پكتيا: د استخبارتو د مدير پر كور بريد كې درې تنه ووژل شول
2008-08-04 05:29:34
وسلوالو طالبانو په پكتيا ولايت د استخباراتو د يو تن مدير د كورنۍ درې تنه غړي ووژل
د پكيتا ولايت چارواكي وايي چې نوموړي پيښه د ګرديز ښار د بلند منزلو په سيمه كې تيره ورځ ناوخته ماښام رامنځته شوې دي.
د دې ولايت امنيې قوماندان عصمت الله عليزي وويل چې په دې بريد كې د امنيې قوماندانۍ د استخباراتو مدير نورخان د كورنۍ درې غړي وژل شوي دي.
په وژل شويو دريو كسانو كې د مدير زوى ، ورور او وراره شامل دي.
وسلوالو طالبانو د بريد پړه په غاړه اخيستې او ويلي دي چې له بريد وروسته يې د استخبارتو د مدير يو رينجر ګاډى هم له ځانه سره وړى دى.
څور ورځې وړاندې په دې ولايت كې د پكتيكا ولايت د والي وياند غمى خان محمد يار هم وژل شوى ول.