دجنرال دوستم دوسیه څه شوه ؟

)

دجنرال دوستم دوسيه غلې ساتل شوې خودخلکوله ذهنه نه ده وتلې اویوازې یې داشک په یقین بدلېږي چې حکومت یې څومره بې وسه دی.

 

 جنز فارن ريپورټ نشريې هم په وروستیوکې په همدې موضوع ليکنه چاپ کړې اودا مسئله یې دښاغلي کرزي لپاره دچلینج په توګه یاده کړې وه .په دې مطلب کې چې عنوان يې دى : دافغانستان دحکومت لپاره د دوستم ستونزه،راغلي دي چې دافغانستان لوى څارنوال د اردو داعلي قومندانۍ د درستيزوال په حيث دجنرال عبدالرشيد دوستم دنده دخپل يوۀ سياسي سيال پرکوردحملې په تور ځنډولې ده .

 

د دې نشريې په نظر له دوستم سره دې چلند دحکومت لپاره دوې اساسي ستونزې زېږولي دي :

لومړى دا چې که دوستم دخپل دې کارپه خاطر محکمې ته حاضرنه شي،دمرکزي حکومت کمزورتيا به لاډېره خلکو ته څرګنده شي اودقانون داجراپه برخه کې به دخلکوشک زيات شي .

 

له بلې خوا دوستم چې له حکومت څخه دخپګان په وجه له ملي متحدې جبهې سره ملګرى شوى ،له مرکزي حکومت سره به خپل مخالفت لا زيات کړي.

 

که څه هم دوستم دافغانستان دشمال په څوولايتونوکې نفوذ لري اوله حکومت سره دهغه مخالفت له يوې خوا حکومت ته ښايي یوڅه ستونزه جوړه کړي خوډېرکارپوهان باوري دي چې افغانان له هغه اقدام سره مخالفت نه کوي چې دعدل اوانصاف له مخې ترسره شي .

 

دافغانستان دسیاسي چاروډېرشمېرکارپوهان اوصاحب نظران وایي حتی که له پیله له جګړه ماروسره حساب شوی وای دافغانستان حالات به داسې نه خرابېدل .دهغوی په نظر اوس هم که حکومت له جګړه مارواوهغوکسانوسره چې په جنګي جنایتونوتورن دي ،حساب کتاب وکړي ،په خلکوکې به بیا محبوبیت پیدا کړي .

دا څارونکي په ۲۰۰۱ کال کې دطالبانودرژیم له پرزېدو څه باندې دوه کاله وروسته ددغه تحریک بیا راژوندي کېدل هم له دې سره تړلی بولي چې دافغانستان چارې پخوانیوجګړه مارواودبشري حقونو سرغړوونکوته وسپارل شوې -- د تاند نه په مننې