د هند د ملي امنيت مشاورد سفارت په چاودنه كې د پاكستان لاس ويني
2008-07-12 12:29:04
هندوستان د شنبې په ورځ( د سرطان دوه ويشتمه، د جولاى دولسمه) ووپل چې په كابل كې د هند د سفارت د تېرې اونۍ دځانمرګي بريد په پېښه كې د پاكستان د لاس لرلو په اړه شواهد لري.
پاکستان په خيبر دره کې د سولې تړون وکړ
2008-07-10 09:58:59
د پېښور په شمال کې د خيبر درې پوځي عمليات د چارشنبې په ورځ ( د چنگاښ ١٩ د جولاى ٩ )د جرگې له بشپړيدو سره پاى ته ورسيدل . په خيبر ايجنسي کې د پاکستاني مقاماتو له خولې خبري رسنيو ليکلي چې د قومي مشرانو په مټ جوړې شوې جرگې ته دواړو غاړو سر ايښى او د سولې تړون يې لاسليک کړى دى . د جرگې يوۀ برخه وال حاجي شوکت اپريدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د دغې خبرې له پخلي سره وويل چې د پنجشنبې په ورځ به پاکستاني حکومت په جرگه کې منل شوى مسووليت پر ځاى کوي . حاجي شوکت اپريدي وويل پاکستاني حکومت وغوښتل چې د خيبر درې وسله والې ډلې دې پېښور ته نه ورځي او پر حکومتي مامورينو دې بريد نه کوي .
راځۍ چې وژاړو په چيغو چيغو....
2008-07-10 00:44:20
څه ښه يې ويلي دي چې انسان له ګل نازك او له كاڼي كلك دى. څو ورځې وړاندې تاسو په كابل كې د هند سفارت پر وړاندې د ځانمرګي بريد څخه واوريدل او ځينو خو به يې عكسونه او ويډيو ګانې هم ليدلي وي، كله چې انسان د څلويښتو حيواناتو مړي هم وګوري زه فكركوم چې په ذهن به يې سخته بده راپريوځي خو كله چې موږ د څلويښتو څخه د زياتو انسانانو مړي وليدل او له يوسلو څلويښتو زيات نور كسانو په وينو كې خيشته پيشته تر سترګو تير شول ولې مو زړونه ونه چاودل. ريښتيا هم چې انسان له كاڼي كلك او له ګل نازك دى.
د سولې پيغام راډيو په اړه لنډ معالومات
2008-07-07 09:04:27
د سولې پيغام راډيو په جنوب ختيز زون کې لومړنۍ خپلواکه او ناپييلې راډيو ده چې څه نا څه څلور نيم کاله وړاندې يې د خوست په ښار کې په خپرونو پيل کړى دى.
زما د خوښې يوازه يوه لنډۍ
2008-07-03 14:16:34
ستا چې دا شنې شولې پخيږي - ما به مرغۍ په ژړا ستړې كړي مينه
مــــــــــلکونــــــــــډې کلــــــــــي= ش و ورين ليكنه
2008-07-03 14:13:43
ډیر کلی د جوړیدو په وخت د کورني یا قبیلی د مشر په نوم نومول کیږی . خو ملکونډي د یوه اغزې نوم دي چی اوښان یې خورې. یو سلو پنڅوس کالو شاوخوامخکی په دی ټوټه ځمکه کی یوازی دملکونډی په نوم یو ډول اغزې شنه کیدل د شاوخوا کلیو اوسیدونکواو هم دلیری ځایو خلکو به دلته اوښان ، میږی اونور څاروی دڅر لپاره راوستل
سولې پيغام راډيو داوريدونکو غوره انتخاب
2008-07-03 14:06:55
ټوليزې رسنۍ او په ځانګړې ډول راډيوګانې هغه موثره او ساده وسيله ده چې له لارې يې زموږ دهېواد په ګډون ټول نړيوال ورته پوره لاس رسۍ لري . ټول خلک په هر ډول حالاتو کې کولاى شي راډيو واوري ، له سيمييزو ، ملي او نړيوالو پيښو ،خبرونو او همدا شان نورو معلوماتي موضوعاتو څخه د وخت له ضياع پرته با خبره شي . راډيوګانې د هغو له پاره چې نا لوستي دي او يا هم چاپي مطبوعاتو ته لاس رسۍ نشي
د مدينې منورې په زړه پورې انځورونه
2008-07-03 13:28:25
ګرانو لوستونكو تاسو دلته د مقدس ځاى مدينې منورې په زړه پورې عكسونه ليدلاى شي خو لومړى پاس كليك وكړئ.
