دحـج احـكـام او اركـان

حج په اسلام كښى د اسلام د مقدس دين د عبادت پنځم ركن او د اسلام دخداى پرستۍ اوعبادت لومړۍ اوپخوانۍ طريقه ده، دحج دكلمىلفظى معنى (قصد او اراده ده) اودحج مقصددخاص مذهبى قصداوارادې په اثر د يو مقدس مقام سفركول دى، هر آزاد، عاقل بالغ اوروغ مسلمان چه له ضرورت نه اضافه (داستوګنى تركو، د كورسامان، جامى اوهغه ضروريات چه بيله هغه چاره نشته) د بيرته راستنيدوپورى دخپل عيال د نفقى او د تګ اوراتګ خرڅ اوپه سعودى عربستان كښى دخوراك او چښنګ اونورو ضرورياتومالى توان ولرى اودسفرپه لاركښى امن موجودوى نوپه ژوندكښى يوځل دحج اداكول ورباندى فرض دى، دښځى سره به دحج په سفركښى محرم ياخپل خاوند ملګرى وى كه محرم ياخاوند ونلرى كه څه هم حج ورباندى فرض وى دغه فرضيت ئې ساقط دى، په ردمختاركښى روايت دى كه ښځه بيله محرم ياخاوندنه حج ته ولاړه اوحج ئې اداكړ له فرضيت نه ئې غاړى خلاص شوى ليكن داسى كول مكروه دى، كه دښځى دكوراوترمكى شريفى پورى دسفرلارله درو ورځو او شپونه كمه وه هغى ښځى ته دمحرم ياخاوند ملګرتياشرط نده، حج ته دتلوپه وخت كښى پنځه ځايونه دى چه هيڅ مسلمان به بيله احرام نه له هغونه نه تيريږى، دمدينى منورى دخلګو دپاره (ذو الحليفه) ده، دعراق د خلګودپاره (ذات عرق) دى چه ديوه واړه غـره نوم دى، د شام دخلګودپاره (جحفه) ده، د نجد دخلګودپاره (قرن) دى چه ديوه غره نوم دى، او د يمن دخلګودپاره (يلملم) دى، په اوس زمان كښى چه دحج سفرونه ټول په الوتكه كښى دى نوټول حاجيان ترميقاتوترمخه احرام تړى ځكه چه په الوتكه كښى دميقات درك ښه نه معلوميږى، هغه څوك چه كورئې دميقاتوپه دننه كښى وى نودهغوميقات د(حل) ځمكه ده يعنى هغه ځمكه چه دهغوى دكوراودمكى شريفى ترمابين ده، هغه څوك چه كورئې په مكه شريف كښى وى دحج د اداكولودپاره دهغه داحرام تړلوځاى دمكى حرم شريف دى او دعمرى د اداكولودپاره ئې د احرام تړلوځاى (حل) دى، كله چه حاجى د احرام اراده وكړى نوغسل دى وكړى يادى اودس تازه كړى خوغسل تراودس ښه دى بيادى دوى نوى يامينځل شوى جامى واغوندى چه يوئې لنګ اوبل پټه ده، كه ئې څه خوشبويى درلودل هغه دى هم په ځان پورى كړى وروسته دى دوه ركعته د احرام لمونځ اداكړى، له سلام ګرځولو وروسته دى ووايى ﴿ اللهم انى اريدالحج فيسره لى وتقبله منى ﴾ يعنى اى زماخدايه زه دحج د اداكولواراده لرم ته ئې راته آسانه كړى اوته ئې راڅه قبول كړى ورپسى دى تلبيه ووايى، كه چاپه ځانګړى توګه حج كوى دحج نيت دى په تلبيه سره وكړى، دحج تلبيه داسى ده ﴿ لبيك اللهم لبيك لبيك لاشريك لك لبيك ان الحمد والنعمة لك والملك لاشريك لك ﴾ يعنى په خدمت درته ولاړيم ياالله په خدمت درته ولاړيم په خدمت درته ولاړيم تالره هيڅ شريك نشته په خدمت درته ولاړيم په تحقيق سره ټوله ثنا اوصفت اونعمتونه تالره دى او پاچهى تالره ده هيڅ شريك نشته تالره، حاجى دى په تلبيه كښى له ذكرشووكلموڅه شى نه كموى كه نورى ښى كلمى ورسره زيادى كړى پروانلرى، كله چه حاجى پسله غسل نه احرام واغوندى او نيت وتړى اولمونځ وكړى اوتلبيه ووايى نو احرام بندشو، پررسول مقبول (ص) دى درود ووايى اويوه ښه جامع دعا دى وكړى، كه د چاعربى دعا زده وى اوپه معنى ئې هم پوهيږى هغه دعادى وكړى اوكه دچاعربى دعا زده وى خوپه معنى ئې نه پوهيږى يا ئې هيڅ دعربى دعازده نه وى په خپله مورنۍ ژبه دى دعاوكړى احرام بنده حاجى به له الله (ج) نه ډيره ويره كوى، هغه عملونه اوخبرى چه الله (ج) منع كړيدى له هغونه به ټينګ پرهيزكوى لكه جماع، فحش اوبيكاره خبرى، دښځى په مخ كښى دجماع خبرى، غلا، غيبت، له انډيوالانوسره جنګ دحيوان يا خزنده وژنه، چاته دښكار د ځاى ښونه، دښكاردحيوان ښونه اوداسى نور همدارنګه ګنډلې جامه، قميص ياپرتوګ به نه اغوندى لنګوټه ياخولى به نه پرسركوى، چپنه يابالاپوښ ياكرتى به نه اغوندى موزى يابوټونه به نه په پښوكوى، كه دچاسره د احرام څپلى نه وى موزى دى داسى پرى (غوڅى) كړى چه د پښوبجلكى پټى نكړى مخ اوسربه نه پټوى خوشبويى دى په ځان ياپه احرام نه پورى كوى، د سر يا د نور بدن ويښتان دى نه خريى كه څه هم د بغل يا ترنامه لاندى ويښتان غټ شويوى، د ږرى او بريتو ويښتان دى نه غوڅوى كه څه هم د ږيرى ويښتان ترقبضه اوږده وى، نوكان دى نه غوڅوى، هغه جامه دى نه اغوندى چه په (ورس) يازعفران يا(عصفر) سره رنګ شويوى، ورس د يوخوشبويه واښه نوم دى چه په يمن كښى پيداكيږى اوعصفر هم د يوقسم وښونوم دى چه دجامودرنګولودپاره استعما ليږى، احرام بنده حاجى ته روادىچه دجنابت يادګرمى د ليرى كولو دپاره غسل وكړى يا حمام ته داخل شى خوصابون به نه استعمالوى اونه به په نوكانو ياكيسه سره ځان موږى يوازى به اوبه پربدن تويوى، احرام بنده حاجى ته اجازه ده چه دسيورى طلب وكړى يادچترى ترسيورى لاندى كښينى، دپيسو، پاسپورټ يا د سفر د اسنادو دساتنى په هكله دى هميانى تر ملا وتړى مګر سر اوږيره دى دخطمى په ګل نه وينځى ځكه چه هغه خوشبويه دى، دهرلمانځه وروسته او لوړځاى ته د ختلوپه وخت ياكومى شيلى ته دكښته كيدوپه وخت يا دسواره خلګوپه ليدلوسره دى تلبيه ډيره ډيره وايى .
كله چه احرام بندحاجى دمكى شريفى ښارته داخل شى اول دى له مسجدحرام نه شروع وكړى اوپه ليدلوسره دكعبى شريفى د خونى دى دغه تكبيراودعاووايى ﴿ الله اكبر الله اكبر لااله الا الله والله اكبر ولله الحمد اللهم افتح لى ابواب رحمتك وعفوك ومغفرتك واحسانك وكرمك ياالله يارحمن يا رحيم اللهم زدبيتك هـذا تشريفا وتكريما وتعظيما وزد ياربى لمن شرفه وكرمه ممن حـجه اوعتمر تشريفا وتكريما وفضلا يا ارحـم الراحـمين وصلى اللـه عـلى سيدنا محمد واله و اصحابه وعلينا معهم اجمعين ﴾ كه دچادغه دعاپه عربى زده نه وى يائې په معنى نه پوهيږى ډيره به ښه وى چه په مورنى ژبه د زړه له جوشه دعاوكړى، بيادى له حجراسودنه شروع وكړى وحجر اسودته مخامخ دى لاسونه تر اوږو پورته كړى او دلاسوخپړى او ورغوى دى وحجراسودته برابركړى تكبيراوكلمه دى ووايى كه ئې قدرت ووحجراسوددى مچ كړى اومسح دى كړى (دحجراسود مچول اومسح كول سنت دى مګرانسانانوته تكليف او آزار وركول حرام دى) دحجراسودله راسته لورى