وروستۍ منډه/الف مړوند
2008-08-31 09:24:14
ښايي د ژوند وروستۍ منډه به يي د امريکايي ځواکونو د دربا او غالمغال له اوريدو وروسته د خوب له خونۍ د کاله تر وره وه چې معلومه کړې څه خبره ده ؟ خو دا منډه لکه د کرېکټ د لوبغالې په څېرد نندارچيانو له احساساتواود ولولوله شور سره نه وه مله ، بلکې د تکې تورې شپې په زړه کې د امريکايي سرتېرو رمباړې ، د اولوتکو غږونه او د ډزو د ټسا شور اوريدل کېده . او په همدې شور کې يي د ژوند وروستې منډه ترسره کړه
اوباما له امريکايي قومندانه غوښتي چې افغانستان ته پوځيان ولېږي
2008-08-31 09:22:04
راپورونه وايي چې د امريکا دجمهوري رياست دانتخاباتولپاره د ديموکرات ګوند کانديد برک اوباما دعراق د وروستي سفر په ترڅ کې دامريکايي ځواکونوعمومي قومندان ته ويلي ول چې له عراقه دې خپل يوشمېرپوځيان افغانستان ته ولېږي .
شعر
2008-06-04 09:57:02
لاړل چې ،شطرنج، آغا او دال صاحب________ بيا ميوند ته راغى لوېديځوال صاحب
متلونه
2008-06-04 09:50:07
نه ليدلي ،نه کتلي بړستن پورته کړي راڅملي
لنډى
2008-06-04 09:47:56
د جانان مرګ راته اسان دی _________ چې دی ولاړ وي زه به بل ته وخاندمه
گرم څوک دي؟ / انجنير ارشد نور
2008-06-04 09:44:16
تېرې درې لسيزي،چې زمونږ د هېواد يوه توره دوره بلل کيږي، زمونږ هېوادوال ترېنه ډېرې بدې خاطرې لري،چې ډير ځوانان يې د خاورو لاندې کړل، زمونږ هېواد يې د نړۍ د نورو هيوادونو څخه په زرونو کاله ورسته پاتې کړ، دري نسله په كې تباه شول او لا کيږي، د کوچنيانو نه نيولې تر ځوانانو او سپين ږيرو پورې د عقلونو او فکرونو څخه خلاص شول، د هيوادوالو د....
په بګرام کې دنوي زندان جوړول دافغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته يو ستر ګواښ؟ \ جويباري
2008-05-25 05:16:13
څه موده وړاندې دامریکا دمتحده ایالاتو یوې نامتوورځپاڼې نیویارک ټایمز اعلان وکړ چې امریکا غواړي دبګرام په پوځي اډه کې پېتومیلیونوامریکايي ډالروپه لګښت یوستر زندان جوړ کړي.نیویارک ټایمز دامریکاددفاع وزارت دچاروواکوله خولې لیکلي چې دغه زندان به په....
لاس يې ترواشنگټنه خلاص\ محمدآصف خواتی
2008-05-25 05:08:40
څو ورځې مخکې ( دمی یولسمه ) دآريانا دتلویزیونې شبکې دخبرې سرویس له لارې مې دولسې جرگې درییس ښاغلې یونس قانونی څرگندونې دهغو مرور وکیلانو په هکله چې څه دپاسه یوه میاشت دولسې جرگې په غونډوکې برخه نه اخیستله واوریدلې او هغه وویل که دا ډله وکیلان نور په غونډوکې گدون ونکړی ولسې جرگه به ددوی په هکله لازمه پریکړه وکړی اوهغه وخت یې بیالاس تر لندنه آزاد ، خو په تالارکې ناست کوم استازې وویل (( دست شان تا واشنگتن آزادیعنی لاس یې ترواشنگتن آزاد ))۰ ښاغلی قانونی دا خبره ....
روسۍ _ايرانۍ (( ملي متحده جبهه )) يوکلنه شوه \ احمدشاه امين
2008-05-25 05:02:29
کله چې دشوروي سرولښکروپه افغانستان يرغل وکړاوافغانستان يې دخپل شپاړسم جمهوريت په نيت ﻻندې ايست اوداسې فکريې کاوه ، چې دافغانستان خلک به هم دختيځې اروپااوياهم دمنځنۍ اسياهېوادنودخلکوپه څېربه ددوی په زغره والوګاډو ګلان وشيندي او ددوی په غاړو کې به دګلانواميلونه واچوي . خودوخت په تيريدسره داجوته شوه ، چې ددوی دسياسي شنونکواوددوی پلوي افغاني سياسي کړيواوګوډاګيانودغه اټکل بالکل غلط او معکوس ؤ . دوی دافغانانوپه تير....
سروكي او د پښتو فولكلور ارزښت\ پير محمد کاروان
2008-05-25 04:53:53
يادونه: دغه ليکنه په خوست کې د نوموتي ليکوال او فوکلور پوه ښاغلي عبدالکريم پتنگ د نمانځونې په غونډه کې اورول شوې. او مونږ يې ارزښت ته په کتو دلته راوړو. ميوند ورغوى
کوچی ملا او څو خبرې \ علم ګل سحر
2008-05-25 04:44:45
استاد محمد صديق پسرلی تر ډېره په ټولنه کې ديوه نازکخيال شاعر او غزلستوري په نامه پېژندل شوی ، ډېر عمر ېې شعرونه وېلي دغزل ،څلوريزو او نظمونو څوکتابونه يې چاپ شوي دي . د(زهره) په نوم منظوم داستان يې هم خپور شوی دی، سره له دې چې (داسې هم وو) او(سره غالۍ) يې دنثري ليکنو او کيسو ټولګې دي خو استاد خپل ډېر وخت په شعر ليکلو لګولی دی ،ځکه په ټولنه کې ديوه استاد شاعر په توګه مشهور دی.