د سولې پيغام راډيو په اړه لنډ معالومات

د سولې پيغام راډيو په اړه لنډ معالومات

 

د سولې پيغام راډيو په جنوب ختيز زون کې لومړنۍ خپلواکه او ناپييلې راډيو ده چې څه نا څه څلور نيم کاله وړاندې يې د خوست په ښار کې په خپرونو پيل کړى دى.
- دا مهال د FM په 88.2 څپو خپرونې کوي.
- هره ورځ 14 ساعته خپرونې لري.
- د سولې پيغام راډيو ټول ټال 30 تنه کارکوونکي لري چې له جملې يې 12 تنه دايمي او 18 تنه داوطلب ځوانان دي.
- د سولې پيغام راډيو له پيله تر دې دمه تر 60 زيات ځوانان د راډيويي ژورناليزم په برخه کې روزلي او د عملي او نظري ترننګ زمينې يي ورته برابرې کړې دي. ډير شميرهغه ځوانان چې د سولې پيغام راډيو روزلي اوس په سيميزو، ملي او نړيوالو رسنيو او خبري اژانسونو کې د نوماندو ژورناليستانو په توګه کار کوي.
-  سولې پيغام راډيو په هره اونۍ کې 20 خپرونې توليدوي او خپروي يې .
-  په خپرونو کې د کورنيو، ځوانانو،ماشومانو،ديني، روغتيا، کرنې، بدني روزنې، هنر ادب او فرهنګ، کار او زيار، تفريح، فرمايشي، حقوق او قانون، ليکونو، ټيلفوني خبرواترو، ګرديو ميزونو، مرکو، راپورتاژونو او نورې خپرونې شاملې دي.
-  په ورځ کې 6 ځلې خبري سرويس لري چې سيمه ايز، ملي او ځنې مهم نړيوال خبرونه خپروي.
-  دالتاى او انترنيوزپاک – افغان د سروې ګانو تر مخې سولې پيغام راډيو په خوست کې ترنورو راډيوګانو ډيراوريدونکي لري.
-  د اوس لپاره د خوست 92% ساحه تر پوښښ لاندې لري.
-  د اوريدونکو شميره يې 650000 تنو ته رسيږي.
-  سولې پيغام راډيو به په نږدې راتلونکي کې قوي شي چې له دې سره به يې د پوښښ ساحه زياته شي، د اوريدونکو شمير به يې ډير شي او خپرونې به يې په ورځ کې 18 ساعتونو ته وغځيږي.
-  څه نا څه دوه کاله وړاندې چې د طنين له خوا فستيوال جوړشوى وُ او پکې د سيمه ايزو راډيوګانو له 60 زياتې خپرونې وارزول شوې سولې پيغام راډيو په هغه فيستوال کې لومړى مقام وګاټه.
-  سولې پيغام راډيو يوه خپلواکه ولسي راډيو ده چې په افغانسان کې د دموکراسۍ، بيان آزادۍ او مدني ټولنې د پياوړتيا او انکشاف لپاره کار کوي.
-  سولې پيغام راډيو تل د خپلو خپرونو له لارې د خلکو ستونزې او د هغو د حل لارې چارې خپرې کړې او په اړه يې د دولتي چارواکو نظرونه نشرته سپارلي دي.
-  سولې پيغام راډيو د خپلې نشراتي پاليسۍ په رڼا کې يو انانس له زړه راښکونکې وطني موسيقۍ سره په ډير ښه شان يوځاى کړى چې هره ورځ تر 50 ځلو پورې د راډيو له لارې خپريږي نوموړى انانس تش خبرې نه دي بلکې د راډيو په خپرونو کې تل په پام کې نيول کيږي او عمل ورباندې کيږي. هغه انانس چې په دوه غږ ونو کې ثبت شوى، داسې دى:
-  "سولې پيغام راډيو ازاده ولسي راډيو ده .
-  سولې پيغام راډيو د افغاني فرهنګ د پرمختيا او د خلکو دملي معنوي او شعور د غوړيدا لپاره کار کوي.
-  سولې پيغام راډيو هيوادوال په هيواد کې د سولې او امن ټينګښت او د هيواد بيا رغاونې او سمسورتيا ته رابولي.
-  دسولې پيغام راډيو ټولې خپرونې ستاسو د نظرونو، غوښتنو، وړانديزونو او نيوکو په بنياد چمتو کيږي.
-  سولې پيغام راډيو د FM په 88.2 څپو اوريدلاى شئ".
-  سولې پيغام راډيو ته هره ورځ تر 200 پورې ليکونه رارسيږي، او هره ورځ دوه ساعته د ليکونو خپرونې ته ځانګړي شوي دي چې يو ساعت د ورځې او يو ساعت د شپې لخوا خپريږي.
-  د اوريدونکو د شمير له پلوه د سولې پيغام راډيو په خپرونو کې " ګيډۍ ګلونه " خپرونه لومړى مقام ، " لټون" خپرونه دويم او د مشاعرې خپرونه دريم مقام لري. د مشاعرې په خپرونه کې د خوست د ځوانو شاعرانو داونيزې مشاعرې ټول ثبت کړاى شوى جريان کټ مټ خپريږي.
-  د سولې پيغام راډيوپه ټولو خپرونو کې د خلکو عقيدوي سپيڅلتياوې، ملي ارزښتونه، د خلکو کلتور او د ټولنې دودونه په ډيره کلکه توګه په پام کې نيول کيږي له بله پلوه د سولې پيغام راډيو ټولې خپرونې د افغانستان د اساسي قانون او د ټوليزو رسنيو قانون په رعايتولو سره پر مخ ځي.
-  ددې لپاره چې د سولې پيغام راډيو خپرونې اغيزمنې ،ګټورې او غښتلي اود ټولنې د ټولو قشرونو له غوښتنو او ذوقونو سره برابرى وې، ددې کار لپاره يو مشورتي بورډ شته چې په دې مشورتي بورډ کې ديني عالم، قومي مشر،د ښځو استازې، د پوهنتون استاد ، ښوونکى او داسې نور شته چې لږ تر لږه په دوو مياشتو کې غونډه کوي، د سولې پيغام راډيو د خپرونو نيمګړتياوې په نښه کوي او د سمون لپاره يې ښې او مناسبې لارې چارې په ګوته کوي خو د اړتيا په صورت کې نوموړى مشورتي بورډ په مياشت کې څو ځله هم غوڼدې کوي.