د عبدالمجید بابي قتل په پراخه کچه محکوم شو
2010-02-24 13:30:32
فریادالله
میرویس جلالزی
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس عبدالمجیدبابي ناځوان مرادنه قتل نن په پراخه کچه د کور دننه او له هیواد څخه بحر محکوم شو.
عبدالمجید بابی د چهارشنبې په سهار د کندهار ښار په زړه کې د ناڅرګندو ټوپک والو په ډزو سره شهید کړای شو.
د بینوا ویب پاڼي د کابل څانګي ته له بهر او د افغانستان له بیلا بیلو ولایتونو
څخه په را رسیدلو بریښنا لیکونو او ټلیفوني پیغامونو کې زمونږ هیوادوال دغه برید په شدیدو الفاظو غندي او عاملیونو ته یې د جهنم غوښتنه کوي.
عبدالمجید بابی یو فرهنګ پاله اوحلیم شخصیت ووچې له څو کلونو را پدې خوا یې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریس په توګه دنده تر سره کوله.
نوموړي دکندهار د فرهنګ اوادب په بډایه کولو او د رسنیو او تاریخي اثارو په غوړولو او موندلو کې نه هیریدونکي هڅي کړي وي.
د بینوا ویب پاڼه هم په خپل وار سره د عبدالمجید بابې وژنه غندي او دغه تروریستي، غیر اسلامي، غیر انساني او ناڅوان مردانه کار محکوموې.
د بینوا ویب پاڼې اداره په افغان حکومت او نړیوالومرستندویانو غږ کوي چې د نوموړي د قتل دوسیه په جدي توګه وڅیړي او عاملین یې د ټولو مخې ته محاکمه کړي، نه دا چې د شهیدبابي د قتل دوسیه هم د نورو دوسیو په څير د پولیسو د مرکزونو په آلماریو کې د خاورو تر انبارونو لاندي شي.
د یادولو وړ ده چې ډیر ژر به په کابل کې د شهید بابي په اړه د بینوا ویب پاڼي د همکارانو په مټ یوه غونډه هم جوړه شي او پکې به د هغه د قتل مسله وڅیړل شي. د بینوا نه په مننه عا مر خان