سوال [ دمولود شريف محفلونه جوړول جواز لري او که نه بعضي علماء يي روا بولي او بعضي علما‌ء يي بدعت اوناروا بولي حقيقت څه دي اوڅه حكم لري ؟

بسم الله الرحمن الرحيم

 سوال [ دمولود شريف محفلونه جوړول جواز لري او که نه بعضي علماء يي روا بولي او بعضي علما‌ء يي بدعت اوناروا بولي حقيقت څه دي اوڅه حكم لري ؟

 الجواب بعون ملهم الصدق الصواب دټولوڅخه ترمخه بايد دمولود شريف دمحفل جوړول اوپه هغه کي معصيات او بدعات دا خلول سره جلا سي اوهريوه ته بايد جلا حکم ورکول سي مثلاًبايد داسي وويل سي چي دمولود شريف محفل اومجلس جوړول په شرعي طريقه چي معصيات او بدعات نوي پکښي  اوپه پوره ډول شرعي اوامر پکښي مراعات سوي وي  آياجايز دی او کنه ؟ بدعت دی او کنه؟ په دي هکله جواب دادی چي داجايز دی بلکه ښه کار دی که څه هم دصحابه مبارکانو په زمانه کي نه وو لکن چونکه دشريعت د احکاموسره ضديت نه لري بلکه دشريعت داحکامو تاييد پکښي کيږي اوډيري زياتي فايدي لري نوداښه کاردی اوشرعي کار دی لکه مدرسه جوړول دارالحديث جوړول کتابونه تصنيفول دارالحفاظ جوړول چي دا ټوله ديني اوشرعي امور دي که څه هم د اصحابو مبارکانوپه زمانه کي داشيان نه وه اوډيرو زياتومحدثينو او علماؤو او مصنفينو او اکابرينو دامت ددي مولودشريف دمجلس دجوړولو حمايت کړی دی چي دنموني په توګه به دبعضي مشهورو اکابرو علماء اقوال را نقل کړو.

] ۱ [ ابن تيمية صاحب ليکلي دي چي دميلاد دپاره جمع کيدل بعضي خلګ کوي او اجرعظيم ورته ور کول کيږي ددوی پرښه نيت باندي  او ددوی پرتعظيم باندي دنبي   SAW

السيرةالحلبية ص ۸۳ج۱اقتضاءالصراط المستقيم لابن تيمية

 

] ۲ [ ابن حجرهشيمي صاحب ليکلي دي چي دبدعت حسنةپرمستحب والي باندي اتفاق سوی دی اومولود شريف لمانځل اوخلګ ورته راجمع کيدل هم بدعت حسنة دی .

السيرة الحلبية ]ص ۸۳[ ] ج ۱[

] ۳[ امام سخاوي صاحب وايي چي هميشه مسلمانانوپه ډيروښاروکي مولود شريف لمانځلی دی اوپه دي شپوکي دوی خيراتونه کوي اودمولود شريف واقعات بيانوي اودوی ته ډيربرکات نصيب کيږي

السيرة الحلبية ]ص ۸۳ [ ]ج ۱[

]۴[ ابن جزري صاحب وايي چي دمولودشريف دلمانځلو خاصيت دادی چي په دغه کال کي به آمان وي اودخلګوحاجات به پوره کيږي .

]السيرةالحلبية ص ۸۳ [ ]ج ۱[

]۵[ امام سيوطي صاحب وايي مولود شريف دهغه بدعت حسنة دقسمه څخه دی چي ثواب باندي مرتب کيږي اوزموږ لپاره مستحب دی چی اظهار دشکر وکړو اوهرقسم عبادت چي موپه وس کي وي هغه وکړو اوخيراتونه وکړو اوخلګوته ډوډی ورکړو اوخلګ ورته را جمع کړو اوپه هغه کور يامحل يامسجدكي چه مولود شريف بيانيږي هلته ملائکه عليهم السلام راجمعه کيږي اوالله j  به رحمتونه اورضاء نازلوي اوامام سيوطي صاحب مستقله رساله ليکلي ده دمولود شريف داثبات دپاره چه په الحاوي للفتاوی كتاب کي چاپ سوي ده.

]۶[ شيخ احمد زيني دحلان صاحب وايي چي مولود شريف لمانځل اوپه دي شپه خوشحالي کول تعظيم کول دي دنبيsaw

]۷[ شيخ الاسلام ابن حجر عسقلاني   رحمه الله وايي چي مولود شريف که څه هم بدعت دی لکن که په صحيح توګه سرته ورسيږي اودبدعاتوڅخه ځان وساتي نودابدعت حسنة دی بايد په دي ورځوکي تلاوة شريف خيراتونه او نعتيه کلامونه واورول سي اودحراموڅخه ځان وساتل سي دپاره دشکراني ددي لوی نعمت.

الفتاوی الکبری ]ص ۱۹۶[ ]ج ۱[

 

]۸[ علامه ابن عابدين صاحب په شرحه دمولود ابن حجرکي ليکلي دي چي راجمعه کيده وقصه اوريدلوته دمولود شريف دډيرلوی عباداتوڅخه دی.

]۹[ حافط ابن ناصرالدين الدمشقي دمولود شريف په هکله مستقله رسالة ليکلي ده.

