غزل
2008-06-06 10:38:21
وګـوره اوښبـــــــه راوړی باردګلابونودی
خوب وینم،بلبله وایي واردګلابونودی
غرونو ته سوما ختلي کلي ته نرکس روان
بس پاچا ګلاب دی اوټول ښاردګلابونودی
تللی هغه وخت چې تاردبم یې وترڅانګوتاو
وایي له ژوندون سره اوس تاردګلابونودی
راغله بلبلکه پرهندارو یې وزرموښل
ځان به پکې ګوري پرې غبار دګلابونودی
خواکې یې راشین شه تر کړۍ یې څانګې څانګې تاو
دار که خونړی وخو نن واردګلابونودی
دواړه په لانجه ووخوشاعریې شو ترمنځه برید
شپه دسپینوستوروشوه سهاردګلابونودی
وګورئ کاروان ته له نغمونه یې وږمې راغلې
داسړی شاعرنه دی عطاردګلابونودی