د حضرت محمد خرقه په كندهار كي

.. په كال 1186 س ل كي اعليحضرت تېمورشاه د كابل علي آباد سيمي ته ولاړ، او د هغه ځاى څخه چي په 1182 س ل كال كي خرقه شريفه هلته ايښودل سوې وه ليدنه وكړه. په پخوا كي كله چي د سمرقند د ده بيد د سيمي څخه خرقه شريفه و بلخ ته يووړل سوه د هغې ځاى د سخي شاه مردان په نوم ونومول سو، اعليحضرت تېمورشاه هم د علي آباد په سيمه كي د خرقې شريفي تمځاى د درنښت له مخي په "سخي شاه مردان" ونوماوه.