قومي جګړې څوانان وژني
2008-02-26 04:56:09
رحمت الله له کلي نه په ښـار کې مساپر شوى ؤ، دى به دښوونځي په رخصتيو کې خپلې کوچيانۍ ميلې ته ورته ، هغه ته پخپله ميله کې خپلوانو د ميلمه په نظر کتل او عزت به يې ورکاوه. رحمت الله په ښار کې له خپلوانو سره په کرايي کوټه کې استوگنه لرله ، زياته مطالعه يې درلوده ، ده له ډاکټرى سره تر دې مينه وه چه دهرې خبرې مثال به يې په ډاکټرى راڅرخيده . دى اوس دژوندانه په نولسم کال کې ؤ ، دنګه اونرى ځواني يې وه ، دښوونځي په لسم ټولګي کې يې زده کړې کولې. ډېر ځيرک او متوجه ځوان ؤ ، دى ترپايه د ټولګي اول نمره ؤ ، موربه يې ورتګ ته زياته ليواله وه ، دمشرانو به يې ډير درناوى کولو . داوسيدو کوټه او دکوټې هندارې به يې ډيرې پاکې ساتلې ، له جګړو يې کرکه درلوده او دژوند ترټولو لوى ارمان يې په هيواد کې دامن او سوکالۍ ټينګښت ؤ . رحمت الله له ښاره دلوى اختر دلمانځنې په نيت خپلې مېلې ته ولاړ ، دوى دباک په ګورګورۍ مېله کې استوګن وو ، دهغه ځاى طبيعت ورته ډېر ښايسته مالوميده، ددوى له سيمې چاپيره غرونه راتاو وو او ترخوا يې د نيازي قومونو نورې مېلې هم ابادې وې . لمر خپلې ژيړرنګې مازديګرنۍ وړانګې په مېلو خورې کړې
وې . ځوانان ، نجونې او ماشومان د اختر مازديګرته زيات خوشحاله وو او دا د انتظار شيبې له حقيقي اختر څخه هم ډيرې خوږې او په زړه پورې لګيدې . رحمت الله له خپلو څلورو ملګرو سره دمېلو په منځ کې ددې خوږو شيبو ننداره کوله، پدې کې يې په هغه مورچه نظر پريوت چې د اختر له خوشحاليو ځان ته پاتې شوې وه ، پدې مورچه کې څوتنه حکومتي سرتيري ميشت وو ، ددوى دنده دا وه کچيرې اضغر خېل او بابکر خېل په خپلو کې دځمکې په سر وسلواله نښته کوي يو قوم هم بايد دګورګورۍ سرته ورپورته نشي ځکه دا يو داسې غاښۍ دى چې په نيونې سره يې مقابل ليورى سرنشي پورته کولاى، په همدې منظور هلته حکومت عسکري پوسته جوړه کړې وه . په رحمت الله او ملګرو يې زړه سواندي غلبه وکړه او سرتيرو پسې ورغلل ، دوى سره يې ښه ساعت جمه وکړه، درخصتيدو په وخت يې سرتېرو سره ژمنه وکړه چې داختر چاى به دوى وروړي ، سبا شو ، خلکو جوماتونو ته بيړه وه ترڅو کليوال په خپلو کې اختر مبارکي وکړي ، خو رحمت الله او مګرو يې د عسکرو چاى ته تيارۍ نيوه ، دوى اته کسان شول او له ځانونو سره يې
وچه ميوه ، کيک ، کلچې او دچايو ترموزونه واخيستل او مورچې ته ورسيدل ، دوى دا پلا غلط شوي وو ، دلته هغه سرتيري نه وو چې دوى يې ميلمستيا غوښته ، پردوى يې لاسونه وروتړل او لږه شيبه ورسته قومي نښتې د اخترټولې خوشالۍ د باروتو او کارتوسو خوراک کړې ، پدې نښته کې رحمت الله هم ځان دخپل نيت او زړه سواندۍ قرباني کړ. ددوى کورونه د ګورګورۍ له غاښي په تنګ شول ، ايله خلکو له دې تاوده اور څخه سرونه وايستل . مېله راپريوته ، مالونه ، څاروي او نور سامانونه يې چور او تالان شول . دا خبره ډير ژر په ملي او نړيواله کچه رسنيو واخيسته ، دسرې مياشتې ټولنې په بيړه څو لارۍ له لومړنيو خوراکي توکو او نورو مرستو راډکې کړې ، دخوست خلکو او سوداګرو چنده راټوله کړه او سکتوري ادارو خپل امکانات دوى ته وروليږدول ، دګلام خان ميلې کوچيان په صبريو او نورو سيمو کې ديره شول . ولس مشر ددې پيښې د دقيقې څيړنې
او پلټنې په نيت دلوى څارنوال ښاغلي عبدالجبار ثابت په مشرۍ پلاوى سيمې ته واستؤ ، نوموړي پلاوي دنده درلوده چې بايد دا موضوع په بيړني ډول حل وفصل کړي او دکوچيانو بيرته ستنيدو ته زمينه برابره کړي. ښاغلي ثابت په خوست ښار کې رسنيو سره دناستې په ترځ کې ټينګار وکړ چې دې موضوع ته به د قانون په چوکاټ کې رسيده ګي کوي، پړه او ملامت کسان به دقانون دحکمونو په رڼاکې مجازات کوي هرکله چې لوى څارنوال په خوست کې دقومي جرګو او عرفي قوانينو اغېز وليد ، مجبور شو ترڅو له دواړو قومونو گيروي او واک واخلي او دلويې پکتيا ديوې معتبرې جرګې په حضور داشت کې فيصله وکړي .
