دسوداګرو دپاره تجار تي معلومات
2008-03-15 23:33:15
دسوداګرو دپاره تجار تي معلومات
هر صادرونکی سوداګر بایدداړیکو دپاره تلیفون ، فاکس،پوستی ادرس، موبایل ، ایمیل او که امکان وی دانترنت اسانتیاوی ولری
د سعودی عربستان لوی ښارونه :
الریاض ـ جده ـ مکه المکرمه ـ المدینة المنوره – دمام ـ طا ئف – خبر - ابها – بریده – الهفوف – خميس مشيط - ینبع
لو ی او تجارتی ښارونه الریاض ـ جده ومکله مکرمه – دمام ـ مدینه منورة ـ
دسعودی عربستان بین المللی هوایې ډګر :
دجدی هوایې ډګر ـ د ریاض هوایې ډګر ـ ددمام هوایې ډګر
دریابی لوی لاری :
جده - دمام – ینبع
دسعودی عربستان پیسه :
سعودی ریال یو ډالر = 3.75 . 3.74 ریاله سعودی
دسعودی عربستان نفوس : 24.06 په کال 2003 کی
تجارتی او ګمرکی نظام :
په سعودی عربستان کی ازاد اقتصادی نطام دی غیر له ګمرک څخه نور اضافه ټیکس نسته پرټولو وارداتوباندی 5٪ ګمرک دی بیله هغو شیانو چې په عربستان کی جوړیږی او 399 فرعی بندونه دګمرګ څخه معاف دی لکه ترکاری او تازه میوې ....
هغه توکی چی په سعودی عربستان کی جوړیږی ګمرک یې 12٪ او 20٪ دی
دسعودی عربستان په ټولو ښارو کی تجارت اذاد دی
دپام وړ
تر صادرولو مخکی باید په دی اړه نوی معلومات ولری او سعودی عربستان دګمرک پانه تعریفه الجمرکیه وګوری ځکه چې نوموړی معلومات د2004 زیږید کال دی
په سعودی عربستان کی دزراعی موادو نرخ
په سعودی عربستان کی دزراعی موادو نرخ دموسم سره سم بدلون خوری په نورو ښاروکی 10٪ بیا تر 20٪ نرخ جګیږی نسبتا ددجدی وښار ته ولی چی جده تجارتی مرکز دی
په سعودی عربستان کی تجارتی نظام
په سعودی عربستان کی دزراعی موادو پلور ل د پاکستان دپلورولو دنظام سره ورتوالی لری
دټولی دنیا څخه سوداګر وسعودی عربستان ته په امان سره خپل مالونه وراستوی او دلال یې تر مکرفون لاندی پرپیرودنکو باندی خرڅوی دلا ل خپله فیصدی 7٪ - 10 ٪ اخلی او واردونکی په ګټه او تاوان ځان نه شریکوی
د سعودی عربستان زراعت :
په سعودی عربستان کی انګور ( شونډوخانی ، سره کشمش ، ایته ، حوسینی ، ګردک ) انار ( سپین خوږ، او سیرردانه انار ) ، ذردالو ، شفتالو ، ګرنګیچ ، شلیل ، پټاټې . پیاز ، بانجڼ ، بینډی . رومیان ، کاهو ، ګوبۍ، کرم ، ګندنه ، نعناع ، ملۍ ، ملوخۍ ، جرجیر ، ګشنیز ، بګدونس ، بادرنګ ، چمبر خیال ، لوبیا ، باغلی ، کډو ، هندوانې ، خټکۍ ، استنبول . کرل کیږی او بیا تر موسم وروسته ترکاری په زاعتیخونو کی په زیاته پیمانه کرل کیږی
دسعودی ته واردونکی هیوادونه :
سوریه ، مصر ، لبنان ، یمن، ترکیه ، ایران ، هند، پاکستان ، چین ، امریکا ، اندونیسیا ....
د سعودی عربستان ته واردونکی خوراکی توکی :
ورجی ، اوربشی . جوار ، خواږه ولنی ، ریحان ، دترتیزکو تخم ، دګشنیزو تخم ، زیره ، کونجنی ، باجری.، ریحان ، کشمش ، تورانی، ارتاوۍ . انځر ، نخود ، بادام ، جوز ، پیسته جنغوزې ، کاجو ، انګور ، انار ، کیلې ، مالټې ، مڼې ، آم ، ذردالو ، سرخوچه ، ګرنګیچ ، ناک، .شلیل . شفتالو . کوچنۍ شین لیمبو ، لوی ژړ لیمبو، رومیان ، پیاز ، هوږه ، پټاټې او نورزیات .......
