په امريکا کې يو نارينه بلارب شوى !!
2008-04-06 10:34:19
په امريکا کې يو سړى چې لس مياشتې وړاندې يې خپل 'جنس' بدل کړى و، اوس مهال بلارب شوى دى، چې په راتلونکو څو مياشتو کې به بچى هم وزيږوي .
لس مياشتې وړاندې ٣٥ کلن ټامس بيټي د طبي علمياتو په ترڅ کې خپل جنس له نارينه توب نه ښځينه توب ته بدل کړى و خو خپل توليدي سيستم يې نه و بدل کړى .
ټامس له خپلې مېرمنې غوښتي ول چې د پيچارۍ په وسيله د هغه بدن ته ساتل شوي سپرمونه ور دننه کړي، چې بيا وروسته بلاربه شو .
ښاغلي ټامس ته ډاکتر ويلي ول چې د اميدوارۍ حالت يې نارمل دى .
د اسوشټېډ پرېس خبري اژانس پر وينا دې ويرجينايي سړي دوه گونې جنسې الې درلودې، چې د سړيتوب برخه يې زوروره وه .
د اژانس پروينا ټامس تردې وړاندې هم له گڼو خلکو سره جنسي اړيکي درلودل خو له هېڅ کوم يوه څخه نه و بلارب شوى .
ټامس ويلي چې ماشوم زېږونې هيله يوازې پر نارينه او يا ښځينه پورې اړه نه لري، لکې دا يو انساني هيله ده، 'زه به يو ټينگ نارينه هم يمه'.
ښاغلى ټامس له پنځو مياشتو راهيسې له خپلې مېرمنې نينسي سره اوسېږي .
نوموړي زياته کړه چې دى به يوه نه يوه ورځ ماشوم زيږوي چې د پلار او مور دواړو رول و لوبوي .
له بي بي سي نه په مننې