پرېکړه په اوو مادو کې تصويب شوه او د دواړو قومونو مخورو پرې ګوتې ولګولې ، تير کال د مرغومي په ٢٤ مه ديکشنبې ورځې په سهار په داسې حال کې چې لوى څارنوال جګه لونګۍ په سر وه ، او له دعوه ګيرو سره پيژندګلوي مالوميده ، د دواړو قومونو دمشرانو او د رسنيو په حضور داشت يې پرېکړه واوروله . پرېکړه چې په پاړسي ژبه ليکل شوې وه د اعلان پر مهال يې د دواړو قومونو په منځ کې ياسين شريف اېښودل شوى ؤ . فيصله يوځل بيا دښکيلو خواوو له ليوري په شفاهي بڼه هم تائيد شوه او متخاصمو ډلو يوبل په غيږو کې ونيول . دپرېکړې مهم مواد دا وو چې اضغر خيل بايد له قيد و شرط پرته خپلو زړو ميلو ته ستانه شي . کوچيان نشي کولاى هلته پخې ودانۍ جوړې کړي بلکې په عادي بڼه د کانټر له ودانيو چې دوى معمولاً پکې استوګنه کوي بايد استفاده وکړي .
دواړه قومونه يوازې له دعوه ګيرې سيمې دڅارويو لپاره د علفچر ګټه اخيستى شي ، او دملکيت دعوه نشي کولاى ،کوچيان به په دې سيمه کې کوچيانۍ ژوند کوي او که چيرې غلا شوي مالونه له چا سره وي هغه به بيرته کوچيانو ته سپاري . همدا شان ځايي حکومت وظيفه لري چې د نوموړې سيمې په حاکمه نقطه کې به د امنيت د ساتنې او په راتلونکې کې د شخړو د مخنيوي په غرض امنيتي پوسته جوړوي . دا هرڅه وشول ، د کوچيانو يو شمير بي ځايه شوي کډې خپلو سيمو ته ستنې شوې او امنيتي پوسته هم په لوړ غاښي کې افراز شوه . د اضغر خيلو ديو تن قومي مشر حاجي نادرخان په وينا چې، ددې پرېکړې يوه مياشت نه وه پوره شوي چې يوځل بيا بابکر خيل ددوى نږدې غونډيو ته وروختل ، دشپې په يوه بجه ډزې پيل شوې او ددوى مېله بيا هم تربريد لاندې راغله ، دوى اړ شول څو شپه په شپه مېله خوشي کړي او صبريو ، توراوبو ، خرکي ، تريزيو ، ډيري ، خاني خوړ او نورو سيمو ته وکوچيږي . حاجي نادر خان دا هم وويل چې دوى له مېلې پرته دنورو نيازيو فاميلونو هم خپلې ميلې خوشې کړي دي .
دى له حکومت ګيله کوي چې دهر ځل په شان دا پلا هم دولتي ارګانونه د پرېکړې او فيصلې په پلي کيدو کې پاتې راغلي او دوى و نه توانيدل ترڅو سرغړونکي ليوري څخه د قانون په چوکاټ کې پوښتنې ګرويږنې وکړي .
