2008-06-27 06:18:06
شيرزاد کامه وال
تاسو به حس کړي وي چې په دې سايټ کې ډېرې نيمګړتياوې دي . ماسره نور وخت نه پيدا کيږي چې په دې سايټ باندې ډېر کار وکړم. که کوم داسې ځوان وي چې PHP سره ښه بلد وي او په خوښۍ او مينې سره دغه سايټ خپلول غواړي نو زه ورته هر څه ورسپارم.
2008-05-30 11:36:13
عثمان انصاري
ډېرى ملګري بې له كوم پام او سوچ څخه داسې دوتنې راپرانيزي، چې په ځينو ځايونو كې دا ناغېړې او نه پاملرنه د ټول سېسټم د خرابېدو او د ټولو مالوماتو (ډېټا) د له لاسه وركونې لامل ګرځي.
2008-07-04 04:12:37
wapa
راځئ چې دیوه پل له پاره دطبیعي حسن په نظارو او ورشوکې له همدې اضطراب او ارمانه سره ورک شو چې کاش مونږ هم خپل ګران هیواد همداسې اباد پريښئ وای . دګران افغانستان قیمتي لالونه دپاریس اوسویس پېغلې تر غاړه کوي کاش چې پښتنې تر غاړه وای :::: وفا تلاش
2008-07-04 03:24:07
wapa
درنو اومحترامو کتونکونن دجمعې مبارکه ورځ ده ما ستاسو له پاره دسویس ځینې طبیعي انځورنه راټول کړي
او غواړم چې درسره شریک یې کړم خونداوشعري انځور ترې واخلئ ::::: وفاتلاش
2008-07-03 16:30:28
hillal
بسم الله الرحمن الرحيم
راشئ چي پښتو ليكنه تصحيح او معياري كړو!: ګلبدين "حکمتيار"
د پښتو ليكدود په اړه پښتنو ليكوالو ته څو وړانديزونه
لكه څنگه چي د پښتنو د هرې سيمي، قبيلي او حتى د هرې درې د اوسېدونكو ژبه له نورو توپير لري، همدا راز پښتو واحد او ټولو پښتنو ته منلى ليك دود هم نه لري، دلايل ئې روښانه دي چي دلته ئې د څېړلو ځاى نه دئ، د مشرقي ساحې ليك دود د جنوبي او جنوب غربي ساحو له ليك دوده توپيرونه لري، د دې اختلاف د ختمولو يا راكمولو لپاره هغو پښتنو ليكوالو ته څو وړانديزونه لرم چې د يووالي او وحدت هڅه كوي او غواړي چې د پښتو ليك دود متفق عليه او ټولو ته د منلو وړ شي. زما وړانديزونه دا دي:
د پښتو او فارسي حروف له عربي اخيستل شوي، فارسي څلور حروف( پ، چ، ژ او گ) پرې علاوه كړي او (ة) ئې ترې ايستلې، او په پښتو كي په دې څلورو برسېره دا حروف هم اضافه شوي: (ټ، چ، ځ،څ، ډ، ړ، ژ، ږ، ښ، گ، ڼ، ې، ۍ)
2008-07-03 16:06:03
hillal
د پښتو ژبې زاړه کتابونه تر اوسه ډير لږ په ﻻس راغلی دی او په دغه باب کښي يو سم لټون هم نه دی شوي . مونږ د ځينو قلمی أثارو نومونه اورېدلي دی او ليدلی مو نه دی يا مو ئی د نظم او نثرکو مه نمونه چيرته له نظره تيره شوي ده.
2008-07-03 16:04:37
hillal
په پښتو کې د "ى" ليکل دا شکلونه لري:
الف: معروفه ) ى)
لکه خپلوى، ورورګلوى ، دا "ى" بې له کومه نښې ليکله کيږي
ب: مجهوله (ې)
2008-07-03 16:03:23
hillal
په پښتو کښې د يې ګانو ډولونه
1- مجهوله يې ( پسته يې) (ې)
هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې خفيف زېر ولري. لکه: پېړ، تېر، شيدې، مستې، ادې
2- ملينه يې (ی)
هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې زور ولري. لکه: سړَی، لېونَی، سپَی، خټکَی.
