سندرغاړى بهرام جان مخ پر وړاندې روان دى
2008-02-26 05:02:39
بهرام جان (حکيمزى) نن سبا د لويې پکتيا د هنر او موسيقۍ هغه وتلى ستورى دى، چې زياتره کنسرتونه، د وادونو محفلونه او نور د خوښۍ او خوشالۍ مراسم دده په هنر او موسقي ښکلې دي.نوموړى په اصل کې د پکتيا ولايت د احمد خيلو ولسوالۍ د سکندرخېلو سيمې استوګن دى خو دا مهال خوستيانو مجبور کړئ چې دى او کورنۍ يې بايد له دوى سره واوسيږي.بهرام جان (حکيمزى) د ژوند په درويشتم پسرلي کې دى، هغه د هنر او موسيقۍ تردې لوړ استعداد لري چې د هرې ورځې په تيريدو سره يې نه يوازې ګرانښت او محبوبيت سيوا کيږي بلکې موسيقي او اواز يې هم بېل خوند او رنګ پيداکوي.نوموړى په يوه هنر پاله کورنۍ کې دنيا ته راغلى او پلار يې له اوږدو کلونو راهيسې رباب غږوي.بهرام جان (حکيمزى) د ماشومتوب په (٨-٩) کلنۍ کې د ديني مدرسې طالب ؤ او واړه ديني کتابونه يې زده کول، دا چې نوموړي څنګه د هنر ميدان ته ورودانګل داسې حکايت کوي.زه له ډېر ماشومتوب څخه د جاويد (جانان) له هنر څخه زيات متاثره وم، هغه به زياتره زموږ کور ته راته، ده به سندرې ويلې او پلار به مې ورسره رباب غږاوه، زه به هم غلى د جاويد جانان په څنګ کې کښيناستم يوه نيمه سندره به مې ورسره غبرګوله دا يو لا مل او بله وجه دا هم وه چې په تنهايۍ کې مې داستاد شاولي، منګل او ګلزار عالم د کيسټونو له اوريدو سره مينه وه او د دوى سندرې مې ډېرې خوښيدې.بهرام جان ځان پدې طالع مند ګڼي چې د کورنۍ لخوا ورسره مخالفت هم نه دى شوى.نوموړي د جاويد (جانان) په ملګرتيا کې يو نيم د ساز او اواز پروګرام ته لار ومونده.
او ډير ژر يې د پکتيا په نوم د سندرو البوم ريکاډ کړ دې البوم کې دې سندرې، ړنګه شوه پکتيا خلکو، ورک شول غيرتي مشران ، ژوند د غلامۍ کوي، دا زمونږ ژوندي مشران ، د اوريدونکو د زياتې خوښۍ او منلو سبب شوه، دې سندرې اوس هم خپل ځاى ساتلى او ډير وخت د سيمه ايزو راډيو ګانو له لارې خپريږي.بهرام جان (حکيمزى)هم دې سندرې هنر مند کړ او تردې د شهرت څښتن شو چې ماشومانو او ځوانانو دې سندرې ته په زړه کې ځاى ورکړ.د بهرام جان د سندرو البومونه زياتيدل چې بيا وروسته په دوه زرم عيسوي کال کې د عربو ويزې، دى دده د هنر له مينه والو څخه په ظاهري بڼه د څلورو کلونو له پاره بېل کړ.
نوموړي د دوبۍ ويزه درلوده هلته يې پريمان ميداني محفلونه تر سره کول خو کله نا کله د پښتنو او دده د هنر مينه والو په بلنه په بحرين ، قطر او عمان کې هم د ساز او اواز ګرم مجلسونه لرل.په خپله دى وايي: (( کله چې له عربو څخه په وروستي ځل مې د راتلو تکل وکړ د اسويلي په نوم البوم مې ريکاډ کړ، دا البوم دومره د خلکو خوښ شو چې زه يې وهڅولم خپل کلي او کورته ستون شم هلته اووسيږم او له ويزې سره مخه ښه وکړم.))ښاغلي حکيم زي وطن ته په راستنيدو هنري ګروپ جوړ کړ پدې اسامبل کې هارموينه، ارګن، رباب، ډوول او سورنا غږونکي سره راټول شول او اوس په ګډه د موسيقۍ پروګرامونه پرمخ بيايي.
