د اسلامي حزب سترې غونډي ته د شمال د مجاهدينو پيام سمون ولوست

د اسلامي حزب سترې غونډي ته د شمال د مجاهدينو پيام سمون ولوست

الحمد لله وكفي وسلام علي عباد الذين الصطفي

اما بعد:

د حزب اسلامي افغانستان د رهبرۍ شورا محترم رئيس او غړو او غزت مندو ميلمنو ، مجاهدو ورونو.

اسلام عليكم ورحمت الله بركاته

محترمو حضارو : د خوښۍ ځاي دي د خپل وياړمن تاريخ په پام كي نيولو سره يو ځل يا عزيز اسلام او ګران هيواد افغانستان ته د مخلصانه خدمت د اجرا لپاره ځان علما او عملا چمتو كړ، مونږ د هيواد د شمالي ولايتونو د افغانستان داسلامي حزب غړي او مجاهدين د حزب بيا تنظيم او چمتو كيدل د هيواد په تاريخ كي يو ګټور ، موثر او جوړوونګۍ ګام بلو .

د هيواد د شمالي ولايتونو مؤمن او مجاهد خلك د اسلامي حزب عملي حضور د هيواد په سياسي او ملي مسئلو كي له يوي خوا يو ستر تاريخي تحول بولي او له بلي خوا د زړه له كومي يي تر شا دريږو .

د پريكړو ، پاليسو او مواقفو څخه په كلكه ملاتړ كوو .دا جهادي خوځښت دهيواد ملي يووالي ، سولي او ثبات لپاره ، يو غښتلۍ پيل دي.

درنو او مجاهدو ورونو :

هيواد دښمنه پردۍ كړي د خپل كرغيړن تاريخ څخه په پيروۍ يو ځل بيا د فدراليزم منحوسه او ملي ضد ډنډوره غږوي ، چي آواز يي په هر افغان ښۀ نه لګې، دوي د هيواد تجزيه ، د ولسونو تر منځ تربګني او دښمني  سياسي او ملي خدمت ګڼې!

خو نا خبر له دي نه چي نن ماشا الله افغان مجاهد اولس خورا حساس او ويښ دى، د كاذب او صادق ، هوډمن او خرڅ شوي ښه تميز كولاي شي، د غه كاذب او هيواد دښمنه كړۍ پرته له دي نه چي د تاريخ كندي ته و غورځيګې بل هيڅ به تر لاسه نكړې.

محترمو مجاهدينو!

د اسلامي حكومت شپږ كاله پوره كيږي ، خو په تآسف سره د فارياب ، سرپل او جوزجان ولايتونو مربوط له يو لك څخه زيايي كورنۍ تر اوسه آواره دي، دوي نشي كولاي خپل پلارني ټاټوبي ته چي د بشر د حقوقو له مخي د هر انسان طبيعي حق دي را وګرځي او هلته ميشت او ژوند وكړي.

فكر وكړۍ چي څوك او كوم لوري ددي  ناورين عاملين دي، دوي د خپل د استبدادي او غير انساني اعمالو تر څنګ بيا نغاره راواخلي او د فدراليزم سندري وايي. هغه سندري چي د هر غږ او بيت څخه يي د كركې ، نفرت ، اختلاف او انزجار پيام رازيږي .

مونږ دهيواد د شمالي ولايتونو مختلف ورونه ميليتونه وايو ، چي دا كاذب او جوړي شوي څيري  او كاغذي ببرونه دشمال   واكمن او استازي نه دي، مونږ دوي ته په هيڅ صورت دا حق نه وركوو چي زمونږ په ملي ، او سياسي برخليك لوبي وكړي.

محترمو ورونو!

مونږ د شمالي ولايتونو خلك د هيواد په دي حساس تاريخي پړاو كي د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت او مركزي سيستم څخه په كلكه تائيد او ملاتړ كوو، او دادي د هيوا د يو وياړ من اسلامي غورځنګ ( حزب اسلامي افغانستان ) هم د افغانستان د مر كزي سيستم د استحكام او پر ربړو د برې لپاره خپل تاريخي دين ادا كړ.

مونږ يو خپلواك ، متحد ، ناپييلۍ  او نه تجزيه كيدونكۍ هيواد غواړو او په دي لاره كي هرډول سر ښندني او قربانۍ ته چمتويو.

ټيټ مي مه بوله غورځنګ راباندي مه كړه زه په دي افتاده ګۍ كي لوي ګړنګ يم

وسلام عليكم ورحمت الله وبركاته 

روح الله سمون