مسابقه
په سعودی عربستان کی هر هیواد غواړی چی خپلو تجارتی موادو ته ښه بازار پیداکړی نو ډیر ښه مال او ښکلی پیکینګ یې کوی چې په خلګو کی شهرت پیداکړی هر شی چی دخلګو خوښ سو دهغه شی قیمت ثابته پاته کیږی او پیرودونکی یې په ښه قیمت اخلی
دمصر د لمدی میوو پیکنګ په لاندی ډول دی :
1ـ کوچنۍ شین لیمبو سر خلاصی کریټ 4.5 کیلو په کریټ کی 6 کځوړی لیمبو دهری کڅوړی وزن 750 ګرامه
2ـ شنه لوبیا ( فاصیولیا ) سر خلاصی کریټ 3 کیلو دوه ورغه
3ـ شنه پیاز سر خلاصی کریټ 3کیل دوه ورغه
4ـ رومیان سر خلاصی کریټ 5 کیلودوه ورغه
5ـ انار سر خلاصی کریټ 5 کیلو دوه ورغه
6ـ شونډخانی انګور سر خلاصی کریټ 5 کیلو په داخل کی یې پلاستکی کځوړی چی سورۍ ولری
7ـ شفتالو سر خلاصی کریټ 3 کیلو
8 ـ البخارا سر خلاصی کریټ 3 کیلو
9ـ ګرنګیچ سر خلاصی کریټ 3 کیلو
10ـ شلیل سر خلاصی کریټ 3 کیلو
11ـ امرت سر خلاصی کریټ 3 کیلو
12 ـ زمنی توت کاغذی کارتن 3 کیلو 8 بلاستکی پاکټه 250 ګرامه
13ـ ام کاغذی کارتن 5 کیلو
14ـ پیاز په پلاستکی جال کی 2, 5, 10, 15, 20کیلو
زموږ نوی دانارو کاغذی کارتن او پینکنګ ډیر اعلی او ښکلی دی
دپام وړ :
هغه خوراکی توکی چې په یخچا لی موټر او طیاره کی وړل کیږی کریټ یې زموږ د تختو کریټ څخه لږ څه بیل دی سر یې خلاص وی او دکریټ د څلورو کونجانوتخته 5سانی تر کریټ زیاته وی ولی چی کله په یخچال کی ووډل سی دکریټو تر مینځ یخه هوا تیردلای سی او خوراکی توکی ژر نه خرابیږی
دزراعی موادو متوسط قیمت
1ـ انار د 12 ـ 16 رياله 5 کیلو
2ـ شونډخانی انګور د 15 ـ 18 رياله 5 کیلو
3ـ کوچنۍ شین لیمبو د 12 ـ 15 رياله 4.5 كيلو
4ـ شنه لوبیا ( فاصیولیا ) د 9 ـ 15 رياله 3 كيلو
5ـ رومیان د 10 ـ 15 رياله 5 کیلو
6ـ شفتالو د 8 ـ 10 رياله 3 کیلو
7 ـ البخارا د 8 ـ 10 رياله 3 کیلو
8ـ ګرنګیچ د 8 ـ 10 رياله 3 کیلو
9ـ شلیل د 8 ـ 10 رياله 3 کیلو
10ـ امرت د 8 ـ 10 رياله 3 کیلو
11ـ زمنی توت د 10 ـ 18 رياله 3 کیلو
12ـ سپین پیاز د15 ـ 25 ریاله 25 کیلو
13ـ سره پیاز د20 ـ 30 ریاله 25 کیلو
نوموړی قیموتو د2004 زیږید کال دی
دیادنی وړ :
دپورتنی خوراکی موادو قیمت دموسم سره بدلون مومی کله چی دسعودی عربستان اونورو هیوادو خوراکی توکی ټوله یوځای سی نو قیمت یې کم سی او که په مارکیټ کی لږ وی قیمت یې زیات سی
دهمسایه هیوادو څخه د یخچالو په واسطه وارد سوی خوراکی توکی 1.5 ریال کم مصرفه وی نسبتا و هغو خوراکی توکو ته چی دطیاری په واسطه سره واردیږی
د ګمرک څخه دمال خلاصولو مصرف :
آ ـ دطیاری په واسطه وارد سویمواد که تر 10 ټنه لږ وی او که 10ټنه مال وی دمخلص مزدوری 500 ریاله ده