حاجي نادرخان په لوى څارنوال غږ کوي چې هرکله يې پردوى فيصله ومنله اوس يې بايد د پلي کيدو څارنه او پوښتنه هم وکړي .
بل خوا د بابکر خيلو يو تن قومي مشر زړو ميلو ته د اضغرخيلو راستنيدنه يو تکتيکي عمل بولي او وايې چې ، دوى يوازې ددې لپاره ورغلي وو چې خپلې پټې شوې وسلې او نور توکي له ړنګې ميلې وليږدوي ، همدا شان د نيازيو دقومونو په منځ کې هم اختلافونه رابرسيره شول، لاندې طبقې خلکو ويل چې بايد دنور نيازيو په شان دوى هم کوچيانۍ ژوند درلوداى دوى به هيڅکله د ده شينو سره په داسې لانجه کې نه واى ښکيل شوي . نوموړى مشر وايي چې ، جنجال يوازې دحاجي ګلام خان له کهول سره پيدا شوى نور نيازي له ځايي خلکو سره ستونزه نلري .
دى دجګړې لامل دا بولي چې اضغرخېلو غوښتل دخپلې مېلې په ساحه کې ښار ګوټۍ جوړ کړي او نمرې وويشي ، دوى تر ديرشو پورې دوکانونه په مېله کې جوړ کړي وو. ځايي خلکو ته يې له غره څخه دمزرو ، خسو ، خاورې او تيږو دليږدولو اجازه نه ورکوله ، او کله چې دا پېښه رامنځ ته شوه باباکرخېلو هغه مالونه چې له دوى سره وو، اضغرخېلو ته يې بېرته مسترد کړل ، خو ددې مالونو څه اندازه نورو ګاونډيو قومونو هم له ځانونه سره وړې ده .
نوموړى مشر دا نه مني چې ګواکې بابکرخيلو دې له پرېکړې ورسته پردوى بريد کړى وي . دهوښيار احمد بابکرخېل په نوم يو کس وايي چې، يو مازيګر ددوى بدرګه دخونو او خسو دساتنې لپاره نږدې غونډيو ته وخته ، يو شمېر دوه مخي کسانو اضغرخېلو ته شيطانت وکړ چې ګواکې دوى بيا هم پر تاسو دبريد تکل لري ، نو دوى پرته له دې چې دا خبره له موږ سره شريکه کړي شپه په شپه يې مېله خوشې کړه .
هوښياراحمد دلوى څارنوال پرېکړه سمه او مناسبه بولي او همدا وايي چې ، بايد فيصله تطبيق شي .
دي زياتوي چې ، دوى خبريږي اضغرخېل په تره کۍ ، سپيرکي ، ممي کهول او شمل خېلو باندې دسخت بريد له لپاره ځانونه چمتو کوي چې دوى دې خبرې ته متوجې دي .
دخوست سرپرست والي او دامنيې قوماندان جنرال محمدايوب څرګندوي چې دوى دفيصلې دمحتوياتو په رڼا کې خپل رسالت تر سره کړئ او په حاکمه نقطه کې يې داحتمالي شخړې د مخنوي په غرض يې سرتيري ځاي پر ځاى کړي دي .
جنرال ايوب پدې بې خبري وښوده چې اضغرخېلو دې يو ځل بيا خپله مېله پرې ايښي وي ، دى وايي چې ، کوچيانو تردې دمه په رسمي بڼه دوى ته ندي عارض شوي ، دولايت مشر تابه داضغرخېلو په غوښتنه دباک له ولسوالۍ څخه ولسوال او امنيې قوماندان تبديل کړي دي ، جنرال ايوب دلوى څارنوال دفيصلې ماتې نه مني خو زياتوي چې په فيصله کې پوره وضاحت او روښانتيا نشته لکه، اضغرخېل به په مېله کې کوچيانۍ ژوند تيروي ، څوک نه پوهيږي چې ددې خبرې پوره مفهوم به څه ډول وي .
سرپرست والي زياتوي چې غواړي مقامات ددې پرېکړي وضاحت وکړي تر څو دوى ته دپرېکړې په پلي کيدو کې څه ستونزه نه وي .
خلک دا اندښنه څرګندوي کچيرې مسؤل مقامات دې شخړې ته په برسيرن نظر وويني نو دې داسې انساني فاجعې دپيښېدو اټکل کوي چې بيا به يې زخم کوشېر نشي اودرحمت الله په شان به دې ډېرو خلکو هيلې نيلي شي.
