پاکستان په خيبر دره کې د سولې تړون وکړ

د پېښور په شمال کې د خيبر درې پوځي عمليات د چارشنبې په ورځ ( د چنگاښ ١٩ د جولاى ٩ )د جرگې له بشپړيدو سره پاى ته ورسيدل .

په خيبر ايجنسي کې د پاکستاني مقاماتو له خولې خبري رسنيو ليکلي چې د قومي مشرانو په مټ جوړې شوې جرگې ته دواړو غاړو سر ايښى او د سولې تړون يې لاسليک کړى دى .

د جرگې يوۀ برخه وال حاجي شوکت اپريدي بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته د دغې خبرې له پخلي سره وويل چې د پنجشنبې په ورځ به پاکستاني حکومت په جرگه کې منل شوى مسووليت پر ځاى کوي .

حاجي شوکت اپريدي وويل پاکستاني حکومت وغوښتل چې د خيبر درې وسله والې ډلې دې پېښور ته نه ورځي او پر حکومتي مامورينو دې بريد نه کوي .

د حاجي شوکت اپريدي په وينا د خيبر درې وسله والو دغه غوښتنه و منله او زياته يې کړه چې دوى پخوا هم گواکې دا کار نه دى کړى .

د جرگې برخه وال د بي بي سي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د لشکر اسلام ډلې له پاکستاني حکومته وغوښتل چې د عملياتو په ترڅ کې نيول شوي کسان بايد خوشي کړي او نور دغلته پوځي عمليات ودروي .

حاجي شوکت اپريدي وويل چې پاکستاني حکومت دغه غوښتنه منلې او د پنجشنبې په ورځ ښايي دغه کسان بيرته خوشي کړي .

شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې پېښور ته نژدې د دغو پوځي عملياتو د پيل پر وخت واشنگټن د پاکستاني پوځ هڅې ستايلې وې .

د پاکستاني پوځ مخالف لور ته د لشکر اسلام مشر حاجي منگل باغ چې د عملياتو په ترڅ کې يې کور ويجاړ شو څو ځلې د پاکستاني پوځ ادعاوې رد کړې چې گواکې ډيرې لاسته راوړنې يې لرلې دي .

د حاجي منگل باغ پر ډلې دا تورونه هم لگيدلي دي چې په افغانستان کې مېشتو ناټو ځواکونو ته تلونکو کاروانونو باندې يې د خيبر په دره کې بريدونه کړي دي .

کله چې له حاجي شوکت اپريدي څخه وپوښتل شول چې په نوي تړون کې به په افغانستان کې دننه يا افغانستان ته د تلونکو توکو پرکاروانونو باندې د بريد د مخنيوي يادونه هم وي که نه ، هغوى لنډ ځواب لارۀ چې دغه کار کله نه دى شوى او له همدې امله جرگه والو هم ونه څيړۀ .

په يوه بله پرمختيا کې په لسگونو وسله والو پاکستاني طالبانو د هنگو په سيمه کې د پاکستاني پوليسو يوه تاڼه کلابنده کړې ده .

دغو وسله والو کسانو د خپلو اوو ملگرو د خوشي کيدو غوښتنه کوله چې د پوليسو له خوا نيول شوي و .

رپوټونه ښيي چې پاکستاني پوځ اوس هنگو ته روان شوى چې په تاڼه کې گير پوليس خوشي کړي .