دیوه یخچالی موټر 20 ـ25 ټنه مال وی دمخلص مزدوری 500 ریاله ده
ب ـ ګمرکی مصرف 200 ریال دوارد سوی مال دپاره هرڅومره چې وی
جـ ـ دمال کښته کول دکښتی او یا طیاری څخه 200 ریال تر 25 ټنه پوری
د ـ د کښتۍ یا طیاری څخه تر ګمرک پوری دموټر کرایه 200 ریال
هـ ـ دهوایې ډګر څخه تر مارکیټ پوری کرایه
5 ټنه 150 ریاله
10 ټنه 300 ریاله
20 ټنه 500 ریاله
دکښتۍ څخه تر مارکیټه د25 ټنه مال کرایه 500 ریاله ده
پورتنی مصرف نقدی ورکول کیږی او یایې ستاسو وکیل ستاسو پر ځای جمع کوی او ستاسو دخرڅ سوی مال دقیمت څخه یې کموی او وتاسو ته رسمی سند درکوی
دلال څوک دی ؟
دلال یو سعودی تابعت لرونکی سړی دی چې وهغه ته دکمیسون له خواجازه ورکړل سوی وی او په مارکیټ کی یو یا زیات تریوه ځایونه ولری او د ښاروالی څخه یې په کرایه ځای اخیستی وی چی دی خپل یخچالونه هلته ودروی چی وهغه ځای ته معشق وایې په مارکیټ کی ددغه معشق 3 متره تړه دپیازو او پټاتو دخرڅولو دپاره دکاله 206 زره ریاله کرایه ورکوی
او دلمدو میوو دپاره معشق زیات قیمت لری چې قیمت یې تر یو ملیون ریاله پوری رسیږی
دوکیل او دلال سره اړیکی :
هغه مال چې دلمړی ځل دپاره وسعودی عربستان ته صادریږی باید صادرونکی وخپل وکیل یا دلال ته 30 - 45 ورځی مخکی خبر ورکړی چې وکیل وکولای سی چې وهوایې ډګر ته خبر ورکړی او دهغوی موافقه واخلی
کله چی یې لمړۍ ځل مال وسعودی ته واستوی بیا نو هره ورځ دمارکیټ احوال وځان ته معلوم کړی چې نور څومره مال ولیږی ایا ګټه کوی که تاوان
دمال تحویلول
صادرونکی کولای سی چی دوکیل په واسطه خپل ټول مال او یالږ دهغه دسعودی ونورو ښارونو ته تحویل کړی باید تر تحویل نه مخکی دبازار احوال ولری چی هلته بازار ښه دی دبیلګی په ډول که مال په جده کی په لږ قیمت خرڅیدی دهغه مال څخه ټول مال او لږ دهغه څخه ومدینی منوری ، طایف ته ولیږی
دمال ساتل
که چیری بازار سست وی او صادرونکی زیان کاوه نو صادرونکی کولای سی و خپل وکیل ته ووایې چې مال دڅو ورځو دپاره په یخچال کی وساته کله چې بازار سم سو بیا یې خرڅ کړه ولی چې دلال غواړی چې ځان دمال څخه خلاص کړی او خپله فیصدی واخلی
وسعودی عربستان ته دغذایې موادو دواردولو شرطونه
دتجارت او صناعت وزارت دتعلیماتواو مواصفات قیاس سره سم دغذایې موادو دواردولو شرطونه باید واردونکی هغه تعلیمات په ټینګه په نظر کی ونیسی او پر خپل مال پر هر کریټ سټیکر وموښلوی او په سټیکر باندی په عربی او انګلیسی لیکلی وی :
اسم الماده : ( الرمان )
صافی وزن : ( 5) کیلو جرام
المنشاه : افغانستان
اسم الشرکة : ( شرکت. تجارتی ثابت لمیټد )
عنوان : کندهار افغانستان ـ تلیفون ...........