راشه تماشه وكړه ...
2008-07-03 12:24:30
دلته مې يو څو ښكلي او په زړه پورې انځورونه پر ليكه كړي دي. تاسو يې وګورې او د انځورونو په تل كې له اچول شوي لينك څخه تاسو هم كولاى ښكلي او زړه راښكونكي انځورنه تر لاسه كړئ.
د First in اتلسم څپركی ( پنجشيري ډوله لباس اغوستل ) _ د لاهور منګل ژباړه - خوست
2008-07-03 02:14:48
راتلونكي څوورځې مودمختلفوادارو پركارونوډكې وې ،له نوي چاپيريال سره مودبلديدولپاره جګې اوټيټې تيرولې ،زه ترلادېمهاله پورې هم دلاندينيوكلموپه هغه مشكل اخته وم چې په لومړيوورځوكې راته پيدشوى ؤ،زمابدن لدې مشكل اوله ارتفاع سره دبلديدوله امله داوبوله كمښت سره مخ شو،ماستونزه اوكمزوري احساسوله خودوخت په تېريدوسره ښه كيدم ،خودپاپي دمعدې دګېس ستونزه لاپسې زياتيدله ،دګروپ له غړيوڅخه يوازې زه وم چې روغتيايي ستونزه مې درلوده ،زمادناروغۍ دپړاؤدغه حالت سره لدې چې پرهيزمې هم كاوۀ بياهم فوق العاده ؤ.
غزل - جلال امرخيل
2008-07-02 13:53:32
دا چـــې اروا تـــه مــې نــامــــه نــــه لــرم ------- پــه خــپــل وجــود مــې عــقــيده نــه لرم
زما برخه
2008-07-02 13:41:36
د خوږ ژبې شاعرې حسينه ګل يو تاز شعر
دافغانستان اوپاکستان ترمنځ شخړه،دمطبوعاتو قضاوت
2008-07-02 13:27:23
دافغانستان او پا كستان ترمنځ بهرني مطبوعات څه ډول قضاوت كوي! په دې كې شك نشته چې افغانستان دم مهال له پاكستان سره په يوه كړكېچن حالت كې موقيعت لري ،داچې افغانستان دپاكستان له شيطاني حكومت سره كومو پايلوته رسيږي لاتر اوسه په نېغه توګه ددواړو لورو دريځ نه دې معلوم. خودومره معلوميږي چې افغان دولت نوردپاكستان دوه مخى پاليسي به نور ونه مني دهمدې تودې خبرې په هكله دنړۍ مطبوعات بېلابېلې ليكنې،مقالې، اويوشمېر هوايي
خوست: په پنځمه ورځ هم لاريونه روان ول
2008-07-02 12:47:16
په پرله پسې پنځمه ورځ هم په خوست ولايت كې لاريونونه روان ول لاريون كوونكي چې شميره يې سلګونو ته رسيږي د خوست ښار په واټونو كې د تيرو پنځو ورځو راپديخو په پرله پسې توګه لاريونونه كوي. دوى په دې ولايت كې د ازادۍ مينې د پروژې پيليدل غواړي. د خوست امنيتي ادارې وايي چې كه د لاريون كوونكو مخه ونه نيول شي نو د ځينو ستونزو د رامنځته كيدو ويره ليدل كيږي. خو لاريون كوونكي د هر ډول ستونزې د راپيداكيدو مسووليت د خوست پر ملكي چارواكو وراچوي.
په دوو اونيو كې د خوست پيښې زياتې شوې دي
2008-05-29 14:25:49
په وروستيو دوو اونيو كې خوست ولايت د سختو بريدونو او امنيتي پيښو شاهد پاتې شوى دى. په دې موده كې په درو بيلابيلو پيښو كې د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا د تښتول شويو څلورو كسانو وژنه، د خوست د اړوند ديوې ولسوالۍ د مركزي ليسې سوځونه، د ماين چاودنو ، د ځانمرګو بريدونه دوو پيښو او روغتيايي كلينكونو ته اور ورته كيدل هغه پيښې دي چې د خوست ميشتو انديښنې يې زياتې كړي دي.