په دوو اونيو كې د خوست پيښې زياتې شوې دي

په وروستيو دوو اونيو كې خوست ولايت د سختو بريدونو او  امنيتي پيښو شاهد پاتې شوى دى.

په دې موده كې په درو بيلابيلو پيښو كې د دولت د وسلوالو مخالفينو لخوا د تښتول شويو څلورو كسانو وژنه، د خوست د اړوند ديوې ولسوالۍ د مركزي ليسې سوځونه، د ماين چاودنو ، د ځانمرګو بريدونه دوو پيښو او روغتيايي كلينكونو ته اور ورته كيدل هغه پيښې دي چې د خوست ميشتو انديښنې يې زياتې كړي دي.

 

څه موده وړاندې د خوست د حيدرخيلو په سيمه كې د ترسره شوې ځانمرګي بريد له امله د ملي اردو څلور سرتيري او يو تن ملكي وګړى ووژل شول او څلور سرتيري ټپيان شول همداشان د ګوربزو په ولسوالۍ كې د ائتلافي ځواكونو د قرارګاه په دننه كې په ځانمرګي بريد كې چې د دوكسانو له خوا د موټر په واسطه ترسره شو دوه امريكايي سرتيري او دوه نور كسان ټپيان شول ، د عليشيرو ولسوالۍ مركزي ليسې وداني چې تر پنځو زرو زيات زده كوونكي پكې زده كړې كوي په بشپړه ډول وسوځول شوه ، همداشان د ماين د چاودنو ګڼې پيښې ، د لكڼو د روغتيايي كلينك سوځول او د دولت د وسلوالو مخالفينو له خوا د څلورو كسانو تښتول او وروسته وژل كيدل په داسې حال كې چې له يوه تن څخه سرغوڅ شوى ول د خوست د اوسيدونكو لپاره جدي انديښنې راپورته كړي دي او ددې ويره لري چې ممكن دا ډول بريدونه او پيښې دوام ومومي.

 

 

 

 

خوست والي پدې وروستيو كې د ناامنيو زياتوالى مني او مهم لامل يې د پاكستان د نوي حكومت او د ځايي طالبانو ترمنځ د سولې شوى تړون په ګوته كوي.

نوموړى زياتوي چې له شوي تړون وروسته په سلګونو بهرني اورپكي د خوست په ګډون سرحدي ولايتونو ته د بريدونو په موخه را وښتي دي.

  

د يادولو وړ ده چې خوست والي د خوست – ګرديز د عمومي سړك په اوږدو كې د بريدونو د زياتوالي په اړه هم وويل چې يو شمير ورانكاري او ملاتړي يې قصداً غواړي ، د داسې بريدونو له لارې د نوموړي سړك د كريړ كيدو مخه ونيسي.

 

خبريال: قادرشاه – خوست