يو څو نوى او تازه شعرونه

جانانه څومره ډير

مې  وغوښتلې

اخر ستومان شولمه

كيناستمه

اى هاى دې لارو دې

خبرې كړلى.

پيغام

 

ليك يې را را ورسيد

ويلي يې ول

قادره ډير مغرور شوې

خداى دې زما په ګوتو

بيا راوله

چې دا غرور دې لږ

در ورژوم

بيا دې په غيږ  كې

 دومره ټيګ  كړمه

چې چيغې وكړې.

 

 

 

پرون ماښام

ستاسو پر وره تيريدم

چا راته وويل

د دوى ګډه لاړه

ته به باور پر ما كوې او كنه

تمامه شپه دومره

ډير وژړيدم

چې مې سهار ياره

له ډيرې ويرې

په سترګو لاس راتير كړ

ما ويل

لويدلي نه وي.