نه دى دمكى شريفى دروازى ته نژدى طواف شروع كړى په طواف كولوكښى دى دپټى يوسر پركيڼه اوږه واچوى اوبل سر دى ترښى بغل راوباسى بيرته دى پر كيڼه اوږه واچوى يعنى ښى اوږه به لوڅه وى، دحاطم شريف د باندى دى پركعبه شريفه اوه ځلى راوګرځى خوپه اول دروځلو كښى به رمل كوى (په وړو اوچابكو ګاموتګ او اوږه ښورول رمل بلل كيږى)، په پاته څلورځلوكښى به عادى تګ كوى رمل به نه كوى، هرځل چه حجراسودته راورسيږى كه ئې قدرت ووهغه به مسح كوى اوطواف دى دحجراسودپه مسح كولوختم كړى، بيا دى په مقام ابراهيم (ع) كښى دطواف دختم دوه ركعته واجب لمونځ اداكړى، د مسجدحرام په هره برخه كښى دغه دوه ركعته لمونځ اداكول صحيح دى، مقام ابراهيم هغه ډبره ده چه دحضرت ابراهيم (ع) د دوو پښونښانى پكښى پاتى دى، كله چه حضرت ابراهيم (ع) او دده زوى حضرت اسمعيل (ع) دكعبى شريفى دخونى آبادى كول نوحضرت ابراهيم (ع) به پردغه ډبره ولاړوو او دكعبى شريفى ديوال ئې لوړوى، ډبره به په قدرت دقادرمطلق پورته او كښته تلل لكه نننۍ دخټګر ا نوكوازه، دغه ډبره په اول كښى د كعبى شريفى ددروازى واړخ ته په ديوال پورى وه كله چه دخلګو ټولۍ ډيرى شوى طواف كونكى اولمونځ كونكى نه سره ځائيدل نوئې مقام ابراهيم واوسنى ځاى ته راوړ اودهندارى په غرفه كښى ئې كښيښود، دحاجى لومړى طواف دطواف قدوم په نوم ياديږى چه د مكى مكرمى شكريه ده، دغه طواف سنت دى واجب نه دى، دمكى مكرمى پراوسيدونكوباندى نشته، بيادى حاجى له مسجدحرام نه دصفا د دروازى له لارى دصفاوغره ته ولاړشى كه څه هم پرنورو دروازو ورتګ روادى كوم حرج نشته خودصفا د دروازى له لارى ورتګ افضل دى، څه قدردى دصفا غره ته وخيژى چه بيت الله شريفه ووينى مخامخ دى وبيت الله شريفى ته ودريږى تكبير، كلمه شريف او درود دى پرنبى عليه السلام ووايى خپل حاجتونه دى له الله پاك نه وغواړى ( دغه ځاى ددعا د قبليدودى) د صفاله غره نه دى راكښته شى د مروه دغره پرلورى دى په عادتى تګ سره روان شى چه دشيلى مابين ته ورسيږى د دووستونو(ميلانو) ترمابين دى منډه ووهى ځكه چه نبى عليه السلام دلته منډه كړيده (اوس حكومت دغه شيله ډكه كړيده دوى ستنى شته چه دهرى ستنى پربرابرښى او كيڼ لورى ته زرغونه څراغونه دى، اول دوه څراغونه دمنډى شروع او آخر دوه څراغونه دمنډى ختم دى) چه مروه ته ورسيږى نودسعيى يو شوط پوره شو اوشپږ نورپاتى دى، بيادى د مروه وغره ته لوړ وخيژى كله چه مكه شريفه ووينى نوهغه كارونه دى وكړى چه دصفاپرغره ئې كړيوه يعنى تكبير، تهليل، درود او دعا دى ووايى پدغه توګه دى شروع له صفااوختم پرمروه باندى اوه شوطونه پوره كړى، نو د فقر اوالتجاء لاسونه دى درب الجليل په لوى درباركښى پورته كړى ور(دروازه) دى ور وټكوى په ژړادى دزړه له جوشه دهغه څه طلب وكړى چه زړه ئې غواړى خوپه غوښتنه كښى دى امت دحضرت سروركائنات فخرالموجودات محمدرسول الله (ص) نه هيروى، محرم دى دمكى شريفى په ښار كښى استوګن شى هركله چه ئې زړه وغواړى طوافونه دى كوى د هر اوه شوطه طواف وروسته دى دوه ركعته واجب لمونځ اداكوى .
