د زړۀ د ناروغۍ تر ټولو پوه ډاکټر ومړ

په نړيواله کچه د زړۀ د ناروغۍ يو نامتوتکړه لبناني الاصله امريکايى ډاکټر مايکل دبغي د ٩٩ کلونو په عمر د امريکا د بوسټن په يوه روغتون کې خپله ساه ورکړه .

ښاغلى دبغي د زړۀ د عملياتو په ډگر کې په ټوله نړۍ کې وتلى ډاکټر و، ښاغلي دبغي زيات شمېر مصنوعي زړونه هم جوړ کړي ول او د زړۀ د ناروغيو په برخه کې وتلى ډاکټر و .

د بوسټن روغتون په يوه رپوټ کې ويلي چې ښاغلى دبغي په خپل طبيعي مرگ مړ شوى دى .

دى د ٢٠٠٦ کال د فبرورۍ په مياشت کې د Aorta اورتا د رگ په جوړولو بريالى شو، چې په جوړولو کې يې خپله پوهه کارولې وه او بيا وروسته دغه رگ پرمختگ هم وکړ .

د رون جيروټو روغتون مشر ويلي چې د ښاغلي مايکل دبغي شهرت او نامۀ زيات شمېر خلک دغه روغتون ته راجلب کړي ول، چې ده به د هر يوه درملنه کوله .

دى وايي چې ښاغلي دبغي ته به هر هغه خلک راتلل چې د زړونو ناروغۍ به يې درلودې .

ښاغلى مايکل دبغي د لويزيانا ايالت په ' ليک چارلز ' کې په ١٩٠٨ کال کې زيږېدلى و، دى په نيو اورليانز کې د تولين له پوهنتون څخه فارغ شوى چې بيا وروسته يې د جراحۍ په برخه کې لوړې زده کړې د جرمني په هايديلبرگ او د فرانسې په ستراسبورگ پوهنتونونو کې ترسره کړې دي .

له هغه وروسته ښاغلي دبغي د امريکا او اروپا په بېلابېلو روغتونونو کې دنده ترسره کړې ده ، ښاغلي دبغي په زرگونه د زړۀ عمليات کړي دي .

ښاغلي دبغي په تېرو پنځو لسيزو کې د امريکا د ټولو سرطبيبانو مشري پر غاړه لرله .