پكتيا: درې تنه په خپل ماين ووژل شول
2008-08-02 04:54:04
په پكتيا ولايت كې درې تنه د ماين خښولو پر مهال وژل شوي دي
د پكيتا د والي روح الله سمون وايي چې دغه درې كسان نن سهار د اتو بجو په شاوخوا كې د ګرديز اړوند د غلګۍ په سيمه كې وژل شوي دي.
ده وويل چې دغه كسان هغه مهال وژل شوي چې غوښتل يې د لوې لارې پر سر يې ماين ځاى پر ځاى كولو.
د نوموړي په وينا په وژل شويو كسانو د دوو تنو مړي د پيژندګلوئ وړ نه دي.