]۱۰[ امام عبدالرحيم بن حسين المصري چي په حافظ عراقي سره مشهور دی دمولود شريف داثبات په هکله رسالة ليکلي ده چي نوم يي   ] الموردالهنی فی المولدالسنی [ دی.

<!-- #yiv1845884690 _filtered #yiv1845884690 {font-family:"Cambria Math";panose-1:2 4 5 3 5 4 6 3 2 4;} _filtered #yiv1845884690 {} #yiv1845884690 #yiv1845884690 p.MsoNormal, #yiv1845884690 li.MsoNormal, #yiv1845884690 div.MsoNormal {margin:0in;margin-bottom:.0001pt;font-size:12.0pt;font-family:"Times New Roman", "serif";} #yiv1845884690 .MsoChpDefault {font-size:10.0pt;} _filtered #yiv1845884690 {margin:1.0in 1.0in 1.0in 1.0in;} #yiv1845884690 div.Section1 {} -->

]۱۱[ حضرت ملا علي قاري دمولد شريف په هکله رسالة ليکلي ده چي نوم يـي ]الموردالروی  فی المولد النبوی[ دی

]فايده[دافقط يونمونه وه دعلما‌ء کرامو داقوالو که ددوی ټوله اقوال اودلايل راجمعه کړو نه به يي زماعاجزليکل په طاقت کي وي نه به يي دچامطالعه کول په طاقت کي وي حاصل داچي ډير بي حسابه علماؤو ددي عمل تاييدکړی دی  نوپه حديث شريف کي راغلي دي چي ] مار‌ءاه المسلمون حسنافهوعندالله حسن [ ترجمه : هغه څه چي مسلمانان يي ښه کاربولي هغه دالله په نزدهم ښه کاردی . نوهرڅوک چي ود غه کارته بدعت وايي نوهغه به ضرور دغه ټولوعلماء صالحينوته مبتد عين وايي اودا ډيره لويه بي ادبي اوگستاخي ده  احتياط کول په کاردي اوکه څوک وايي چي په دي محفلوکي نور ګناهونه کيږي اونور بدعات کيږي لکه داچه په بعضي ځايوكي اختلاط دنرو او ښځوكيږي، موسيقي اورول كيږي ، اسرافونه  کول كيږي، لاري کوڅي اوڅړکان بندسي اوخلګوته مزاحمت پيښ سي دنوم او ريا‌ء دپاره مقابلي کيږي چي څوک به لوی محفل جوړ کړي اوپه کم محفل کي به قسم قسم ډوډياني اونعمتونه وي او سبب دمقابلوحتی دجنګ او جګړو کيږي لمونځونه قضاء کيږي بعضي خلګ صلوة التسبيح په جماعت کوي په لوډ سپيکر او ګوياوو کي دشپي ترناوخته خلګ ږغيږي مسلمانان دخوبه وزي آزار دخلګومابين ته راځي په بعضي ځايوکي دکعبي شريفي اومديني شريفي مجسمي جوړي سي اوبياپه بازارو کي ايښول کيږي اوخلګ اتڼ اوغزلي ورته وايي حتی ډله ييز اختلافات رامابين ته سي يوه ډله دهغه بلي ډلي محفل ته نه ورځي اوبد پر وايي اوبعضي ډلي پر بعضو دشرک فيصلي کوي موضوعي احاديث او قصي بيانيږي شاعران داسي الفاظ وايي چي ظاهراً  په شکل د نعت وي اوپه حقيقت کي گستاخي اوبي ادبي وي دحضرت نبي sawپه باره کي داسي بيانيـي او ويناوي کيږي چي دنورو انبياؤعليهم السلام په شان کي دخلګوعقيده خرابه سي اومحبت يي کم سي عکسونه اخستل کيږي فيلمونه ډکيږي دمساجدو بي حرمتي کيږي په مسجدوکي آوازونه پورته سي خلګ دنيوي مجلسونه پکښي شروع کړي خلګوته دا عقيده ورکول کيږي اودا مفکوره ورکول کيږي هغه هم عواموخلګوته چي نبي saw دي محفل ته پخپله حاضريږي او زموږ سره اشتراک کوي اوډير بي ځايه مصارف کيږي پرچوکيانواوميزونو اوګروپانو اوبرق روښانه کولو باندي اوددي قسمه څخه نور ډير محرمات ممنوعات اومکروهات اوبدعات پکښي کيږي نوکه څوک ددغه دلائلوپربناء مولود شريف جوړول حرام بولي اوداصلي مولود شريف څخه منکر نه وي نوموږ هم په پوره ډول ورسره موافق يو اوپرداسي طريقه دمولود شريف لمانځل حرام کاردی هيڅ جواز نه لري کوښښ بايد وسي چي په هغه صحيح اوشرعي طريقه سره دامراسم جوړسي اوعلما‌ء بايدکوښښ وکړي چي هغه صافه اوصحيح طريقه دمولود شريف دلمانځلوخلګوته پيش کړي اوعملي يي کړي اوکه هغه امکان نه درلودی نوبياترداسي غيرشرعي غيراخلاقي غيرانساني لمانځلو څه بايد تير سي اوداکارسرته ونه رسوي ولي دابياتوهين دی دحضرت محمد saw دمبارك دين سره اومخالفت دي دهغه داوامروسره