جنــــۍ اوسپوږمۍ
2008-06-16 14:45:18
دورېــــځو شــــاتـــه، ســپوږمــــــــۍ ولاړه
په هـــــاغــــه وره کـــې ، جــــينـــــــۍ ولاړه
دوې کوچۍ پېغلې، سترګې يې څار کړي
پـــــرې د پيــــــچــــکې ، کـېــــــــږدۍ ولاړه
ماښــــام نـــــږدې دى ، يـــوڅوک به راشي
انـــتــــظار ســـپــينه ، خـولګـــــــــۍ ولاړه
دلتــــه يــــوځـــوان ، خـولې کـــــړې پاکې
تــــر څــنــــګ يـــې لـــــــويه ګــــاډۍ ولاړه
خــــلــــتې د ژاولو ، پــــــاپــــړو تـــــشــې
پکـــــې غــــنم اوس ، بــــوجـــــــــۍ ولاړه
لمــــونـــځ يــــې ادا کړ ، تـوره کوټه کــې
يـــــــوه ســــــر تـــوره ، بــــــــــــوډۍ ولاړه
پـــر پــــاک قـــران يـې، لاســـونه ايـښــي
ده غــــــــوړېــــدلـــــې ځــــولــــــــۍ ولاړه
د يـــــو ســــر خــــېر ، ټکـو کــــې غواړي
دعـــاد هـــــســـک پــــر ، بــــــلــۍ ولاړه
ستــــومـاني لاړه، زلمـى باغ ، باغ شـــو
مــــخې تــــه يې موسکه، غوټـــۍ ولاړه
زرکــــه قـــفـــس کـې ، شوه په ټوپــــونو
پــــښو تـــه يـــې خړه ، ګونګـــــرۍ ولاړه
وږي وزه يـــــې ، لاســــونــــه ګـــــــــوري
تــــــر شــــاه يـــــې زېـړه ، سېرلـــۍ ولاړه
سهار نيږدې دى ، د وره ټک ، ټک شـو
زلـــــــــــمـــــى ور ووت، غـــــــدۍ ولاړه
پردي ټوپک دي ، پردۍ درېشــــۍ دي
د داســــــې خــــــپلـــو ، ډلــــــګۍ ولاړه
هـــغه يـې بوتلو ، کور چيغــو واخيست
د هــــر مــــيل خــولې ته ، ګولــۍ ولاړه
ماښـــــام نـــــږدې دى ، جيـــــنـۍ ولاړه
مــــــين يــــې نــــــشتــه ، ګـــاډۍ ولاړه
پر شــــنه ګړي يې، اوښکې ور لـويږي
د اوبــــو تـــل کـــې ، ســپوږمـۍ ولاړه
کـــلونـــه تېر شول ، خو په دې زړه کې
نــــه خــــوځي ، ټـــولـــــه نــــــړۍ ولاړه

شریفه! وروره دزړه له کومې درنه مننه کوم چې دګران بهیر صاحب دومره ښکلی شعر دې رالیږلی دا شعرما له بهیر صیب نه دهغه په غږ کې داشنارایدیودادبي دیرې په پروګرم کې اوریدلی و ډیرښکلی شعر دی . بریالی اوسې .اوهیله به درنه وکړم چې اینده به هم دخوست دلیکولانو شعرونه راوستوې
بختیارځدراڼ