سرسپينوم - ډاكټر هيواد همت
2008-08-23 08:28:05
د سهار اته بجې وې او د کور ټول غړي د چای په څښلو سره ناست وه چې د کور دروازه مو چا وټکوله، مور مې سمدستي په وړوکي ورور خان باندې غږ وکړ چې خانه زويه پاڅه او وګوره چې دروازه څوک ټکوي؟ خان پاڅيدلو او په منډه دوازې ته ورغلو دروازه يې ورته ليره کړه او پوښتنه يې ترې وکړه چې څوک دې پکار دي؟ د مقابل لوري ځواب په داسې لهن کې وه لکه د يو مظلوم انسان سره چې له حده ډيره بې انصافي شوي وي او په ډيره ناچاری سره د انصاف خير غواړي ، په نور څه پوه نشوم خو د خان دا خبره مې سمه تر غوږو راورسيده چې ده ورته وويل ، راځه دننه مور مې هم په کور کې ده .
غوسه زماژوند
2008-02-20 07:56:51
اې زه هم عجيبه وم دلښتې غوسه به مې خوښيده دپوهنتون دلمړي ټولګي رانيولې تردريم ټولګي پوري كه لـښته به مې يوځل غوسه ونه ليده نودورځې ټول خيالات به مې ګډوډوو. لښته ډيره زرغوسه كيده اوډيره زربه بيرته پخلاكيدله يوازې زه وم چې دلښتې دغوسه كيدو اوپخلاكيدوټول چلونه مې زده كړي وو
د سيلۍ اميل - لنډه كيسه
2008-02-20 07:53:44
د مور او كوچني ورور له وتو سره يې سمه د انګره لويه دروازه بنده كړه ، د وره ځنځير لكه د پيغلې اميل ورو ورو شرنګيده سپين ټيټ قدى سپى يې له موګى خلاص كړ ځان يې وڅنډه داسې ښكاريده ته وه سيلۍ ته د ازادۍ په بندل كې سيلۍ ته دعاګانې كوي څو ځله په انګړه په منډه تاوشو. سيلۍ د برنډې ستنې ته په ولاړه تكيه وكړه دروازې ته يې كتل خو په وجود كې يې نرم درد نه بيانيدونكى احساس پيدا كړى و د تنكۍ غرمې له خوږې ګرمۍ سره نرم باد لږيده د وړكى انګر په منځ كې باد توره پلاستيكي كڅوړه ښكته پورته كوله ، خو لكه چې سيلۍ له نرم باد او خوږۍ ګرمۍ څخه خوند اخيسته همغسې ولاړه پاتې وه .