3- معروفه يې ( سخته يې) (ي)
هغه يې ده چې مخکينی ټکی يې زېر ولري. لکه: غوړِي، دوستِي، کالِي
2008-07-03 16:01:05
hillal
ليكوال: گل پاچا ( الفت)
بی له تورو نه ځيني ټکی او نښې شته چه د ليک په لوستلو کښي دخل لری او يو جمله يا کلمه له اشتباه او ا بهام څخه ژغوری يعنی د دغو نښو او ټکو په ليکلو سړی پوهيږي چه په کوم ټکی بايد سړې ودريږی او کومه جمله يا کلمه په بلی پوری وتړي . د تعجب ، پوښتنی ، خطاب او نور و کفياتو څر گندو نه په همد غونښو او ټکو کيږي چه په ليکلو کښی ډير اهميت لری او دلته يې په مختصر ډول ښيو.
2008-07-03 15:58:58
hillal
ليكوال: اروا ښاد صديق الله رښتين
1. د ( مې، دې، پرې، ترې ) اوداسې نورې کلمې چې په پای کې سپک زېر لري، تل په کوچنۍ (ی )) ليکل کيږی. د ( چه) توری هم د وينا له مخې ( چې ) ليکل په کار دی.
2. د ټولو پښتو کلمو سپک پېښ په ( واوګی ) ليکل کيږی. لکه : بوخت، لومړی، کوچنی، پوښتنه.
3. د پښتو( ښ ، ږ ) به په هغو کلمو کې ليکل کيږی، چې هلته په اول کې د ( خ، ش) او په دوهم کې د ( ګ،ژ) غږونه موجود دی، لکه: ( ښځه، پښتو، غاښ، غوږ، ږيره، ږمنځ او نور).
2008-07-03 15:23:14
GHAZNI
حبيب الله غمخور انسانانو د بشري ټولنو د بېلابېلو اړخونو د تکامل مختلفې مرحلې تر ځان شا ته پرې ايښې دي، د انسان په وسيله پر انسان د ظلم او د هغه له قوت، انرژۍ او استعداد نه د بل چا له خوا د ځان په ګټه استفاده د غلامۍ له دورې نه راپيل شوه. بورژوازي مناسبات که څه هم د فيوډالي مناسباتو په نس کې رازېږي مګر د فيوډالي مناسباتو په پرتله د اقتصادي، سياسي، اجتماعي او فرهنگي پلوه پرمختللي دي، په دغه مرحله کې چې تر اوسه يې د بقا او پايښت موده مخ پر زياتېدو درومي د فيوډالي مناسباتو په پرتله يې له ځان سره د ولسونو او خوارو انسانانو په مقابل کې د ظلم، استثمار، ښکېلاک، زبېښاک ډېر مغلق او پېچلي اصول او ميتودونه له ځان سره راوړي دي. د همدغو پېچلو اقتصادي مناسباتو پر اساس پانگوال د کارګرو او مزدورانو له استعداد او انرژۍ نه په ګټې اخيستنې سره زياتې سرمايې په لاس راوړې دي
2008-07-03 14:16:34
alwish
2008-07-03 14:13:43
alwish
ډیر کلی د جوړیدو په وخت د کورني یا قبیلی د مشر په نوم نومول کیږی . خو ملکونډي د یوه اغزې نوم دي چی اوښان یې خورې.
یو سلو پنڅوس کالو شاوخوامخکی په دی ټوټه ځمکه کی یوازی دملکونډی په نوم یو ډول اغزې شنه کیدل د شاوخوا کلیو اوسیدونکواو هم دلیری ځایو خلکو به دلته اوښان ، میږی اونور څاروی دڅر لپاره راوستل