سولې پيغام راډيو داوريدونکو غوره انتخاب

سولې پيغام راډيو داوريدونکو غوره انتخاب

ټوليزې رسنۍ او په ځانګړې ډول راډيوګانې هغه موثره او ساده وسيله ده چې له لارې يې زموږ دهېواد په ګډون ټول نړيوال ورته پوره لاس رسۍ لري . ټول خلک په هر ډول حالاتو کې کولاى شي راډيو واوري ، له سيمييزو ، ملي او نړيوالو پيښو ،خبرونو او همدا شان نورو معلوماتي موضوعاتو څخه د وخت له ضياع پرته با خبره شي . راډيوګانې د هغو له پاره چې نا لوستي دي او يا هم چاپي مطبوعاتو ته لاس رسۍ نشي پيداکولى زياتې ګټورې او اغيزمنې دي .نن سبا راډيوګانو ته د يو مکتب حيثيت هم ورکولى شو، ځکه له دې لارې يو مسلمان له ديني موضوعاتو او فرايضو خبريږي ،همدا شان معلوماتي ،تاريخي ، روغتيايي ،هنري ... خپرونې هر اوريدونکي ته بې تکلفه د ښوونکي اوښوونځي مثال لري. ازادې او خپلواکې رسنۍ د خلکو د مادي او معنوي شعور په وده او پر مختګ کې بې تاثيره ندي ، پدې سره هر انسان له خپلو قانوني او مدني حقوقو څخه خبر تر لاسه کوي ، په سياسي ،ټولنيزو او اقتصادي مسايلو کې ورته د خپلې مداخلې او ونډې اندازه معلوميږي او په پاى کې انسان دې ته هڅيږي چې د ټولنې د يو فعال او اکتيف شخص په حيث د مســــــــــــايلو په اړه بې توپيــــــــــــــــره پاتې نشي . خوست چې د غږيزو ،چاپي او انځوريزو رسنيو په ډګر کې د هيواد د مخته سيمو سيال دى ، له نيکه مرغه ښه پريمان لوستونکي ،ليدونکي او اوريدونکي لري او خلکو دخپلې زياتې مينې او علاقمندۍ پر مټ دې ډول وسيلو ته ژوند او حيات بخښلى دى . داعليحضرت محمد ظاهر او سردار محمد داود خان د واکمنيو پرمهال د افغانستان دولتي راډيو خپرونې دخوست ښار په ځينو څلور لارو او واټونو کې د لوډ سپيــــــــــــــــــکرونو له لارې خپـــــــــــــــــــريدې. له هغه وروسته په شپيتمو کلونو کې د يو شمير نورو سيمو په شان خوست هم ددولتي راډيو لرونکى شو ، نوموړې راډيو په تيرو نږدې درې لسيزو کې خپلې خپرونې روانې وساتلې او ددولتي پاليسيو او موضوعاتو په خپريدا کې يې ونډه څرګنده او محسوسه ده . مګر د غږيزو رسنيو په ډګر کې يو ستر اوښتون هغه مهال د خوستيانو مخې ته شو چې په اوله پلا يې د ١٣٨٣ لمريز کال د ژمي په موسم کې دفرهنګي او ادبي شخصيت ښاغلي زاهد شاه انګار په نوښت يې د ازادې سيمه ايزې راډيو خپرونې واوريدې. خوستيانو د FM په 88.2 څپو د سولې پيغام نوم تر غوږو شو . نوموړې راډيو د خپرونو او معلوماتو د محتوا پر لحاظ کاملاً له تړلو ميډياوو سره په توپير کې وه ، خلک پوۍ شول چې داسې مطبوعاتي وسيلې هم شته چې پرته له کومې پټونې او محافظه کارۍ ددوى نظر لکه څرنګه چې دى کټ ،مټ يې په هماغه شان خپروي . د نوموړې راډيو د پوښښ ساحې په داخل کې يوازې د سولې پيغام خپرونې د اوريدونکو له پاره غوره انتخاب ؤ. تردې وړاندې خلکو له يو ټاکل شوي سرحد د باندې ددوى پر ژبه خبرې نه وې اوريدلې او يا هم چا دې ته لاس رسۍ نه لاره چې په خپله عملاً راډيو ته مراجعه وکړي او پکې خپله ستونزه او غوښتنه ډاګيزه کړي ، يا لږ تر لږه د خپل فکر او خيال محصول خپلو هېــــــــــــــــــوادوالو ته ورســــــــــــــــــــــــــــــــوي . سولې پيغام راډيو ډير ويده ذهنونه او فکرونه راويښ کړ ل، ډير ورک استعدادونه يې وروزل او د خپل فعاليت په لنډه موده کې يې د ولس زړونو ته دومره ځان ور لنډ کړ چې نوموړې راډيو هر کارکوونکى د خپلو هيوادوالو د کـــــــــــــــــــــــــــور کس شو . سولې پيغام راډيو تر يو سلو پنځوسو تنو زيات ځوانان چې ډيرى يې د شيخ زايد پوهنتون محصلين، دمدني او فرهنګي بنسټونو غړي او د ښوونځيو ممتاز زده کوونکي د ي، د ژورناليزم د زده کړې له پاره لنډمهالو او اوږد مهالو کورسونو او ورکشاپونو ته معرفي کړل ، همدا شان يې په پرکتيک لحاظ او عملي بڼه هم د خپرونو د پر مخ بيولو له پاره استخدام کړل چې دا مهال نوموړي کسان په بيلا بيلو سيمه ايزو او ملي رسنيو کې ژورناليستک فعاليتونه لري.

 

 

تاسو كولاى شئ د سولې پيغام راډيو ځانګړې ويپاڼه په لاندې لينك پيدا كړئ.

http://www.pmr.af/