غزل
2008-05-29 14:59:25
د خپل روح اصلي تصوير په ايېنه کې
شو ليدلى د ضمير په ايېنه کې
د ښکلا د قدر شپې ته مخامخ ده
ځان ته ګوري په ځير ، ځير په ايېنه کې
زه ترې راغلم خو زما هغه همشکله
کمبخت پاتې شو اسير په ايېنه کې
بيا به نه وايې چې ولې لېونى شوې
که دې وليد خپل تصوير په ايېنه کې
ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
په سرکې سلامونه اومینه دانتخاب لوستونکواوکتونکو،ځدراڼ صاحب تاته هم سلامونه وروسته له سلامه خوښ یم چې يوڅوک دانتخاب موقعه په لاس راکوي .دا غزل زماډیر خوښ دی که څه هم ځلور بیته دی نه پوهیږم چې دی ځلوربیته اوکه زیات وي زه یې پاتې برخه په لاس کې نه لرم خودومره ویلای شم چې شاعریې ریښتونی نوښتګر دی اوکه بخپله جلال صاحب دغزل ګوري اویایې لولې که نیمګړی وي پوره یې ترې غواړم .
شریف
خوست متون
شریف صاحب زماله خوااودانتخاب دبلاګ دلوستونکوپه نمایندګۍ مې سلامونه اومنه .تاسودجلال امرخیل غزل راستولی دزړه له کومې درنه مننه کوم اینده هم خپل اتنخابي شعرونه رالیږه اوخواست درنه کوم که د ساده صاحب څوشعرونه راولیږې مندوی به دیم
بختیارځدراڼ
تبوک سعودي عرب