امام دى يوه ورځ د ترويى د ورځى ترمخه يعنى دلوى اختر د مياشتى په اوه مه (٧) دماپښين د لمانځه وروسته دوى خطبى ووايى اوپه دغه خطبوكښى دى خلګوته ښوونه وكړى چه ومنى ته كله اوڅرنګه ولاړشى اوهلته څه وكړى، عرفات ته كله اوڅرنګه ولاړشى هلته كوم لمونځونه څنګه ادا كړى، دعرفات پرغنډۍ څه وخت اوڅنګه ودريږى اوبيرته څه وخت اوڅرنګه راكښته شى همدارنګه دى خلګوته ښوونه وكړى چه كله اوپه څه توګه په مزدلفه كښى د دعا په هكله ودريږى. امام دى په سباورځ يعنى دلوى اختردمياشتى په اتمه (٨) په مكه شريفه كښى دسهاردلمانځه وروسته له حاجيانوسره له ښارنه ووزى ومنى ته دى ولاړشى او د عرافت د ورځى يعنى دمياشتى دنهمى (٩) ورځى دسهاردلمانځه د اداكيدوپورى دى هلته اوسى، دسهاردلمانځه وروسته دى د عرفات دپاره سنت غسل وكړى اوعرفات ته دى ولاړشى، د عرفات ميدان ئې ځكه بولى چه دعرفات پرغره حضرت بابا آدم (ع) اوحوا (رض) يو اوبل سره پيداكړيدى، كله چه په دغه ورځ لمرزوال وكړى امام دى په يوه وخت كښى دحاجيانوپه ګډون د ماپښين اومازديګرلمونځونه اداكړى خو دلمونځوترمخه دى په خطبه شروع وكړى اودوى خطبى دى ووايى په خطبوكښى دى و حاجيانوته دجماعت دلمونځو، پسله لمانځه نه ددعا دپاره پرعرفات دريدلو، دلسم (١٠) په ورځ په مزدلفه كښى دسهارترلمانځه وروسته ددعادپاره دحاجيانوراغونډيدلو، دڅلو د ويشتلو دشكريى دحيوان دحلالولو، دسرخريلو او د طواف زيارت د اداكولو (دغه طواف فرض دى) ښوونه وكړى، نوپه يوه اذان او دوه اقامتو سره دى دماپښين په وخت كښى په جماعت سره دماپښين اوماز ديګرلمونځونه اداكړى، امام دعرفات همهغه دمكى شريفى امام دى، دحنيفى مذهب ډيرخلګ په عرفات كښى په دغه امام پسى لمونځ نه كوى دوى وايى دكعبى شريفى امام په عرفات كښى مسافرنه دى ليكن لمونځ مسافرانه كوى، ابوالفضل الحاج مولاناعبيداله ايوبى سليمانخيل قندهارى وايى چه ماپدغه باب پلټنه كړيده او د مكى شريفى د امام سره مى خبرى كړيدى امام راته وويل چه موږ دڅلورو واړومذهبومراعات كوو، زه له مكى شريفى نه وعرفات ته نه راځم بلكه طائف شريف ته ځم بياله طائف نه عرفات ته راځم چه په څلورومذهبوسره دغه مسافه د سفرده ځكه زه په عرفات كښى مسافريم، پدغه دليل حنيفيانو ته ښايى چه دعرفات د ورځى لمونځونه په امام پسى په جماعت اداكړى، امام حنيفه (رح) فرمايى كه حاجى دماپښين لمونځ په جماعت ادا نكړ په خپله خيمه كښى ئې په ځانګړى توګه اداكړ دغه حاجى به دواړه لمونځونه هريو پخپل وخت كښى په ځانګړى توګه اداكوى په امام پسى به ئې په جماعت نه كوى، امام ابو يوسف (رح) اوامام محمد (رح) وايى چه دغه حاجى دى دماپښين او مازديګردواړه لونځونه په يوه وخت كښى په ځانګړه توګه ادا كړى، ديارانو (رح) له فرمودى نه معلومه شوه چه بل جماعت دى څوك نه كوى، دلمانځه وروسته دى ټوله حاجيان دعرافات د ميدان په مابين كښى وغره ته ورنژدى شى چه دغه غرپه جبل الرحمة سره هم ياديږى په جبل الدعاسره هم ياديږى خو د عرفات په شيله كښى دى څوك نه دريږى، امام دى په عرفات كښى پر اوښ باندى ودريږى دعرفات دعادى وكړى اوحاجيانوته دى دحج مناسك اواحكام وروښئى، په اوسنى حال كښى دحجاجو د ډير والى په سبب نه امام معلوميږى نه ئې دعااوريدل كيږى نو هر څوك دى خپلى دعاوى پخپله كوى، كه څو كسان يوښه عالم پيدا كړى اودهغه لارښونه تقيب كړى او د هغه له دعاسره دعاوكړى ډيربه ښه وى الله (ج) دعرفات په ورځ واهل ته دعرفات په ډير لوى رحمت سره متوجه وى نوبندګان دى هم دعفوى او رحمت په غوښتنه كښى ډډه نه كوى او د نبى عليه السلام دخوښۍ په هكلـه دى دده دامت دبښنى ډيره ډيره غوښتنه وكړى :