راځۍ چې وژاړو په چيغو چيغو....

راځۍ چې وژاړو په چيغو چيغو....
څه ښه يې ويلي دي چې انسان له ګل نازك او له كاڼي كلك دى.

څو ورځې وړاندې تاسو په كابل كې د هند سفارت پر وړاندې د ځانمرګي بريد څخه واوريدل او ځينو خو به يې عكسونه او ويډيو ګانې هم ليدلي وي، كله چې انسان د څلويښتو حيواناتو مړي هم وګوري زه فكركوم چې په ذهن به يې سخته بده راپريوځي خو كله چې موږ د څلويښتو څخه د زياتو انسانانو مړي وليدل او له يوسلو څلويښتو زيات نور كسانو په وينو كې خيشته پيشته تر سترګو تير شول ولې مو زړونه ونه چاودل.

ريښتيا هم چې انسان له كاڼي كلك او له ګل نازك دى.

زه نه پوهيږم چې يو انسان په څه ډول دې ته زړه ښه كوي چې د څلويښتو كسانو په يوځاى وژنې څخه دې خوند واخلي او هغه هم بي ګناه ، ښځې او ماشومان ، سپين ږيري او ځوانان او هغه ناروغان چې د درملنې لپاره هند ته تللى او د سفارت څخه يې ويزې اخيستې.

په كابل كې د شوي ځانمرګي بريد وروسته مې يو شپه خبرونه ونه ليدل هغه هم د دې په خاطر نه چې زه به د دې كسانو په ليدلو وژاړم، اوښكې خو زموږ په سترګو كې وچې شوي دي خو يوازې د دې په خاطر چې ما ويل هسې نه زړه مې نوره هم انساني عاطفه له لاسه ورنه كړي ، ځكه د داسې پيښو په وار وار ليدل د انسان په زړه كې انساني عاطفه وژني.

زما يو دوست راته خبره كوله چې په دې پيښه  كې مور سره له دريو بچيانو يو ځاى ووژل. دا چې ټول د يوې كورنۍ غړي ول او د هند سفارت ته د ويزو د ترلاسه كولو په موخه راغلي ول هر شيبه مې د مور او اولادونو ترمنځ خيالي خبرې په ذهن كې ګرځي را ګرځي. دوى به خپل سفر ته څومره خوښ وو ، ماشومانو په د ځانونو لپاره ....

خير دا ټول هغه څه دي چې انسان ته يوازې له درد بل څه نه وركوي.

په دې هيله چې رب تعاله نوره زموږ په درد ځپل هيواد كې دا د مرګونو او جنګونه ټغر ټول كړي.

زړونه دي كه كاڼي دي چې نه چوي 

 دلته خو دا غرونه بايد وه چوي

قادرشاه

باور وكړئ تر ټول زيات دې ماشومې ډير ژړولى يم - انځور د هغې چيغې د مور غوښتنه او درد راښيي.

مړي او ټپيان دومره ډير ول چې.....

 

هغه انسانان چې څو شيبې وړاندې ښكلې وو اوس  يوه وخشيانه كړنې له امله له خاوره هم سپيره  دى.

زموږ پر سرونو دغه پيل شوي لوبه كله پاى ته ورسيږي او كه .....؟؟؟