غزل

 

 

چرسیان چې نیمه شپه ستاریا منګی وتخنوي

یودم راپاڅم لکه څوک چې سړی وتخنوي

جانانه! نور دې په سبا اوبیګا نه پوهیږم

خودراتلو وخت دې شي لاس مې بنګړی وتخنوي

سترګو کې هرښکلي ته دوه سوه خبرې کوم

زه وایم که خدای پاک یې دا کاڼی زړګی وتخنوي

خدایه باران وکړې چې سوي کلي ولمبوي

که بادراولګیده بیا به لوګی وتخنوي

ځوابه دا خو دې روژه او اختر دواړه راغله

په سرو لاسونو به دې څوک پیشمنی وتخنوي

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

ځدراڼ صاحب اول خو مې ددومره په زړه پورې بلاګ دزړه له کومې مبارکي اومنه او بلاګ هر شعرډیرپه زړه پورې دی ماغوښت چې دځواب صاحب یو لنډ غزل درته ډالۍ کړم له یوې اوږدې مودې دځواب صاحب دا غزل زه په جیب کې ګرځوم اوس مې چې انتخاب بلاګ وکوت دځواب صاحب غزل نه وپکې هیله ده چې دا غزل به ستا اودکتونکودخوښۍ واړ وګرځي .

په پښتانه مینه

شوخ

ننګرهارجلال اباد

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

شوخ صاحب زما له خوهم نیکې هیلې اوسلامونه اومنه هیله ده چې اینده په هم دننګرهار دلیکوالانوشعرونه راولیږې. ولې زه مسافر یم دالته دکتابونو له نیمګړتیا سره مخ یم ،دځواب صاحب له شعرونو سره دومره مینه لرم که یو ماشوم یې چې له مورسره لرې ولې چې يواځې دځواب صاحب شعرونه دي چې سړی هم خنداوي او هم ژاړوي هیله به درنه وکړم چې دخپلې خوښې شعرونه به اینده هم انتخاب ته راوستوې

ستااودټولو دوستانو د همکارۍ په هیله

بختیارځدراڼ

سعودي عرب تبوک

bakhtiar-arman@hotmail.com