'ياهو' افغانانو ته د فرهاد دريا د سولې البوم

'ياهو' افغانانو ته د فرهاد دريا د سولې البوم

'' د موسيقۍ له لارې سوله او جوړجاړى'' د افغان سندرغاړي فرهاد دريا هغه نوې پروژه ده چې په دې وروستيو کې يې پيل کړى ده .

په دغې پرو ژه کې فرهاد دريا د ياهو په نوم د ١٢ سندرو يوه نوې ټولگه جوړه کړى چې ټولې سندرې يې د سولي او روغې جوړې پيغامونه لري .

ښاغلى دريا وايي د سولې او ټېکاو ددودولو او پراختيا په موخه به د افغانستان ولايتونو ته سفر وکړي او هلته به کنسرتونه ورکړي .

ددغې پروژې مالي لگښت د المان د پرمختيايي خدمتونو ټولنه ورکوي .

دا لومړى ځل دى چې يو افغان سندرغاړي هڅه کړى ده چې د يو البم په جوړولو د سولې او روغې جوړې پيغامونه د خپلو سندرو له لارې خلکو ته ورسوي او دغه البم په وړيا توگه په خلکو وويشي .

فرهاد دريا د خپل البم په دولسو سندرو کې د سولې او روغې جوړې پيغامونو ته ځاى ورکړى دى .

هغه د خپل البم په اړه داسې وايي :

'' د ياهو البم په افغانستان کې د سولې ، روغې جوړې ، ديوبل پيژندنې او جوړجاړي يوه هڅه ده چې د موسيقۍ له لارې پيل شوى ده .

دوستانو ! سوله معجزه نده ، سوله شونې ده ، دا يوازې موږ يو چې بايد د سولې لپاره کاروکړو او په خپل ژوند کې د سولې د فرهنگ ددودولو او پراختيا لپاره مټې راونغاړو ''.

د المان د پرمختيايي خدمتونو ټولنه اى ډي له ښاغلي دريا سره ددغه البم په جوړولو کې مالي مرسته کړى ده .

فرهاد دريا وايي د سولې او ټيکاو ددودولو او پراختيا په موخه به د افغانستان ولايتونو ته سفر وکړي او هلته به د خپل البم د ويشلو تر څنگ کنسرتونه هم ورکړي .

يو شمېر کارپوهان د افغانستان لپاره د ملگرو ملتونو د ښه نيت د سفير او نامتو سندرغاړي فرهاد دريا دغه کار گټوربولي .

د ارمغان ملي د اونيزې چلوونکى داود سياووش :

''په پخوا وختونو کې له موسيقۍ نه په بيلابيلو بڼو گټه پورته کېده . د جگړې موسيقي وه چې انسانانو د يوبل د وژلو لپاره ترانې ويلې ، خو نن لومړى ځل دى چې موږ وينو د سولې ، ټيکاو او روغې جوړې لپاره موسيقي جوړيږي .''

زيات شمېر خلک په دى اند دي چې د افغانستان خلکو ته د سندرو او موسيقۍ له لارې د سولې د پيغامونو رسول د دى لپاره گټور دي چې په دغه هېواد کې زيات شمېر خلک نالوستي دي .

د افغانو مېرمنو لپاره د بشري حقونو يوه فعاله غړى روشن څېړن ورته نظر لري .

افغان سندرغاړي فرهاد دريا له دى وړاندې هم په خپلو ځينو سندرو کې خلکو ته د سولې پيغامونه رسولي او هغوى يې يووالي ته رابللي دي .

دغه سندرغاړي د هغو ماشومانو لپاره چې د سړک په غاړه کار کوي کنسرت ورکړى او دغه کار يې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون لخوا ستايل شوى دى .

bbcpashto.com