غزل

په چا کرم په چا جفا نه کوي څه به کوي

ښکلي چې (آ)نه کوي (دا)نه کوي څه به کوي

داوښکوڅاڅکي یې ګلرنګ شول دبڼو په څوکو

اوس دې سلګۍ هم برملا نه کوي څه به کوي

چاچې تړلي دژوندهره خوښي تا سره ده

هغه دې تاسره وفا نه کوي څه به کوي

دپسرلي تازه هوادې غوټۍ نه تخنوي؟

اویادې ګل ورته خندا نه کوي څه به کوي

دمحبت دبڼ هوا چې خوشګواره شوله

دزړه طوطي مې دې هوا نه کوي څه به کوي

درد دی شاعرکه زمانې ته د ور وپیژنده

لالیه!تاته چې دُعا نه کوي څه به کوي

لیکوال ::رحمت الله درد

bakhtiar-arman@hotmil.com