د هند د ملي امنيت مشاورد سفارت په چاودنه كې د پاكستان لاس ويني
2008-07-12 12:29:04
د هند د ملي امنيت مشاورد سفارت په چاودنه كې د پاكستان لاس ويني
شنبه, 07.12.2008, 03:28pm (GMT)
دهندوستان دملي امنيت سلاکار ايم کې ناراياناننوى ډيلى، پي، ټي، آى: هندوستان د شنبې په ورځ( د سرطان دوه ويشتمه، د جولاى دولسمه) ووپل چې په كابل كې د هند د سفارت د تېرې اونۍ دځانمرګي بريد په پېښه كې د پاكستان د لاس لرلو په اړه شواهد لري.
د هند دملي امنيت د ادارې سلاكار ايم، كې، نارايانان د ټايمز ناو خبري چاينل د دې پوښتنې په ځواب كې چې ايا هند د سفارت د حملې په پېښه كې پر پاكستان شكمن دى؟ وويل: مونږ يوازې شكمن نه يوو بلكې شواهد هم لرو.
د سفارت په ځانمرګي بريد كې د هند د اردو د يو بريد جنرال او يوۀ بل عالي رتبه مامور په شمول څلور كسه هنديان ووژل شول.
نارايانان وويل چې هندوستان بايد ورته مقابله وكړي .
له هغۀ پوښتنه وشوه چې له چا سره؟ دۀ ځواب وركړ: له هغه چا سره چې مسوول دى.
دغه هندي مقام د هند اوپاكستان روابطو ته په اشارې سره وويل چې: خبرې اترې تر جنګ بهترې دي خو خبرو اترو سمه نتيجه نه ده وركړې.
(تاند)