د نن ورځې خبرونه
2008-08-23 10:39:30
په افغانستان ، پاكستان او نړۍ كې مهمې پيښې پاس كليك وكړئ او دلته يې ولولۍ.
پكتيكا: په يوه جومات كې درې تنه ووژل شول
2008-08-04 05:57:18
په جومات كې درې ته ووژل شول د پكتيكا ولايت په اورګون ولسوالۍ كې نن سهار د يوې د يو ځانمرګي بريدوكوونكي د چاوديدونكو توكو د چاودنې له امله درې تنه وژل شوي دي. د پكتيكا والي ډاكټر اكرم خپلواك وويل چې ځانمرګي بريد كوونكي په جومات كې شپه كړې او
افغان او هندي مشران پرپاکستان غږيږي
2008-08-04 05:33:14
افغان ولسمشر حامد کرزی په هند کې ددغه هیواد له صدراعظم من موهن سنګ سره ددوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ په کابل کې دهند پر سفارت د حملې مساله څیړي. دا خبرې په داسې وخت کې کیږي چې روانه اونۍ د سریلانکا په مرکز کولمبو کې د
پكتيا: د استخبارتو د مدير پر كور بريد كې درې تنه ووژل شول
2008-08-04 05:29:34
وسلوالو طالبانو په پكتيا ولايت د استخباراتو د يو تن مدير د كورنۍ درې تنه غړي ووژل د پكيتا ولايت چارواكي وايي چې نوموړي پيښه د ګرديز ښار د بلند منزلو په سيمه كې تيره ورځ ناوخته ماښام رامنځته شوې دي.
پكتيا: درې تنه په خپل ماين ووژل شول
2008-08-02 04:54:04
په پكتيا ولايت كې درې تنه د ماين خښولو پر مهال وژل شوي دي د پكيتا د والي روح الله سمون وايي چې دغه درې كسان نن سهار د اتو بجو په
پكتيا: اته وسلوال ووژل شول
2008-08-02 04:50:56
په پكتيا ولايت كې د اتو تنو طالبانو د وژل كيدو څخه خبر وركړل شو د پكيتا ولايت امنيې قوماندان مل پاسوال عصمت الله عليزي نن سهار وويل چې دغه اته تنه يې
د زړۀ د ناروغۍ تر ټولو پوه ډاکټر ومړ
2008-07-12 16:29:36
په نړيواله کچه د زړۀ د ناروغۍ يو نامتوتکړه لبناني الاصله امريکايى ډاکټر مايکل دبغي د ٩٩ کلونو په عمر د امريکا د بوسټن په يوه روغتون کې خپله ساه ورکړه .
حزب اسلامي :[د بهرنيو ځواکونو خپل سري عمليات غندو او ... ]
2008-07-12 16:21:18
حزب اسلامي :[د بهرنيو ځواکونو خپل سري عمليات غندو او ... ] حزب اسلامي افغانستان : [ دبهرنيو ځواکونو خپل سري عمليات غندواوله دولت نه يې دشتون قانون مندي توب غواړو ] وروسته له شپږو کلونوحزب اسلامي په کابل کې دشاوخا ٢٠٠٠ کسانو په موجوديت کې خپله درې ورځني غونده جوړه اوخپل موجوديت يې په ډاګه کړ.
اصف ننګ په افغانستان کې داتومي خځلوپلټنې ته وګومارل شو
2008-07-12 12:44:58
تاند - دافغانستان حکومت دهيوادپه جنوب لويديځو ولايتونوکې دپاکستان داتومي خځلويا پاتې شونو دښخېدا داحتمال په اړه پلټنه کوي .
د هند د ملي امنيت مشاورد سفارت په چاودنه كې د پاكستان لاس ويني
2008-07-12 12:29:04
هندوستان د شنبې په ورځ( د سرطان دوه ويشتمه، د جولاى دولسمه) ووپل چې په كابل كې د هند د سفارت د تېرې اونۍ دځانمرګي بريد په پېښه كې د پاكستان د لاس لرلو په اړه شواهد لري.
