افغان او هندي مشران پرپاکستان غږيږي
2008-08-04 05:33:14
افغان او هندي مشران پرپاکستان غږيږي
افغان ولسمشر حامد کرزی په هند کې ددغه هیواد له صدراعظم من موهن سنګ سره ددوه اړخیزو اړیکو ترڅنګ په کابل کې دهند پر سفارت د حملې مساله څیړي.
دا خبرې په داسې وخت کې کیږي چې روانه اونۍ د سریلانکا په مرکز کولمبو کې د سارک په غونډه کې دپاکستان صدراعظم د هند صدراعظم ته ډاډ ورکړ چې په کابل کې به دهند پر سفارت د شوې بمي برید په تحقیقاتو کې مرسته وکړي.
نوي دهلي او کابل تور پورې کړی دی چې تیره میلادي میاشت په کابل کې د هند پر سفارت په شوې حملې کې دپآکستان د استخباراتي ادارې ،ای ایس ای، لاس و. په دې چاودنو کې د څلورو هندي اتباعو په ګډون ترڅلویښتو ډیر کسان ووژل شول.
د یو شمیر سیاسي څیړونکو په وینا پاکستان نه غواړي چې هند له افغانستان سره نژدې روابط ولري او همدا علت دی چې دافغانستان دننه د بې امنیو اور ته لمن وهي خو افغانستان بیا تر بې وزله پاکستان چې سرحدي تاریخي لانجه هم ورسره لري ،هند ته خوشاله دی ، ځکه چې شریکه پوله ورسره نه لري څو یې په خاوره کې مداخله وکړي او چې ورځ تیریږي دسیمې څه چې دنړۍ په یوه اقتصادي غښتلې قوت بدلیږي او تراوسه یې په افغانستان کې ګڼې عمراني پروژې هم تطبیق کړې دي.
تاند