نوموړي پدې وروستيو کې د ګلورين په نوم نوى د سندرو البوم چې د موسيقۍ تړون يې جلال سرحدي کړى ثبت او وړاندې کړ پدې البوم کې دا غزل، نه راځي نظر ته نازنين جانان به چيرته وي، زړه ته رانږدې زما حسين جانان به چيرته وي، د اوريدونکو د زياتې مينې سبب شو.
بهرام جان د ځان د ډير شهرت يو لامل دا هم وړاندې کوي چې په وروستيو کلونو کې ژڼکيو او ځوانانو له جګو او غرنيو سندرو سره مينه لږه شوې وه هر کله چې ماد فولکلور يکو جګو سندرو پر ويلو پيل وکړ خلکو او په خاص ډول ځوانانو ډيرې خوښې کړې.خلک راته وايي ستا د جګو سندرو طرز، خوږوالۍ، خوند او کيفيت ډير عالي دى، همدا سبب دى هر کله چې زه پروګرام کوم د ژڼکيو په غوښتنه خامخا په دوه، درې طرزونو جګې او غرنۍ سندرې وايم.
بهرام جان تصويري اتڼيز البومونه هم لري او دخلکو خوښ دي په اتڼيزو سندرو کې حماسي او وطني هم وي د بيلګې په ډول، د غم نه ډکه مې د ژوند هر شيبه ده، ما وطن ته پريږده چې دلته مې سخته ګذاره ده.ددې بدلې شعر د نواب اميرزي دى او د موسيقۍ چارې يې نظرمحمد (زارو) تر سره کړې دي.
بهرام جان حکيم زى وايي: (( ددې له پاره چې موسيقي په اساسي ډول زده کړم په سرکې ديدن استاد ورپسې ماسټر علي حيدر او جلال سرحدي ته مې ګوړه (شکره) کېښوده او له هغوى مې يو څه زده کړي دي، ددې له پاره چې کلاسيکه موسيقي په علمي ډول زده کړم په پيښور کې پنجابي استاد امانت علي خان او د دوى ټولې کورنۍ ته مې شکر نامه ورکړې ده.))بهرام جان لس کاله تعليم لري او کوژده يې د کورنۍ په خوښه کړې، د موسيقۍ په الاتو کې تبله، هارموينه او رباب غږوي او هڅه کوي تر څو لاس پرې پوخ کړي.
د پښتو ژبې د ټولو شاعرانو شعري قطې ښې بولي خو زيات خوښ يې انور (تبسم) ، حکيم جان (فريادي)، انګار، جمال خوږمن، نواب اميرزى ، خوږمن متونوال، حامد مجبور او شفيق حيران دي.نوموړى کله ناکله درحمت شاه (سايل)، حمزه بابا او رحمن بابا يو نيم غزل هم له موسيقۍ سره وايي.هغه کرار، کرار د موسيقۍ د کمپوزونو پر جوړولو هم پيل کړى او پکې ښه استعداد لري.بهرام جان حکيمزى د استاد شاولي،استاد ګل زمان، ناشناس، ګلزارعالم، ماسټر علي حيدر، هارون پاچا او خيال محمد اوازونه خوښوي او سندرې يي اوري.حکيمزى که څه هم له ډېرو سندرغاړو ځوان دىاو هنر يې هم ځوان حسابيږي خو د شهرت او محبوبيت کچه يې له ډېرو لوړه ده.هغه د کيږدۍ په نوم يو نيم کلنه لور لري او ورسره زياته مينه پالي. بهرام جان تر پنځو سو زيات د سندرو البومونه لر ياو دميداني البومونو شمير يې زرګونو ته رسيږي.