تاریخ الانتاج : / /
تاریخ الانتها :
دغذایې موادو دپاره دهر شی دپاره خپل مواصفات دی باید هغه وکتل سی
: المواصفات القياسية السعودية المطبقة على السلع الزراعية :
تخضع الواردات السعودية من الخضراوات الطازجة والمجمدة من دول العالم الخارجى للمواصفات القياسية السعودية التالية :
· المواصفة القياسية السعودية رقم 434 / 1985 الخاصة بمنتجات الفاكهة والخضر : تقدير محتوى المواد الصلبة القابلة للذوبان / طريقة قياس معامل الانكسار .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 435 / 1985 الخاصة بمنتجات الفاكهة والخضر : تقدير محتوى المواد الصلبة غير الذائبة فى الماء .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 436 / 1985 الخاصة بمنتجات الفاكهة والخضر : تقدير محتوى المادة الجافة بالتجفيف تحت ضغط منخفض وتقدير محتوى الماء بالتقطير لمزيج سوائل له درجة غليان ثابتة (تقطير أزيوتروبى)
· المواصفة القياسية السعودية رقم 437 / 1985 الخاصة بالفاكهة والخضر والمنتجات المشتقة منها : تقدير المحتوى .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 438 / 1985 الخاصة بمنتجات الفاكهة والخضر : تقدير الايثانول .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 439 / 1985 الخاصة بالفواكه والخضر والمنتجات المشتقة منها : تقدير قلوية الرماد الكلى والرماد الذائب فى الماء .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 440 / 1985 الخاصة بطرق اختبار الفاكهة والخضر ومنتجاتهما ـ الجزء الأول : الاختبارات الحسية / تقدير الـوزن الصافى
والمصفى / تقدير اللزوجة الظاهرية / تقدير الفراغ / تقدير المواد الغريبة والثمار المعيبة .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 457 / 1986 الخاصة بفترات صلاحية المنتجات الغذائية ـ الجزء الثانى .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 616 / 1990 الخاصة بالاشتراطات العامة للخضر والفواكه الطازجة .
.(ترکاری اوتازه میوی )
· المواصفة القياسية السعودية رقم 617 / 1990 الخاصة بالاشتراطات العامة لصناديق الخضراوات والفاكهة الطازجة . .(ترکاری اوتازه میوی )
· المواصفة القياسية السعودية رقم 618 / 1990 بشأن طرق أخذ عينات الفاكهة والخضراوات الطازجة .(ترکاری اوتازه میوی )
· المواصفة القياسية السعودية رقم 626 / 1990 الخاصة بالاشتراطات العامة لنقل وتخزين الأغذية المبردة والمجمدة .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 635 / 1990 الخاصة بالفاكهة والخضر ومنتجاتها : تقدير محتوى المواد الصلبة غير القابلة للذوبان فى الايثانول / طريقة للبازلاء الطازجة او المجمدة سريعا .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 651 / 1991 الخاصة بالفاصوليا الخضراء المجمدة .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 652 / 1991 الخاصة بالبازلاء المجمدة
· المواصفة القياسية السعودية رقم 663 / 1991 الخاصة بالباذنجان .( بانجڼ )
· المواصفة القياسية السعودية رقم 665 / 1991 الخاصة بالخيار ( بادرنګ ) .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 666 / 1991 الخاصة بالكوسه ( شین کډو ) .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 702 / 1993 الخاصة بفترات صلاحية المنتجات الغذائية ـ الجزء الأول .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 961 / 1995 الخاصة بطرق اختبار الفاكهة والخضر ومنتجاتها : اختبار الخيوط الخشنة فى الفاصوليا الخضراء .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 431/1985 الخاصة بالارز المضـروب .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 661/1991 الخاصة بالبطاطس(پټاټې ) .
· المواصفة القياسية السعودية رقم 664/1996 الخاصة بالطماطم( روميان ) .
دپام وړ :
آ ـ وزارت تجارت السعودی دهغه کاغذ استعمال منع کوی چې پر هغه دقرآن شریف ایاتونه لیکلی وی
ب ـ اود تازه میوو او ترکاری دیوه ځای څخه وبل ځای ته وړل به په یخچالی موټر انو په واسطه وی
ج ـ که چیری دتجار نوم عبدالله وی نو به صرف اول نوم نویشته کوی الله به نه نویشته کوی یا به دنوم پر ځای خپله مارکه نویشته کوی چی دالله دنامه سره بې احترامی ونه سی
په سعودی عربستان کی دتودوخی درجه :
جنوری 8/12
فبروی 9/23
مارچ 13/28
اپریل18/32
مې 22/38
جون 25/42
جولای 26/42
اګست 24/42
سیبتمبر 22/39
اکتوبر16/34
نویمبر13/29
ډیسمبر9/21
نوټ : ملی سوداګرو ته پکارده چی پخپله دسعودی عربستان تجارانو اودلالانو سره مخامخ وګوری او ځان ته دبازار احوال معلوم کړی او اتفاق وسره ولیکی