خوست: د مرغانو د والګي پيښې ليدل شوي دي.
2008-08-08 03:57:59
د خوست ولايت په ځينو سيمو كې د مرغانو د والګي نښې ليدل شوي دي. د دې ولايت اوسيدونكو انديښمن دي او غواړي چې دولت دې خلكو ژر تر ژره د دې ساري ناروغۍ په اړه پوره مالومات وركړي ترڅو خلك يې له ضرر څخه خبر شي. د خوست د عامي رغتيا رياست چارواكي مني چې د دې ولايت په ځينو سيمو كې د مرغانو ولګى يا انفلونزيا ځينې نښې ليدل شوي خو دوى وايي چې سيمې ته يې د درو ورځو لپاره ديرش كسيزه روغتيايي ډله ليږلي ترڅو په دې برخه كې پوره څيړنه وكړي. ويل كيږي چې د مرغانو د ولګي لومړنۍ نښې د پولې اخوا سيمو كې ليدل شوي دي.
مــــــــــلکونــــــــــډې کلــــــــــي= ش و ورين ليكنه
2008-07-03 14:13:43
ډیر کلی د جوړیدو په وخت د کورني یا قبیلی د مشر په نوم نومول کیږی . خو ملکونډي د یوه اغزې نوم دي چی اوښان یې خورې. یو سلو پنڅوس کالو شاوخوامخکی په دی ټوټه ځمکه کی یوازی دملکونډی په نوم یو ډول اغزې شنه کیدل د شاوخوا کلیو اوسیدونکواو هم دلیری ځایو خلکو به دلته اوښان ، میږی اونور څاروی دڅر لپاره راوستل