الله جل جلاله فرمايي: وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون.
2008-11-15 07:16:27
الله جل جلاله فرمايي: وما خلقت الجن والانس الا لیعبدون.
ژباړه: نه مې دي پیدا کړي پیریان او انسانان مګر ددې لپاره چې ځما عبادت وکړي.
محترمو:
دقرآن کریم او داسلام دمبین دین په اعجاز، او حقانیت بې شماره دلیلونه موجود دي، زه غواړم چې ددې موضوع لاندې یواځې مادي دلیلونه راوړم، او له تاسو څخه هم غواړم چې له ما سره ددې ښکلې موضوع په وده کې مرسته وکړۍ.
له مادي دلیلونه څخه مې مطلب لاندیني څیزونه دي:
لومړۍ: هغه کَوْنـــــِي، او فلکي اکتشافونه چې قرآن یا حدیث ورته اشاره کړې ده، او ننې عصري علم هغه څیزونه په قطعي ډول ثابت کړي دي.
دوهم: هغه پخواني لرغوني کتابونه چې داسلام دحقانیت لپاره شاهدي ورکوي.
دریم: داسلام توافق هغو لرغونو پخوانیو خطې ټوټو سره چې اوس ځمونږ لاس ته راغلې دي.
څلورم: په تورات او انجیل کې داسلام دحقانیت نصوص.
پنځم: هغه معجزې چې داسلام په تاریخ کې پیښې شوې دي، او ځمونږ په تاریخ کې ذکر شوې دي، او اوس دټکنالوجۍ له لیارې دهغو پیښو مادي دلائل لاس ته راوړل شوې.
او دیته ورته نور څیزونه.
هیله کوم چې دې ښکلې موضوع کې په پراخه پیمانه ونډه واخلۍ او وده ورکړۍ.