دوطن یادونه

 د وطن یادونه

په وطن موجوړماتم دی

تورتمونو کې مو شپې دي

دا د کوم ظالم له لاسه

چې ظلونو کې مو شپې دي

ګران وطن راته سوراورشو

د دوزخ لمبې ترې خیژي

بل محشر ته حاجت نه شته

قیامتونو کې مو شپي دي

دا د کوم ظالم له لاسه

چې ظلمونو کې مو شپې دي

د کابل هره کوڅه مو

ښُکلی ښُکلی خاطرې دي

اوس یې وران اوویجاړګورم

ګړنګونو کې مو شپې دي

دا د کوم ظالم له لاسه

چې ظلمونو کې مو شپې دي

زوړ او ځوان مو شهیدان شول

څوک بې پلاره څوک بې موره

د چا کور جوړ قبرستان شو

زیارتونو کې مو شپې دي

دا د کوم ظالم له لاسه

چې ظلمونو کې مو شپې دي

افغانان ټول تار او مار شول

څوک په کوزاوڅوک په بردي

په وطن کې چې اوسیږو

ماتمونو کې مو شپې دي

دا د کوم ظالم له لاسه

چې ظلمونو کې مو شپې دي

د اسلام په تمه ،تمه

د کافرو کانې وشوې

هیڅ تمیزکولای نه شو

په چرتونو کې مو شپې دي

دا د کوم ظالم له لاسه

چې ظلمونو کې مو شپې دي

دنیا ټوله راته خاندي

موږ په چیغو چیغو ژاړو

څه سپین سترګي دنیاګۍ ده

سیاستونو کې مو شپې دي

دا د کوم ظالم له لاسه

چې ظلمونو کې مو شپې دي

افغاني وطن به جوړ شي

که د خدای مهرباني وه

د پردو لاس به لنډیږي

امیدونو کې مو شپې دي  

دا د کوم ظالم له لاسه

چې ظلمونو کې مو شپې دي

لیکوال :: سمیع الدین افغاني

 bakhtiar-arman@hotmail.com

-----------------------------------