دافغانستان اوپاکستان ترمنځ شخړه،دمطبوعاتو قضاوت
2008-07-02 13:27:23
دافغانستان او پا كستان ترمنځ بهرني مطبوعات څه ډول قضاوت كوي! په دې كې شك نشته چې افغانستان دم مهال له پاكستان سره په يوه كړكېچن حالت كې موقيعت لري ،داچې افغانستان دپاكستان له شيطاني حكومت سره كومو پايلوته رسيږي لاتر اوسه په نېغه توګه ددواړو لورو دريځ نه دې معلوم. خودومره معلوميږي چې افغان دولت نوردپاكستان دوه مخى پاليسي به نور ونه مني دهمدې تودې خبرې په هكله دنړۍ مطبوعات بېلابېلې ليكنې،مقالې، اويوشمېر هوايي شننې نشرته وسپارلې سره له دې چې نړۍ په دې ښه پوهيږي چې افغانستان او پاكستان په ډېرو حساسو حالاتو كې سره قرار لري. چې هر ډول تفرقه يا له حقيقت نه لرې خبره ددې امكان ژوندى كوي چې دجګړې اورته لاره هواره شي. دبريتانيا چاپ ګاردين ورځپانې دخپلو هغو يغزي لرونكو مطالبو په خپرولوسره جګړې ته وتلې هېوادونه يعنې افغانستان اوپاكستان ترمنځ كړكېچ ته لمن وحي .دغه ورځپانه سره له دې چې دافغانستان له داخلي حالاتوڅخه كله ناكله ناسم خبرونه،او مطالب خپروي په دې لنډو وختونو كې دافغانستان له بهرنې اړيكوڅخه هم غلط او له واقيعت نه لري ليكنې هم نشروي. دګاردين دورځپانې دغه غير مسلكي عمل ترډېره بريده دافغانستان پر حالاتو باندې بده اغېزه كوي،په تېره بيا دافغانستان په ملګري هېوادونو باندې دهمدې موضوع په لړكې هغه هېوادونه چې يونيم مرستې دښواړيكو پر بنسټ له افغان دولت سره كوي هغه هم زيان منوي. ګاردين ورځپانې د دى دهېواد دسياست والوپه شان دافغانستان پروړاندې ډېرغلط اودوه مخى پاليسي لري.انګريزي سياستوال تل په دې لټه كې دي چې له كومو لارو څخه افغانستان ته خطروزېږوي. دافغانستان تاريخ په زرينو كرښو دانګريزانو له كارنامو څخه ډېرتريخ داستانونه ليكلي . انګريزان په اوس وخت كې دافغانستان په نوي سياي دور كې په بل رنګ خودپخوانۍ مفكورې په لرلوسره دامريكا اودنورو بهرنيو هېوادونو په ډله كې مخكښ ځاى ځانته غوره كړ. خوددوي په مفكورو كې هېڅ راز مثبت بدلون نه دى رامنځته شوى، اوتل غواړي كړكېچن حالات لانور هم كړكېچن كړي ،بېلګه يې دهلمند ولايت دتېر كال معامله وه چې سرتېري يې له طالبانو سره امضا كړې وه. په همدې ترتيب دانګريزي ژبې ګاردين ورځپانې هم دخپلو پلرونوپه شان په خپلو كړنو كې تر ډېره بريده له شيطاني اوغيردپلوماتيكولاروڅخه كار اخلي. ګاردين ورځپانه تل هغه مضامين چاپ اونشروي چې دافغانستان دخلكو دعقيدو ،او ورسره دښواړيكو دخرابېدو لامل ګرځي. دګاردين دورځپانې دنا مناسب فعاليت تر څنګ ادمريكا چاپ واشنكټن پوست ورځپانې هم كله ناكله دافغانستان اوله سيمې سره دافغانستان داړيكو په هكله ناسمې ليكنې خپروي . تر ډېره حده پورې د دغو دوورځپانو تر منځ دمسلكې دندې له مخې فكري جوړښت نه ليدل كيږي . ګاردين چې دبريتانيا دو دولت په امر كاركوي په همدې ډول واشنګټن پوست دامريكا د حكومت لكڼه په اوږه ګرځوي نو ددې خبرې اصلي جرړه همداده چې دواړه حكومتونه دافغانستان په هكله يوفكر اوواحد نظر نلري. او ددوي غوښتنې دافغانستان پروړاندې پر خاصومقاصدو ولاړې دي. په اوسنۍ ليكنه كې يوازې ددې هېوادونوپر رسنيو باندې خبرې كول غواړم چې ديوه خبريال په توګه ماته ډېر مهم او دافغانستان په چاروكې ګواښونكي پايلې ترشا لري. نړوېوالې راډيو ګانې دخپلو خبري مجلوپه بېلابېلو برخوكې دګاردين اوواشنګټن پوست هغه مقالې را اخلي چې له نشر نه يې وروسته دسيمې په كچه منفي او له حقيقت نه لرې تبليغات دنورو رسنيو لپاره خبري مواد برابركړي. دم ګړۍ په افغانستان كې وسله والې ډلې ترډېره بريده دپوځي جګړې ترڅنګ ،له فكري ،اود مطبوعاتي جګړې نه اغېزمنه ګټه پورته كوي ،اواصلي علت يې هم همدغه دبهرنيو ورځپانوناسم تبليغات په ګوته كيږي. داچې د افغانستان او پاكستان اړيكې يوله بل سره دكومو موضوعاتوپربنسټ د لاخرابېدوپه لور روانې دي دا په نړېواله كچه ټولو ته معلومه ده . نړېوال په تېره بيا هغه هېوادونه چې له افغانستان سره دښواړيكو غوښتونكي دي كله هم نه غواړي چې افغانستان يو ځلې بيا داور په لمبو كې لاهو شي او يا داچې له ګاونډيو هېوادونوسره سياسي اړيكې له منځه لاړې شي. په تېره بيا له پاكستان سره كه څه هم پاكستان نوردځان دپاره داسې يوه بله لاره چې دخلاصون ،او ياهم دښواړيكولپاره پكې كومه رڼاپاتې وي نه ده پرېشى،اوتل دنور په ساز باندې ګډېدلى دى خو مګر داوارې كوم ساز چې پاكستان ته غږول كيږي اودافغانستان په زيان كديږي دپاكستان لپاره به اخري اوله منځه وړونكى وي. افغانستان دېرش كاله دپاكستان له خواپه بل شوي اور كې وسوځېد اوعلت يې هم داوو چې پاكستان دهمدغه انګريزانو،امريكا،او يوشمېرنوروهېوادنو له خوا تحريك كېده. مګر داوار دپاكستان لپاره وخت پاتې نه دي چې افغانستان ته نورپرګرامونه جوړ كړي هر څه يې وكړل او لااوس هم دغه
ودورځپانې نه غوښتنه يوازې زمانه بلكه د ټولوسوله دوستو شخصيتو او غوښتنه هم داده چې دافغانستان پر وړاندې له ډېرو تندو اودرواغو مطالبو له خپراوي څخه دې مخنيوى وكړي تر څو په سيمه او نړۍ كه خلكوته له يوې خوا دافغانستان په هكله ريښتيا اوهراړخيزه معلومات وركړل شي اوله بلې خوا دايمي امن په افغانستان كې را منځ ته شي.
د پوپل وردګ لينكنه:
له بينوا نه په مننې