اصف ننګ په افغانستان کې داتومي خځلوپلټنې ته وګومارل شو
2008-07-12 12:44:58
اصف ننګ په افغانستان کې داتومي خځلوپلټنې ته وګومارل شو
جمعه, 07.11.2008, 02:16pm (GMT)
دافغانستان حکومت دهيوادپه جنوب لويديځو ولايتونوکې دپاکستان داتومي خځلويا پاتې شونو دښخېدا داحتمال په اړه پلټنه کوي .
د افغانستان دجمهوري رياست دچارو د دادرې داطلاعاتو مسوول محمد اصف ننګ نن ( جمعه) وويل چې تراوسه پورې څرګنده نه ده چې دافغانستان په خاوره کې به دکوم ګاونډي هيواد داتومي وسلې دازموينې پاتې شوني ښخ شوي وي .
اصف ننګ چې دولسمشرکرزي له خوا په هلمند کې دپاکستان داتومي ازموينې دپاتې شونې دښخېدوپه اړه دڅېړنې دنده ورسپارل شوې ده ،په عين حال کې وويل که چېري ثابته شي چې پاکستان دخپلې اتومي ازموينې پاتې شونې دافغانستان په خاوره کې ښخې کړې دي ،افغانستان حق لري چې په نړيواله کچه موضوع راپورته اوله پاکستان څخه د تخلف ځواب وغواړي .
هغه وويل افغانستان به دامسئله دملګروملتو داتومي انرژۍ دنړيوالې ادارې په هماهنګۍ اوتفاهم وڅېړي .
څه موده مخکې راپورونه خپاره شول چې پاکستان په ١٩٨٩ ع کال دافغانستان پولې ته څېرمه له شپږواتومي ازموينو وروسته خپلې اتومي خځلې دافغانستان په هلمند اوکندهارولايتونوکې ښخ کړل .
که څه هم د راپورونودخپرېدا په وخت دافغانستان حکومت فوري اقدام ونه کړ خو اوس ولسمشرکرزي ددې قضيې دڅېړلوفرمان صادرکړى او اصف ننګ يې ددېموضودڅېړنيوکميسون مشرټاکلى دى .
تاند