غزل
2008-06-15 07:35:55
چا کیسه دجنتي دګور کوله
ستاپه غیږه کې خوبونه مې رایاد شول
څه نسبت دې دشرابوسره شته دی
ته مې یاده شوې،جامونه مې رایادشول
دفطرت دخواخوږۍ خبرې پریږده
دلاله په زړه داغونه مې رایاد شول
څه اداخودې پردیس مازیګروکړه
چې دکلي ګودرونه مې رایادشول
دکابل حورونه تور لوګي تاوشوي
ایره شوی جنتونه مې رایاد شول