پاکستان په خيبر دره کې د سولې تړون وکړ
2008-07-10 09:58:59
د پېښور په شمال کې د خيبر درې پوځي عمليات د چارشنبې په ورځ ( د چنگاښ ١٩ د جولاى ٩ )د جرگې له بشپړيدو سره پاى ته ورسيدل . په خيبر ايجنسي کې د پاکستاني مقاماتو له خولې خبري رسنيو ليکلي چې د قومي مشرانو په مټ جوړې شوې جرگې ته دواړو غاړو سر ايښى او د سولې تړون يې لاسليک کړى دى . د جرگې يوۀ برخه وال حاجي شوکت اپريدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د دغې خبرې له پخلي سره وويل چې د پنجشنبې په ورځ به پاکستاني حکومت په جرگه کې منل شوى مسووليت پر ځاى کوي . حاجي شوکت اپريدي وويل پاکستاني حکومت وغوښتل چې د خيبر درې وسله والې ډلې دې پېښور ته نه ورځي او پر حکومتي مامورينو دې بريد نه کوي .
خوست: په پنځمه ورځ هم لاريونه روان ول
2008-07-02 12:47:16
په پرله پسې پنځمه ورځ هم په خوست ولايت كې لاريونونه روان ول لاريون كوونكي چې شميره يې سلګونو ته رسيږي د خوست ښار په واټونو كې د تيرو پنځو ورځو راپديخو په پرله پسې توګه لاريونونه كوي. دوى په دې ولايت كې د ازادۍ مينې د پروژې پيليدل غواړي. د خوست امنيتي ادارې وايي چې كه د لاريون كوونكو مخه ونه نيول شي نو د ځينو ستونزو د رامنځته كيدو ويره ليدل كيږي. خو لاريون كوونكي د هر ډول ستونزې د راپيداكيدو مسووليت د خوست پر ملكي چارواكو وراچوي.
د خوست ادبي بهر پرانستنه د يوې درنې غونډې په ترڅ كې ترسره شوه
2008-05-24 08:22:58
د خوست ادبي بهر پرانستنه د يوې درنې غونډې په ترڅ كې ترسره شوه د خوست د علمي او فرهنګي مركز ميديوتيك انګر نن سهار د يوې درنې راټوليدنې شاهد و، په دې غونډه كې د خوست څۀ ناڅه 150 تنه ليكوال او شاعران راټول شوي ول. پر ليكوالو او شاعرانو سربيره د خوست د فرهنګيانو خپلواكې ټولنې مشر محقق بسم الله حقمل ، د خوست علمي او فرهنګي مركز مشر زاهدشاه انګار، د ځوان غږ راډيو رئيس او د خوست شيخ زايد پوهنتون استاد ډاكټر واحدي، د حق پالنې علمي او فرهنګي ټولنې ، ځوان مدني
د پاکستان او طالبانو د تړون جزييات په ډاگه شو
2008-05-22 09:04:08
د پاکستان د سرحد ايالتي حکومت سوات کې له ځايى طالبانو سره د امن تړون لاسليک کړى دى چې ترمخه به يې طالبان په امنيتي ځواکونو بريدونه بند او له سيمې څخه به پوځ وايستل شي خبرو کې د حکومتي پلاوى مشر بشير بلور وويل چې د تړون ١٥ ټکي دي چې ترمخه به يې سوات کې طالبان د مرکزي او صوبايي حکومتونو واک ومني . د نومبر په مياشت کې د امنيتي ځواکونو له خوا د پاکستان سياحتي مرکز سوات کې د مولانا فضل الله په مشرۍ د جنگياليو خلاف لوى عمليات پيل شول چې په ترڅ کې يې په سلگونو کسان ووژل شو.
د وروستيو دوو كالونو راهيسې د خوست ولايت امنيتي حالات خراب شوى دي
2008-05-22 08:52:43
د وروستيو دوو كالونو راهيسې د خوست ولايت امنيتي حالات خراب شوى دي. د دې ولايت اوسيدونكي وايي چې دوه كاله وړاندې د خوست ټولو سرحدي پولو ، ليرې پرتو ولسواليو او سيمو ته دولتي او پوځي كسانو بې له كومه خنډه تګ راتګ كولاى شو، خو دا مهال د شته امنيتي انديښنو له امله دا ډول كسان نوموړو سيمو ته د تګ زړه نه ښه كوي. بلخوا هغه كسان چې په دولت كې دندې لري هڅه كوي چې د اطرافو پرځاى د ولايت په مركز كې د امنيتي ننګونو په وجه استوګنه ولري.