اهاړ

اهاړ

دامې ارزوده چې دژوند په تندي

یوه بې عنوانه ترانه ولیکم

یوداسی کلک مزی له توریوجوړکړم

چې دښکلا وزر پرې وتړمه

څو په بدرنګوکوڅووانه لوزي

پریږدئ چې پوه شي دبدرنګو کلي

چې واړنګې څه ته وایې

پریږدئ چې تشي شي دغرونوغیږې

دلمرله زیړې ځوانۍ

هسي یې هم په سرولمبوکې سوځو

ښه دی چې ونه شي په زمکه ګلان

څودانسان له وینوپاکه نه شي

ورته ونه غواړئ دخیرباران

ښه ده چې دادسپینوستوریو رمې

له سندرمارې سپږمۍ وتریږي

ورپسي ستړیې شي نوکان ووهي

ستوني کې وچه شي دژوندسندره

له دې پخوا چې څوک بې درد یې واوري

سلګۍ سلګۍ شي زره ترکې هیله

شپیلۍ یې ستړیې شي له ستړیو نغمو

مخ ترینه پټ کړي په کفن سندره

پریږدئ چې وپوهیږي ستړ انسان

دغه خوارګوټکی دابدمرغه دامورمړی انسان

چې به زخمي لاسو دبرې دڅرک ماتوي

چې دآهاړ ګرمۍ دیوې ډوډۍ په طمعه ګالي

او هغه بله مورهم وپوهیږي

چې ستومانې یې صورت اوبه اوبه کړ

چې د شیرخواربچی په خولوکې یې چوشک ورکړی

اوهغه بلې وو کلنې لورته

په لاس کې دوه کیلو څټک ورکړی

پریږدئ چې پوه شي چې دوۍ څه کړې دي

له خپل برخلیک سره له خپله لاسه

دچاپه خولویې اعتمادکړی دی

کوم اینده ته یې مسیږي ارمان

غواړم چې پوه شي دازوی موړي خلک

چې زموږ نړۍ ته شیطانان راغلي

په سپین قمیص کې دانسان په بڼه

دوینوتږي ښاماران راغلي

دانسانیت په لمن داغ لګوي

زمااوستا په نوم قومونه وزني

خپل لیوني وحشت په سراخستي

پیړۍ یې وسوې میلتونه وژني

لابه ترڅوزموږپه غوږوکې څاڅي

د دروغجن نجات ترخې خبرې

ولې موخوښ دی دابدمرغه انسان

چې دانسان مرګ ته اټم جوړوي

یوه ورځ به دغه داټم ښاغلی

زموږپه کورونوکې ماتم جوړوي

عبدالرحمان غضري

ساجرسعودي عرب