې ته چې تراوسه هیڅ کوم دولتي چارواکي نه ووتللې دمیدان وردګ ولایت والي محمد حلیم فدایي،په ملي شورا کې دولایت استازو،ولایتي بیارغاونې ډلې مشر،ولایتي شورا غړو اویوشمېر دولتي ادارو مسولینو چې دایساف ځواکونو استازو ورسره هم ملتیا کوله سیلاب ځپلو خلکو بېلابېلې ستونزې یې له  نژدې  ولیدې، او په (۹۰) کورنیوو باندې یې درې(۳) ټنه خوراکي او نور اړین توکي ووېشل.

 په جوړه شوې غونډه کې ښاغلي فدایي له دولت سره دسیمې خلکو دهراړخیزه مرستو څخه مننه وکړه او زیاته یې کړه څرنګه چې نوموړې لرې پرتې سیمه ته لازمه پاملرنه  نده شوې، موږ به دسیمې خلکو سره دمرستې په موخه دټولو مرسته کوونکو دروازې وټکوو ترڅو دسیمې اوسیدونکي په هوساینه کې خپل ژوند تیرکړې،ورپسې دخلکو په استازیتوب رضایي،ولسي جرګې غړې صدیقه مبارز،ولایتي ډلې مشر ترکر اری اود ولایتي شورا غړې حلیمه عسکري په وار سره خبرې وکړې او دسیمې دخلکو ستونزې یې دچارو مسولینو ته په ګوته کړې.

په پای کې دولایت والي او ورسره پلاوې هغه سیمې چې دسیلابونو متضررې کړې وی هم ولیدې او له کورنیو سره یې دلازیاتو مرستو ژمنه وکړه.

 

دیادونې وړ ده چې نوموړې سیمه دمیدان وردګ ولایت دمرکزبهسود ولسوالۍ اخرې سیمه ده چې دبامیانو ولایت سره ګډه پوله لري او دمرکزمیدانښار څخه  (     ۱۸۵)کیلومتره واټن لري.