د پاکستان او طالبانو د تړون جزييات په ډاگه شو
2008-05-22 09:04:08
د پاکستان او طالبانو د تړون جزييات په ډاگه شو
د پاکستان د سرحد ايالتي حکومت سوات کې له ځايى طالبانو سره د امن تړون لاسليک کړى دى چې ترمخه به يې طالبان په امنيتي ځواکونو بريدونه بند او له سيمې څخه به پوځ وايستل شي
خبرو کې د حکومتي پلاوى مشر بشير بلور وويل چې د تړون ١٥ ټکي دي چې ترمخه به يې سوات کې طالبان د مرکزي او صوبايي حکومتونو واک ومني .
د نومبر په مياشت کې د امنيتي ځواکونو له خوا د پاکستان سياحتي مرکز سوات کې د مولانا فضل الله په مشرۍ د جنگياليو خلاف لوى عمليات پيل شول چې په ترڅ کې يې په سلگونو کسان ووژل شو.
پاکستان کې د فبرورۍ له انتخاباتو وروسته نوي حکومت سوات او وزيرستان کې اورپکو سره د امنيت ټينگولو لپاره خبرې شروع کړې چې د امريکې ، برتانيې او افغانستان لخوا د خبرو په عمل انديښنې هم څرگندې شوې.
تېرو څو اوونيو کې د سرحد د حکومت او سوات کې د طالبانو ترمنځ تر اوږدو خبرو وروسته اوس دواړه غاړو يوه موافقه لاسليک کړې ده
چې مهم ټکي يې په دې ډول دي :
(١) د سوات طالبان به د مرکزي او صوبايي حکومتونو واک ومني
(٢) د ملاکنډ سيمه کې به شريعت محمدي عملي کړى شي چې سوات يې هم مهمه برخه ده .
(٣) هيڅوک به په بل مذهب بريد ونه کړي
(٤) بنديان به د هغوى په قضيو تر غور وروسته خوشې کړى شي
(٦) سيمه کې د وضعې تر ښه کيدو وروسته به په ورو ورو پوځ سيمې څخه وويستل شي
(٧) د نورو ځايونو سخت دريځه کسان به په فوري توګه حکومت ته وسپارل شي، د نايانو په دوکانونو او په هغه مارکيټونو چې ښځې ورته د سامانونو ترلاسه کولو لپاره ورځي بريدونه نه کيږي.
(٨) د عملياتو پرمهال متاثره شوو خلکو ته به حکومت تاوان ورکوي
(٩) د ګوزڼ او د نورو ناروغيو واکسين ورکولو پر ډلو به هيڅ قسم بنديز نه وي .
(١٠)د ښځو په تعليم به هم بنديز نه وي
(١١) د وسلو په گرځولو به بشپړ بنديز وي او يوازې هغه وسلې به ځان سره ساتل کيدى شي چې قانوني اجازه ولري
(١٢) د خلکو او د گاډو تښتول به بنديږي ، د سخت دريځو لخوا د چاودېدونکو موادو د کارولو لپاره د روزنې مرکزونه به له منځه وړل کيږي .
(١٣) يوازې د قانوني ايف ايم ريډيو لخوا به د ويناو اجازه وي
(١٥) حکومت به د غلو ، تښتونکو او په نورو جنايتونو کې د لاس لرونکو خلکو خلاف گامونه واخلي
(١٦) د سخت دريځو د مام ډهيرۍ مرکز به په يو اسلامي پوهنتون بدل شي چې د طالبانو او حکومتي چارواکو يوه کميټه به يې د نظام چلولو مسول وي
تړون حکومتي استازو ، د پوليس مشرانو او د طالبانو غړو د چارشنبې په ورځ لاسليک کړو چې اعلان يې د دواړو غاړو لخوا په يوه خبري ناسته کې وشو.