د دنيا تربل هر وطن د دنمارك خلك خوشحاله دي

د دنيا تربل هر وطن د دنمارك خلك خوشحاله دي 

يوې نوې څېړنې ښودلې ده چې د نمارك د خپلې ديموكراسۍ، اجتماعي عدالت او سوله ايز چاپېريال په بركت د نړۍ تر ګردو خوشحاله هيواد دى ، خو زيمبابوې چې په اجتماعي او سياسي كشمكش كې راګېر وطن دى، د خوشحالۍ په لحاظ تر ټولو ټيټه درجه لري. 

  په نړۍ كې د خوشحالۍ په اړه سږنۍ سروې ښيي چې د دنيا  د خلكو خوشحالي مخ په ډېرېدو ده. دغه سروې چې هر كال په منظم ډول د نړۍ د بېلو بېلو هيوادونو د ټولنپوهانو د يوې ډلې له خوا تر سره كېږي ښيي چې په تېرو اووۀ ويشت كلونو كې د نړۍ په هغو دوه پنځوس هيوادونو كې چې دغه څېړنه پكې كېږي، د پنځۀ څلوېښت ملكونو د اوسېدونكو خوشحالي تر پخوا زياته شوې ده.

  د ميشيګان د پوهنتون محقق رونالډ انګلرډ چې د سږنۍ سروې د ګروپ مشر وو، وايي چې خوشحالي له ديموكراسي سره ډېره تړلې ده.

  د سږنۍ احصايې مطابق له دنماركيانو وروسته د نړۍ په ډېرو خوشحالو خلكو كې د پورتوريكو، كولمبيا، شمالي آيرلنډ، ايسلنډ، سويس او هالنډ اوسېدونكي شامل دي.

  د مشيګان  پوهنتون دغه څېړونكى وايي چې د نړۍ تر ګردو شتمن هيواد، امريكا ،د خوشحالۍ په لحاظ  په نړۍ كې شپاړسمه درجه وګټله. دۀ وويل چې امريكا يان نه يوازې ډېر شتمن دي بلكې د دوى په ټولنه كې د نارينه اوښځې تر منځ د حقونو برابري هم د دنيا تر اكثرو ملكونو زياته ده . دغه راز په امريكايي ټولنه كې سياسي ازادي خورا زياته او د قوم او وينې په اساس تبعيض خورا كم دى چې دې ټولو خبرو په امريكا كې د خوشحالۍ له زياتېدو سره مرسته كړې ده.

  په نړۍ كې د خوشحالۍ د معلومولو دغه سروې په اول ځل اووۀ ويشت كاله پخوا په ۱۹۸۱ كې  تر سره شوه. په دې سروې كې له خلكو دوه اسانې پوښتنې كېږي. اوله پوښتنه داوي چې ايا ډېرخوشحاله ياست؟ خوشحاله ياست؟ يو څۀ خوشحاله ياست؟  او كه خوشحاله نه ياست؟ دويمه پوښتنه دا وي چې ايا نن سبا له خپل ژونده راضي ياست؟

   په سږنۍ سروې كې له درې نيم لكه كسانو همدا پوښتنې وشوې.

  د خوشحالۍ د اندازې د معلومولو لپاره د سږنۍ څېړنې مشر محقق رونالډ انګلرډ وايي چې د خوشحالۍ تر ګردو لوى سبب دا دى چې خلك په خپله خوښه د ژوند كولو اختيار ولري.   

تاند