خوست: د مرغانو د والګي پيښې ليدل شوي دي.

د خوست ولايت په ځينو سيمو كې د مرغانو د والګي نښې ليدل شوي دي.

د دې ولايت اوسيدونكو انديښمن دي او غواړي چې دولت دې خلكو ژر تر ژره د دې ساري ناروغۍ په اړه پوره مالومات وركړي ترڅو خلك يې له ضرر څخه خبر شي.

د خوست د عامي رغتيا رياست چارواكي مني چې د دې ولايت په ځينو سيمو كې د مرغانو ولګى يا انفلونزيا ځينې نښې ليدل شوي خو دوى وايي چې سيمې ته يې د درو ورځو لپاره ديرش كسيزه روغتيايي ډله ليږلي ترڅو په دې برخه كې پوره څيړنه وكړي.

ويل كيږي چې د مرغانو د ولګي لومړنۍ نښې د پولې اخوا سيمو كې ليدل شوي دي.

 

د خوست ولايت په ځينو سيمو كې د مرغانو د والګي يا انفلونزيا په نوم د ساري نارغۍ نښې ليدل شوي دي.

د يادې شوې ساري ناروغۍ د لږديدو د ويرې له امله د خوست ولايت اوسيدونكي انديښمن دي او له دولت څخه غواړي چې خلكو ته ژر تر ژره د دې ساري ناروغۍ د زيانونو په اړه مالومات وړاندې كړي.

دوى وايي چې د خوست ولايت اوسيدونكي د دې ناروغۍ د زيانونه په اړه مالومات نه لري ، او نه هم تر دې مهال له ګاونډيو هيوادنو څخه د چرګانو په راليږدولو بديز لګيدلى.

خوست ولايت ته ډيرى د چرګانو غوښې او چرګان د ګاونډي هيواد څخه راوړل كيږي.

 

همدارنګه د خوست د عامې روغتيا رياست هم مني چې د خوست په ځينو سيمو كې د چرګانو د والګي نښې ليدل شوي خو دا يوازې په چرګانو كې دي او تر دې مهال په انسانانو كې د دې ناروغۍ نښې نه ليدل كيږي.

د خوست د عامې روغتيا رييس ډاكټر اميربادشاه رحمت زى منګل وايي چې د ګاونډي هيواد په ډير شمير سيمو كې د انفلونزيا ناروغي تصبيت شوي خو دا لومړى ځل دى چې د دې ناروغۍ نښې په خوست ولايت كې ليدل كيږي. نوموړى وايي چې ښايي دا ناروغي هم له ګاونډي هيواد څخه را انتقال شوي وي.

د ده په وينا د ناروغۍ د څيړنې لپاره يې سيمې ته ديرش كسيزه روغتيايي ډله ليږلي او د ممكنه رامنځته كيدونكو ستونزه لپاره يې پوره تيارى نيولى دى.

 

د يادولو وړ ده چې دا لومړى ځل دى چې په خوست ولايت كې د مرغانو د ريزش يا والګي پيښې ليدل كيږي.

كه څه هم د كرنې او مالدارۍ رياست په دې اړه تر دې مهال څه نه دي ويلي خو دعامې روغتيا رياست ټولو خوست ميشتو ته خبر وركړى چې د ناروغو چرګانو د غوښې له خوړولو ډډه وكړي ، او ناروغو مرغانو ته لاس ورنه وړي.